د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۴

سولې شورا: په سعودي کې د افغان سولې په اړه غونډه مهمه ده


د جګړې د پای ته رسېدو او د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو د پیل لپاره د هڅو په دوام ټاکل شوې چې د دیني عالمانو نړیواله ناسته په سعودي عربستان کې جوړه شي.

د افغانستان د سولې عالي شورا دغه ناسته مهمه بولي او هیله ښي چې د جګړې د پای ته رسېدو او د سولې د ټینګښت لپاره به زمینه برابره کړي.

د دغې شورا ویاند سید احسان طاهري د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې په دغه ناسته کې به د ۳۶ هېوادونو دیني عالمان د اسلام له نظره په افغانستان کې د روانې جګړې په اړه بحث وکړي.

نوموړي زیاته کړه:

سید احسان طاهري
سید احسان طاهري

"د اسلامي نړۍ استازي او دیني عالمان به په دغه ناسته کې ګډون وکړي او د افغانستان د علماوو سراسري شورا یو پلاوی به دې ناستې ته ورشي، په دغه ناسته کې د افغانستان د سولې او جګړې په اړه د اسلام له نظره بحث کېږي او له شک پرته چې ګټه یې د افغانستان خلکو او په دغه هېواد کې د دایمي سولې او ثبات ټینګښت ته ده.​"

دغه دوه ورځنۍ ناسته د افغانستان په غوښتنه د سعودي عربستان په کوربه توب او د«او آی سي» یا د اسلامي همکاریو سازمان له لوري په جدې او مکمه معظمې ښار کې جوړېږي.

که څه هم د دغه ناستې دقیقه نېټه نه ده معلومه، خو د سولې عالي شورا وايي چې یاده ناسته به د روانې مېلادي میاشتې له دریمې اوونۍ وړاندې جوړه شي.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې نېږدې درې زره دیني عالمانو په کابل کې ناسته وکړه او په افغانستان کې یې روان جنګ ناروا وباله.

هغوی د جګړې له ښکېلو خواوو وغوښتل چې د جګړې پر ځای د سولې او مذاکرې لار غوره کړي.

همدا راز تر دې وړاندې هم د افغانستان، پاکستان او اندونیزیا یو شمېر دیني عالمانو په اندونیزا کې د جګړې پر درېدو او د حکومت او وسله والو مخالفیونو ترمنځ د خبرو پر پیلېدو ټینګار کړی وو.

خو په سعودي عربستان کې د دیني عالمانو ناسته به څومره اغېزمنه وي او ایا کولای شي چې د جګړې د پای ته رسېدو او د سولې د ټینګښت په برخه کې مرسته وکړي د سیاسي چارو کارپوه داوود مایار دغه پوښتنه ځوابوي:

داوود مایار
داوود مایار

"زه په دغه ناسته کې د پاکستاني علماوو د ګډون په اړه شک لرم ځکه د هغوی مذهبي بحث مستقیماً د دغه هېواد د استخباراتو تر اغېز لاندې دی او هغوی به له دې مسېلې د ابزار په توګه استفاده وکړي نو ځکه د هغوی ګډون به نمایشي وي، خو د نورو اسلامي هېوادونو د دینې عالمانو ناسته به ډېره ګټوره وي او هیله لرم چې د سولې پر پروسې مثبت تاثیرات ولري."

طالبانو له افغان حکومت سره له خبرو انکار کړی او د تېر په څېر یې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو پر وتلو ټینګار کړی دی.

ولسمشر محمد اشرف غني د شنبې په ورځ یوې ناستې ته وویل چې افغان حکومت د دینې عالمانو او خلکو د سولې غوښتنې ته مثبت ځواب ویلی او اوس طالبان د افغانستان او نړۍ له دینې عالمانو سره مخامخ دي.

له دې وړاندې د سیمې او نړۍ د یو شمېر هېوادونو سربېره سعودي عربستان هم د افغان سولې له بهیره خپل ملاتړ اعلان کړی وو.

همدا راز د مکې معظمې امام عبدالرحمان سدیس ویلي و چې په افغانستان کې د جګړو پر مهال عام وګړي قرباني کېږي او د دغه جګړې د درېدو لپاره اوربند افضل جهاد دی.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG