د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۸

افغانستان د جهاد د فتوا په اړه د کعبې د امام له څرګندونو هرکلی وکړ


د افغانستان د حج او اوقافو وزارت د جهاد د فتوا په اړه د کعبې د امام له وروستیو څرګندونو هرکلی وکړ.

د حج او اوقافو وزارت وايي، په اسلام کې فتوا یوازې هغه اسلامي حکومتونه ورکولای شي چې اسلامي امت ته منلي وي.

د دغه وزارت د جوماتونو د انسجام د چارو مشر فضل کریم سراجي د سې شنبې په ورځ«۱۳۹۶کال لړم۰۹» ازادي راډیو ته وویل، د جهاد د فتوا په اړه د کعبې شریفې د امام وروستۍ خبرې پرځای دی او دوی ترې هرکلی کوي.

نوموړي زیاته کړه:

"کومه خبره چې د کعبې شریفې امام د فتوا په اړه کړې هغه کاملاً پرځای ده او رښتیا د فتوا ورکول د هر چا کار نه دی او هغه کسان یا ډلې چې ځانونه اسلام ته منسوب کوي او بې ځایه فتواوې ورکوي هغه د اعتبار وړ نه دي."

دا په داسې حال کې چې تازه د کعبې شریفې امام شيخ صالح بن عبدالله بن محمد له یوه پاکستاني تلوېزیون سره په مرکه کې ویلي، د کفر، مرتد کولو او يا هم د چا د قتل کولو پرېکړه يوازې او يوازې اسلامي حکومت کولى شي، شخصي ډلې يې نه شي کولى.

له دې وړاندې په پاکستان کې دوو مذهبي مشرانو مولانا سمیع الحق او مولانا فضل الرحمان په افغانستان کې جهاد روا بللی و چې دې مسئلې د افغان حکومت او افغان دیني عالمانو تُند غبرګونه هم له ځان سره لرل.

مولانا سمیع الحق
مولانا سمیع الحق

په ورته وخت کې د مشرانو جرګې رئیس فضل الهادي مسلمیار بیا وايي، ځینې ډلې شته چې د اسلام له مبارک نوم نه ناوړه استفاده کوي.

ښاغلي مسلمیار چې د سې شنبې په ورځ یې د مشرانو جرګې په عمومي غونډه کې خبرې کولې وویل، یو شمېر استخباراتي کړۍ هم په دې ډول لوبو کې ښکېلې دي.

فضل الهادي مسلمیار
فضل الهادي مسلمیار

نوموړي زیاته کړه:

"زه په دې عقیده یم چې له شک پرته د اسلام له نومه په بېلابېلو برخو کې سو استفاده کېږي، ګڼې دسیسې په همدې نوم باندې روانې دي."

په مشرانو جرګې کې یو شمېر نورو سناتورانو هم د سې شنبې د ورځې په عمومي غونډه کې له سعودي عربستانه وغوښتل چې په یوه خوله د هغو ډلو پر وړاندې قاطع دریځ څرګند کړي چې د اسلام له نوم ناوړه استفاده او خپلو تروریستي کړونو ته دیني توجیح ورکوي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG