د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۹

حج او اوقاف وزارت: له دینه ناخبره د خلکو د وژلو فتوی ورکوي


ارشیف
ارشیف

د افغانستان د حج او اوقافو وزارت مسوولین وايي، هغه کسان چې له دینه ناخبره او دیني رهبري په غاړه لري، د خلکو د وژلو فتوی ورکوي.

د دې وزارت د جوماتونو د چارو ريیس فضل الکریم د پنجشنبې په ورځ د کابل ښار په لومړۍ ناحیه کې د یوې دینې مدرسې د پرانېستلو په غونډه کې وویل،بې ګناه انسانانو د وژلو فتوا ورکوونکي، جاهلان وبلل:

"نن مو د هېواد ورانول د یو شمېر هغو جاهلو کسانو له لاسه دي چې له دینه بې خبره او د دین لارښوونه کوي. کله چې ترې وپوښتل شي چې د انسان وژنه څنګه ده ؟ وايي ویې وژنه."

یاده غونډه د جهاد او مقاومت له ارزښتونو څخه د خوندیتوب بهیر تنظیم کړې وه.

د غونډې وینا والو د کابل ښار پل محمود خان ته نږدې د ملي امنیت پر لسم ریاست حملې ته هم اشاره وکړه.

په دې حمله کې چې د حمل په ۳۱ مه وشوه، د یاد ریاست لسګونه کارکوونکي ووژل شول او څه باندې درې سوه په کې ټپیان شول.

په ورته وخت کې دیني عالم او د جهاد او مقاومت د ارزښتونو د خوندیتوب د بهیر غړي، مولوي امین اله پر حکومت انتقاد وکړ چې د دیني عالمانو ستونزو ته پام نه کوي:

"د ارګ او خلکو ترمنځ دې فاصله له منځه یوسي او زموږ اړیکې دې د حج اوقاف له وزارت سره نږدې کړي. له دینې عالمانو سره دې ښه چلند وشي او ستونزې دې واوریدل شي."

په دې اړه جمهور رييس اشرف غني په خپلو ویناګانو کې ویلي چې د دینې عالمانو درناوی د حکومت په لومړیتوبونو کې دی او هڅه کوي چې د ارګ او منبر ترمنځ واټن له منځه یوسي.

عبدالقیوم کوچی چې د جمهوري ریاست په استازیتوب په دغه غونډه کې حاضر وو، د حکومت له خوا یې د دې ژمنې د پوره کېدو ډاډ ورکړ:

"موږ هڅه کوو چې د دولت اړیکې له منبر سره خوندي وي او د دیني عالمانو درناوی وشي."

ښاغلي کوچي د خلکو د ذهنونو په رڼولو او سولې او ثبات کې د د یني عالمانو هڅې ګټورې وګڼلې او هیله يې وکړه چې دینې عالمان په دې برخه کې تبلیغ وکړي.

ده وویل، په هېواد کې د سولې له ټینګښت سره عدالت هم په رښتینې توګه تامینیدلی شي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG