د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۵

ولسمشر غني: اوس طالبان له خلکو او دیني علماو سره مخامخ دي


​د طالبانو په وړاندې د افغان حکومت له خوا د اوربند د پای ته رسېدو سره همهاله افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي چې طالبان اوس د ولس او د افغانستان او نړۍ له دینې عالمانو سره مخامخ دي.

د ښاغلي غني په خبره، د طالبانو په مقابل کې اوربند چې د ټولنې له بېلابېلو قشرونو سره تر سلا مشورو وروسته اعلان شو د سولې پر وړاندې یې ټول خنډونه لمنځه یوړل.

ده چې د شنبې په ورځ یې«۱۳۹۷کال چنګاښ۹» په کابل کې یوې خبرې غونډې ته خبرې کولې وویل چې د اختر په ورځو کې اوربند دا وښوده چې افغانان سوله غواړي او طالبان باید د خلکو دغه غوښتنه ومني.

نوموړي زیاته کړه:

"د خلکو لومړنۍ غوښتنه د جنګ پای ته رسېدل او د سولې ټینګښت دی ځکه سوله خیر او نعمت دی، طالبانو راشئ او د سولې اراده وکړئ دا بهرنی نه بلکې افغاني فشار دی دا د علماوو، خلکو او ښځو غوښتنه ده، علما درته قران مخکې کوي او خلک درته خپل اولادونه اوس پرېکړه له تاسو سره ده چې ملت وژنئ او که مثبت ځواب ورکوئ."

ښاغلی غني وايي، موقت اوربند له خلکو سره تر مشورو وروسته اعلان شو او په مهمو مسایلو کې د یوې وړې ډلې نه بلکې ملي ګټې په پام کې نیول کېږي.

افغان ولسمشر په دغه خبري ناسته کې په وضاحت سره وویل چې په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره ملي، سیمه ییزه او نړیواله اجماع رامنځته شوې او د سولې پروسه د هېڅ چا په انحصار کې نه ده.

ولسمشر محمد اشرف غني د یوې پوښتنې په ځواب کې چې ایا امریکا به هم د افغان حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ د سولې په خبرو کې شامله شي وویل، د سولې د خبرو پیل به د افغانانو تر منځ وي.

خو ده ټینګار وکړ چې د سولې د خبرو په دویم اړ دریم پړاو کې به امریکا، ناټو او د سیمې هېوادونه هم شامل شي چې په وینا یې د سولې خبرې یوازې د کاغذ پر مخ پاتې نشي بلکې په لازم شکل او سمې تطبیق شي.

ښاغلي غني وویل، د سولې او له طالبانو سره د مذاکراتو په اړه له پاکستان سره هم خبرې دوام لري او هیله یې وښوده چې مطلوبې نتیجې به ورکړي:

"خبرې مخته تللي او د کاغد پر مخ پرمختګونه رامنځته شوي او دا بهیر به دوام پیدا کړي، موږ تمه لرو چې دا به نتیجې ولري، تر کومه چې واضح نتایج تر لاسه کېږي چې د خلکو د قناعت وړ وي موږ خبرو او مذاکراتو ته دوام ورکوو."

افغان حکومت د لومړي ځل لپاره د روژې له ۲۷ نه د کوچني اختر تر پنځمې نېټې پورې د وسله والو طالبانو پر وړاندې اوربند اعلان کړ او وروسته يې بیا د لسو نورو ورځو لپاره هم دا موده وغځوله.

طالبانو که څه هم د اختر په دریو ورځو کې اوربند اعلان کړ، خو د دوام په اړه يې د حکومت او خلکو غوښتنو ته مثبت ځواب ونه وایه او د افغان ځواکونو پر وړاندې يې بیا حملې پیل کړي.

ولسمشر محمد اشرف غني که څه هم افغان ځواکونو ته د طالبانو پر وړاندې د عملیاتو د بیا پیل امر وکړ، خو ټینګار یې وکړ که طالبان اوربند ته لېواله وي حکومت به ورته مثبت ځواب ووايي.

راپور: محمد حدیث پردېس

پخواني معلومات

ولسمشر محمد اشرف غني له طالبانو سره یو اړخیز اوربند پای ته ورساوه.

ولسمشر غني نن په ارګ په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې وویل چې افغان سرتېري له دې وروسته اجازه لري چې خپل عملیات پیل کړي.

ښاغلي غني زیاته کړ چې له طالبانو سره د افغان حکومت اوربند ۹۸سلنه بریالی وو.

نوموړي زیاته کړه چې افغان حکومت بیاهم هر وخت چې طالبان وغواړي اوربند ته چمتو دی.

افغان حکومت د روژې له ۲۷ نېټې څخه د اختر تر پنځمې پورې د طالبانو پر وړاندې اوربند اعلان کړ او بیا یې تر لسو نورو ورځو پوري وغځاوه، خو وسله والو طالبانو یوازې د اختر په دریو ورځو کې اوربند اعلان او عملي کړ.

د افغانستان امنیتي ارګانونه وایي، د افغان حکومت په یو اړخیز اوربند سره هم په همدې موده کې د افغان ځواکونو تلفاتو کې کموالی راغلی دی.

XS
SM
MD
LG