د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۹

نورستانیان: که طالبان د سولې غږ ته مثبت ځواب ونه‌وایي، ولسونه به پاڅون وکړي


نورستانیان وایي، که چېرته وسله‌وال طالبان د سولې خبرو ته مثبت ځواب ورنه‌کړي، نو ولسونه به‌يې په وړاندې پاڅون وکړي.

د نورستان په واما ولسوالۍ کې د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د چنګاښ ۱۱» قومي مشرانو، دیني عالمانو او ځوانانو غونډه وکړه او په غونډه کې يې د ولسمشر غني له‌خوا د ترسره شوي اوربند ملاتړ وکړ او له وسله‌والو طالبانو يې هم وغوښتل چې باید د حکومت او ولسونو له‌خوا د سولې له پیل شویو هڅو سره خپل غږ شریک کړي.

دوو تنو ځایي اوسېدونکو په دې اړه وویل:

"زه لطف‌الله یم، له ۴۰ کالو افغان ولس کړېږي او خوشحاله ورځ‌يې نه‌ده لیدلې، غونډه کې د حرمینو د امامانو فتوا وستایل شوه چې په افغانستان کې روانه جګړه کومه اسلامي صبغه او رنګ نه‌لري، داخلي جنګونه دي او دې ته د جهاد نوم نه‌شو ورکولای. مرورو وروڼو ته‌يې بلنه ورکړه چې له جګړې تېر شي، باید سره یوځای کېنو او په سوله او ارام کې ژوند وکړو."

"ابو احمد محمدي یم، افغانان سولې ته دومره اړتیا لري، لکه یو تږی سړی یې چې اوبو ته لري، سوله یو الهي امر دی او هر ډول چې وي، افغانان د سولې غوښتونکي دي، طالبان او حکومت پلوه کسان ټول افغانان یوو او سره وروڼه یوو."

دوی وايي، له جګړو او ورور وژنو ستړي شوي او نور د جنګ او ویر زغم نه‌لري، نو دواوړو خواو ته په‌کار ده چې د جنګ پر ځای خپلې ستونزې د خبرو اترو له لارې هوارې کړي.

محمد مدني وايي:

"نور موږ له دغې جګړې تنګ شوي یوو، د زغملو توان‌يې نه‌لرو او دغه جګړه د افغانانو او د اسلام په ګټه نه‌ده، باید جګړه بنده شي او افغانانو ته د سوکاله ژوند تېرولو زمینه برابره شي."

په مشرانو جرګه کې د نورستان د خلکو استازی عبداللطیف نهضتیار چې دی هم د غونډې برخه‌وال و، ازادي راډیو ته وویل، ولسونو پرېکړه وکړه چې که چېرته طالبان د ولسونو او حکومت له‌خوا د سولې پیل شويو هڅو ته مثبت ځواب ورنه‌کړي او بیا هم په جګړې ټینګار وکړي، نو ولسونه به‌يې په ضد پراخ پاڅونونه وکړي.

نهضتیار وړاندې وویل:

"که چېرته سولې ته چمتو نه‌شول، نو د قرانکریم د هغه ایات په مصداق او استناد چې وايي (که چېرته د مسلمانانو دوه ډلې یو له بل سره په جګړه شي، نو ترمنځ‌يې سوله وغواړئ او که بیا هم کومې ډلې له سولې کولو ډډه کوله، نو د هغې خلاف باید خلک ودرېږي او تر هغه ورسره وجنګېږي چې څو سولې ته غاړه کېږدي) نو دیني عالمانو هم پرېکړه وکړه چې که وسله‌وال مخالفین له سولې کولو ډډه کوي، نو ټول به‌يې په خلاف وسله‌وال پاڅون کوو."

د نورستان په واما ولسوالۍ کې وروسته له هغه د اوربند او د سولې د هڅو ملاتړ کېږي چې له دې وړاندې په مالیزیا او کابل کې او له هغه وروسته د حرمینو امامانو په افغانستان کې روانې جګړې ته ورور وژنه او ناروا وویل او په جنګ کې له ښکېلو خواو يې وغوښتل چې د جګړو او وژنو پر ځای دې د سولې لاره خپله کړي.

راپور: روح‌الله انوري

XS
SM
MD
LG