د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۲

ولز: پر طالبانو فشارونه زیات شوي، څو د ولسمشر غني د سولې وړاندیز ومني


د امریکا د متحده ایالاتو یوه لوړپوړې ډیپلوماته وايي، پر طالبانو فشارونه زیات شوي، څو د افغان ولسمشر محمد اشرف غني له‌خوا د سولې د خبرو وړاندیز ومني.

د منځنۍ او جنوبي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله الېس ولز وايي، فکر کوي چې په زیاتېدونکې توګه دا نوره د طالبانو لپاره د منلو وړ نه‌ده چې د سولې لپاره خبرې ونه‌کړي.

نوموړې کابل ته د سفر پر مهال ویلي، دا مهال د خبرو اترو له لارې د یوه سیاسي جوړجاړي په وړاندې خنډ طالب مشران په ځانګړې توګه، هغه طالب مشران دي چې په افغانستان کې نه‌اوسېږي.

ولز د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لوړپوړې ډیپلوماته ده چې د افغانستان په چارو کې دخیله ده.

په افغانستان کې له وسله‌والو طالبانو سره د سولې لپاره هیلې وروسته له هغې زیاتې شوې چې دې وسله‌والې ډلې د اختر په درېیو ورځو کې د حکومتي ځواکونو په وړاندې اوربند عملي کړ، په دې ورځو کې طالب جنګیالي ښارونو ته ننوتل او هلته‌یې عامو خلکو او حکومتي ځواکونو سره په شریکه اختر ولمانځه.

که څه هم طالبانو د اختر له پای ته رسېدو سمدستي وروسته بېرته جګړې ته مخه کړه، خو دې کار له دې وسله‌والې ډلې سره په کور دننه او بهر د سولې لپاره هیلې او په عین حال کې د خبرو اترو د پیل لپاره فشارونه زیات کړل.

امریکايي ډیپلوماته الېس ولز
امریکايي ډیپلوماته الېس ولز

الېس ولز وايي:

"د سولې سره هغه ملاتړ چې موږ په دې موده کې نه‌یوازې د عامو افغانانو، بلکې د طالب قوماندانانو او د دوی د جنګیالیو له‌خوا ولید، بې‌ساری و."

په افغانستان کې د سولې د هڅو یو فعال انتظار خادم وايي، د افغانستان جګړه په یو داسې ټپه ولاړ حالت کې ده چې ګټونکی او بایلونکی نه‌لري.

نوموړي وویل، که افغان حکومت سولې ته چمتو دی، نو وسله‌وال طالبان هم له خبرو پرته بله لاره نه‌لري.

دی زیاتوي:

"دا حالت چې اوس ورسره طالب مخ دی، لکه د پاکستان سره د اړیکو خړ پړوالی، د امریکا مطلق فشار، له طالبانو څخه د افغانستان د خلکو غوښتنه، د افغانستان د حکومت د سولې هر اړخیز وړاندیز، که دا سیاسي، مذهبي، دودیز او نور فشارونه پرې دوام وکړي، طالبان دا اوسنی خوځښت تل روان نه‌شي ساتلی."

خو ښاغلي خادم زیاته کړه چې لا هم له دواړو لورو سره نور کار او همدارنګه په دواړو خواوو کې انعطاف ته اړتیا ده، څو د سولې خبرې پیل شي.

هغه څه چې وسله‌وال طالبان‌یې د سولې د خبرو د پیل په وړاندې خنډ بولي، هغه د بهرنیو ځواکونو موجودیت دی، خو د منځنۍ او جنوبي اسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو مرستیاله الېس ولز وايي، د امریکا هغه وړاندیز چې د سولې په خبرو کې به برخه اخلي او په افغانستان کې به د نړیوالو ځواکونو پر راتلونکي بحث وکړي، د خبرو اترو سره د طالبانو د مخالفت ټول توجیهات لیرې کړي.

د سولې فعال انتظار خادم چې تازه په اسلام‌اباد کې د افغانستان د سولې په اړه له یوه نړیوال کنفرانسه ستون شوی، وايي چې که طالبان له امریکا سره په مخامخ خبرو ټینګار کوي، دا غوښتنه پوره کول‌یې هم ناممکن ده او امریکا، افغان حکومت او طالبان کولای شي چې درې اړخیزې خبرې وکړي.

د ښاغلي خادم په وینا، په دې برخه کې په وروستیو کې د امریکا لوري ته انعطاف لیدل کېږي.

انتظار خادم
انتظار خادم

نوموړي وویل:

"انعطاف په واشنګټن کې لیدل کېږي، د ټرمپ له پالېسۍ داسې ښکاري چې نوموړی افغانستان کې یو جوړجاړی غواړي او دا جوړجاړی باید وشي."

الېس ولز د افغانستان په سوله کې د ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه، د پاکستان رول مهم بولي.

د ښاغلي خادم په وینا، پاکستان هغه هېواد چې افغان حکومت‌یې د وسله‌والو طالبانو ملاتړی بولي، هم په دې وروستیو کې د نړیوالې ټولنې له زیاتېدونکي فشار سره مخ دی، څو د افغانستان په سوله کې رغنده رول ولوبوي.

ولسمشر غني د شنبې په ورځ وویل چې له پاکستان سره هم د سولې په برخه کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.

XS
SM
MD
LG