د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۱

کابل د سعودي د غونډې له پیغامونو هرکلی کوي


په سعودي عربستان کې د اسلامي هېوادونو د علماوو له ناستې سره هم‌مهاله د افغانستان جمهوري ریاست تمه ښيي چې د جګړې ښکېلې ډلې به د دغې ناستې فتوا ته اهمیت ورکړي او په افغانستان کې به جګړه پای ته ورسوي.

د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د چنګاښ ۱۹» یوې خبري ناستې ته وویل چې په دغه ناسته کې به علما د سولې لپاره روښانه پیغام ولري.

نوموړي زیاته کړه چې د علماوو دغه اقدمات او فتوا کولای شي په هېواد کې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره ګټور ثابت شي.

شاه حسین مرتضوي
شاه حسین مرتضوي

ښاغلی مرتضوي زیاتوي:

"د نن او سبا ناسته چې د اسلامي نړۍ د عالمانو له لوري په سعودي عربستان کې جوړېږي دوی به د افغانستان سولې په تړاو روښانه پیغام ولري، د افغانستان حکومت د سولې له دا ډول پیغامونو تل هرکلی کړی او موږ هیله‌مند یو، کومې مخالفې ډلې چې افغان حکومت سره په جګړه کې دي هغوی هم دغه فتوا ته اهمیت ورکړي او جګړه پای ته ورسوي."

د ښاغلي مرتضوي په وینا، وسله‌وال طالبان د اسلام په نوم جنګېږي او د افغان علماوو وروستۍ فتوا د دغې جګړې مشروعیت واضح کړ.

د نوموړي په وینا، وروسته له هغه چې افغان عالمانو د افغانستان جګړه حرامه وبلله، سلګونه وسله‌والو طالبانو له دغې ډلې خپلې لیکې بېلې کړي.

د اسلامي نړۍ د عالمانو ناسته چې د بحث وړ موضوع‌یې د افغانستان سوله ده د سې شنبې په ورځ د سعودي عربستان په جدې ښار کې پیل شوه چې دوه ورځې به دوام وکړي.

په غونډه کې د افغانستان د دیني عالمانو د یوه لوی پلاوي په ګډون، د ۳۷ اسلامي هېوادونو دیني عالمان برخه اخلي.

په دغې ناسته کې وسله‌والو طالبانو ته هم بلنه ورکړل شوې ده، خو وسله‎‌وال طالبان نه‌ورځي او مخکې له مخکې یې دا غونډه رد کړې ده.

تر دې وړاندې د افغانستان د سولې عالي شورا ویاند سید احسان طاهري ویلي چې په دغه ناسته کې له وسله‌والو طالبانو سره د سولې د خبرو اترو د پیل تمه لري.

د اسلامي همکاریو سازمان هم په یوه انلاین خپره شوې بیانیه کې ویلي چې دیني عالمان به د ترورېزم او افراطیت ټولو ډولونو سره د مبارزې لپاره اسلامي اصول په ډاګه کړي.

په سعودي عربستان کې د افغانستان د جګړې په اړه د اسلامي نړۍ د عالمانو دغه ناسته په ‎داسې مهال ترسره کېږي چې له دې وړاندې په کابل اندونیزیا او ازبکستان کې هم د افغانستان د ستونزې په اړه لويې غونډې ترسره شوې دي.

له بلې‌خوا د مشرانو جرګې لومړي مرستیال محمد علم ایزدیار د سې شنبې د ورځې په عمومي ناسته کې وویل چې د سعودي عربستان په ناسته کې باید د ترورېستانو پر ملاتړو فشارونه زیات شي.

محمد عالم ایزدیار
محمد عالم ایزدیار

نوموړي زیاته کړه:

"دا یو لوی طلایي چانس دی، ټولو مسلمانانو، افغان حکومت او د حکومت مخالفو ډلو ته، تر څو ترې ګټه پورته کړي او ترې سرغړونه ونه‌کړي."

نوموړی وايي، په دغه ناسته کې باید له یوې خوا د افغانستان د حکومت او خلکو په وړاندې د جګړې د حرام ګڼلو فتوا ورکړل شي او له بلې‌خوا د ناستې ګډونوال باید د ترورېزم په ملاتړ کوونکو هېوادونو فشارونه زیات کړي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG