د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۶

طاهري: افغان پلاوی د سولې په اړه د سعودي غونډې ته له یوه روښانه پيغام سره ورځي


ټاکل شوې چې سبا سې شنبه د اسلامي نړۍ د علماوو کنفرانس د سعودي عربستان په جده ښار کې ترسره شي.

په دې وروستیو کې د افغان حکومت له لوري د جګړې د پای ته رسېدو او د سولې د خبرو د پیل لپاره تر بل هر وخت هیلې زیاتې شوي، اوس د افغانستان د سولې عالي شورا وايي چې د اسلامي نړۍ د عالمانو غونډه به د دې بهیر له پیل سره زیاته مرسته وکړي.

د دغې شورا ویاند احسان طاهري د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د چنګاښ ۱۸» ازادي راډيو ته وویل چې افغان پلاوی دغه ناستې ته له یوه روښانه پيغام سره ورځي چې د افغانانو د سولې غږ او د افغانستان فتوا ده او په خبره‌یې دوی له دې ناستې وسله‎والو طالبانو سره د سولې د خبرو اترو د پیل لپاره هم هیلې لري.

سید احسان طاهري
سید احسان طاهري

ښاغلي طاهري زیاته کړه:

"دا لومړی ځل دی چې د نړۍ په کچه د اسلامي نړۍ عالمان د افغانستان د سولې په اړه راغونډېږي چې دا زموږ او د افغانستان د سولې لپاره یوه لویه لاسته راوړنه او لوی ملاتړ دی، افغان پلاوی دې ناستې ته د افغانانو د سولې غږ لېږدوي، په دې ناسته به له شکه پرته د افغان سولې په اړه اسلامي بحث وشي، دا د افغانستان د راتلونکي، د افغان حکومت او وسله‎والو طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو د پیل لپاره ډېره مهمه ده."

د اسلامي نړۍ د عالمانو دغه غونډه چې په افغانستان کې روانه جګړه‌يې د بحث مهم ټکی دی او سبا د سې شنبې په ورځ د سعودي عربستان په جده او مکه مکرمه ښار کې پیلېږي دوه ورځې دوام کوي.

د افغانستان د یو پلاوي په ګډون په‎دې ناسته کې د اسلامي نړۍ ۱۲۰ عالمان برخه لري.

د سولې عالي شورا وايي، هیله لري چې په‎دې ناسته کې د وسله‎والو طالبانو استازي هم برخه واخلي.

خو وسله‎والو طالبانو په‎دغې غونډه کې خپل ګډون رد کړی او له افغان عالمانو يې هم غوښتنه کړې چې په‎دې غونډه کې دې برخه نه‌اخلي.

د تېر کوچني اختر په شپو ورځو کې د افغان حکومت او وسله‎والو طالبانو ترمنځ لنډ مهاله اوربند چې د نړۍ او سیمې له تود هرکلي سره مخ شو، په‎دغه هېواد کې يې د سولې د مخامخ خبرو د پیلېدو لباره هیلې زیاتې کړي.

تر دې اوربند وروسته د ازبکستان او سعودي عربستان په ګډون یو شمېر هېوادونو چمتووالی وښود چې د افغان حکومت او وسله‎والو طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو د پیلېدو په برخه کې مرستې وکړي.

له دې سره تېره ورځ د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف کابل ته د خپل سفر او د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار محمد حنیف اتمر سره د لیدلو پر مهال د افغانستان د سولې په اړه خبرې کړې دي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا د دفتر ویاند قادرشاه وايي، ښاغلي اتمر په‎دې ليدنه کې ویلي چې د افغانستان د سولې په اړه د ازبکستان مرسته اړینه ده او له یاد هېواده‌يې په‎دې برخه کې د زیاتې مرستې غوښتنه کړې ده.

قادر شاه
قادر شاه

نوموړی وايي:

"افغانستان ته د ازبکستان د بهرنیو چارو د وزیر د سفر هدف دا وو چې د سولې او سیمه‎ییزو همکاریو په ټینګښت کې د دواړو هېوادونو د همغږیو او همکاریو پیاوړتیا نور قوت هم پیدا کړي، که په همدې ډول یا همدې ته ورته په بل فارمټ کې وسله‎وال طالبان دې ته لېوالتیا ولري چې د ازبکستان له همکاریو ګټه واخلي، افغان حکومت به له دې څخه ملاتړ وکړي."

په سعودي عربستان کې د افغانستان د جګړې په اړه د اسلامي نړۍ د عالمانو دغه ناسته په‎داسې مهال ترسره کېږي چې له دې وړاندې په کابل اندونیزیا او ازبکستان کې هم د افغانستان د ستونزې په اړه لويې غونډې ترسره شوې دي.

په ورته وخت کې د افغانستان د ولسي جرګې یو شمېر غړي وايي، هغه پرېکړې چې د افغانستان په اړه په بېلابېلو کنفرانسونو کې کېږي باید د شعار تر کچې پاتې نه‎شي.

د ولسي جرګې منشي عرفان‌الله عرفان وايي چې افغانان د سولې تږي دي او که افغان حکومت د سعودي عربستان له ناستې سمه استفاده ونه‎کړي، دا ناسته به هم د تېر په څېر د افغان جګړې د پای ته رسېدو په برخه کې بې‌ګټې وي.

راپور: اکرام‌الله اکرام

XS
SM
MD
LG