د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۱

راتلونکې اوونۍ دیني علماء په سعودي کې د افغان سولې په اړه غونډه کوي


د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، په سعودي عربستان کې د افغان جګړې په اړه د نړۍ د دینې عالمانو ناسته راتلونکې اوونۍ جوړېږي.

د افغانستان د سولې عالي شورا هیله مندي ښي چې د سعودي عربستان په ناسته کې د طالبانو استازي هم ګډون وکړي څو د اسلامي نړۍ له دیني عالمانو سره د جګړې د دوام په اړه خپل لیدلوری شریک کړي.

د دغې شورا ویاند سید احسان طاهري وايي، دا چې په دغه ناسته کې طالبانو ته د ګډون بلنه ورکړل شوې او که نه معلومات نه لري، خو وايي، یاده ناسته د افغانانو لپاره لویه لاسته راوړنه ده.

د ښاغلي طاهري په خبره په سعودي عربستان کې د دیني عالمانو دوه ورځنې ناسته به راتلونکې اوونۍ د جدې او مکې په ښارونو کې جوړه شي.

سید احسان طاهري
سید احسان طاهري

​نوموړي زیاته کړه:

"د افغانستان د سولې او ثبات لپاره د اسلامي علماوو نړیواله ناسته به راتلونکې اوونۍ په سعودي عربستان کې جوړه شي، موږ هیله لرو چې د طالبانو علماء به هم هلته ګډون وکړي تر څو د جګړې په اړه ورسره دیني بحث وشي."

که څه هم ښاغلی طاهري د یادې ناستې د دقیقې نېټې په اړه څه نه وايي، خو د سعودي عربستان یو شمېر رسینو ویلي چې د علماو دغه غونډه به د راتلونکې اوونۍ د سې شنبې او د چهارشنبې په ورځو کې جوړه شي.

په دغه ناسته کې د ګډون لپاره له افغانستان څخه هم د علماوو څلوېښت کسیز پلاوی سعودي عربستان ځي.

د سولې د عالي شورا د معلوماتو له مخې د سعودي عربستان په ناسته کې له ۳۳ هېوادونو شااوخوا ۱۵۰ دیني عالمان او مفتیان ګډون کوي او د بحث تمرکز به یې یوازې د افغان سولې او جګړې په اړه وي.

طالبانو بیا د یوې اعلامیې په خپرولو سره د سعودي عربستان ناسته غندلې او هغه د امریکا په فرمایش جوړېدونکې ناسته بللې ده.

په سعودي عربستان کې دغه ناسته په داسې حال کې جوړېږي چې تازه د سولې د عالي شورا د دارالانشاء مشر اکرم خپلواک د ولسي جرګې یوې غونډې ته ویلي چې په راتلونکې اوونۍ کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو د پیلېدو امکان شته.

خو طالبانو بیا د جمعې په ورځ رسنیو ته په استولي پیغام کې له افغان حکومت سره د مخامخ خبرو د پیلېدو خبره رد کړې ده.

طالبان
طالبان

د طالبانو په پیغام کې راغلي چې افغان حکومت غواړي د داسې اوزو په خپرولو سره د خلکو ذهنونه مغشوش کړي.

له دې ټولو سره ـ سره د سیاسي چارو یو شمېر افغان کارپوهان وايي دا چې د اسلامۍ نړۍ استازي د سعودي عربستان په ناسته کې د افغان جګړې د پای ته رسېدو په اړه واحد دریځ اعلان کړي دا به پر طالبانو د سولې لپاره د اسلامي نړۍ د فشارونو ښه پیلامه وي.

د سیاسي چارو افغان کارپوه نجیب ننګیال وویل:

"طبعي ده چې دا د طالبانو لپاره هم یو چلنج دی، دوی خو د افغان علماوو خبره ومنله او د درې ورځو لپاره یې اوربند اعلان خو اوس به ولیدل شي چې د اسلامۍ نړۍ د استازو غوښتونو ته څنګه ځواب وايي،دوی به حتماً د جګړې د درېدو غوښتنه ومني ځکه دا نه شي کېدای چې ټول دې په ناحقه وي او یوازې طالبان دې په حقه وي."

د ښاغلي ننګیال په خبره که څه هم اسلامۍ نړۍ لږ په ځنډ د افغان جګړې په اړه خپل غږ پورته کړ، خو بیا هم د دوی فشار کولای شي چې طالبانو د سولې خبرو ته حاضر کړي.

نوموړی وايي، اوس په افغانستان کې د سولې د ټینګښت او د جګړې د درېدو لپاره کلي اجماع رامنتځه شوې او طالبان نه شي کولای چې دا هر څه بابیزه وګڼي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG