د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۵

افغان حکومت: د بروکسل په ناسته کې به د سولې د بهیر په پیاوړتیا خبرې وشي


افغان حکومت وايي، د بروکسل په ناسته کې به د افغان ځواکونو د ملاتړ سربېره د سولې د بهیر په پیاوړتیا هم هر اړخیزې خبرې وشي.

په افغانستان کې د جګړې د درېدو او د سولې د ټینګښت د هڅو په دوام افغان حکومت وايي، د بروکسل په ناسته کې به نړیوال د افغان سولې له هڅو هم خپل ملاتړ اعلان کړي.

د اجرائیه ریاست ویاند مجیب الرحمان رحیمي د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د بروکسل په ناسته کې به د افغان ځواکونو د ملاتړ سربېره د سولې په برخه کې د رامنځته شویو پرمختګونو په اړه هم هر اړخیز بحث وشي.

د ښاغلي رحیمي په خبره، د حکومت دواړه مشران ولسمشر او اجرائیه رئیس به په دغه ناسته کې د افغانستان په استازیتوب ګډون وکړي.

د اجرائیه ریاست ویاند مجیب الرحمان رحیمي
د اجرائیه ریاست ویاند مجیب الرحمان رحیمي

نوموړي وویل:

"د بروکسل په ناسته کې به د ناټو غړي هېوادونه دافغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې له طرحې بیا خپل ملاتړ اعلان کړي، د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې د هڅو دوام او روغه جوړه زموږ رسمي سیاست هم دی او په دې برخه کې چې کوم پرمختګونه رامنځته شوي، په دغه ناسته کې به ترې هرکلی وشي."

د ناټو سرمشریزه به د روانې اوونۍ د پنجشنبې په ورځ د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې د دوو ورځو لپاره جوړه شي.

وړاندې په سیاسي چارو کې د ناټو د سرمنشي مرستیال جيمز اپاتورای له ازادي راډیو سره په یوې مرکه کې ویلي وو چې په ‎دې سرمشریزه کې به له ولسمشر اشرف غني سره د سولې پر وړاندیز او ابتکار بحث وشي، څو د افغانستان د ستونزې لپاره یوه سیاسي حل‎لاره وموندل شي.

د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله هم د دوشنبې په ورځ د وزیرانو شورا تر غونډې دمخه خبریالانو ته ویلي وو چې افغان حکومت د ناټو د سرمشریزې نتایجو ته هیله‌ مند دی.

د نړیوالو چارو یو شمېر افغان کارپوهان وايي، د سعودي او بروکسل ناستې دا مسئله واضح کوي چې نړۍ په افغانستان کې د جګړې د درېدو او د سولې د ټینګښت لپاره اراده لري.

د نړیوالو چارو افغان کارپوه انتظار خادم
د نړیوالو چارو افغان کارپوه انتظار خادم

د نړیوالو چارو افغان کارپوه انتظار خادم وویل:

"د بروکسل د ناستې توپیر له نورو ناستو سره دا دی چې په دغه ناسته کې به د جګړې پرځای پرسولې ډېر تمرکز کېږي، کېدای شي چې د پاکستان په ګډون د هغو اړخونو په اړه چې په افغان جګړه کې ښکېل دي، داسې طرحه هم جوړه شي چې څنګه دوی د سولې د ټینګښت په برخه کې رول ولوبوي."

د ښاغلي خادم په خبره، په افغانستان کې دننه د سولې د ټینګښت لپاره تقریباً ټول خنډونه له منځه وړل شوي او اوس د افغان سولې د ټینګښت په برخه کې د نړیوالو هڅې هرو مرو مثبته نتیجه ورکولای شي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG