د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۸ چنګاښ ۱۴۰۵ کابل ۰۴:۰۴

افغانستان

وقاد: د سعودي غونډه به د طالبانو د جګړو د دوام دریځ بدل کړي

د افغانستان د سولې عالي شورا خوشبیني ښیي چې د سعودي عربستان غونډه به د طالبانو د جګړو د دوام دریځ بدل کړي.

د دغې شورا یو غړی قاضي امین وقاد تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل چې اوس ټول اړخونه په‎دې باور دي چې د افغانستان جګړې شرعي توجیه نه‎لري، نو د ده په خبره طالبانو ته به ستونزمنه وي چې د اسلامي هېوادونو په مقابل کې ودرېږي.

نوموړی وايي:

"طالبانو ته به ستونزمنه وي چې د ټولو اسلامي هېوادونو یا امت د عالمانو پر وړاندې ودرېږي، داسې دریځ به د دوی لپاره ستونزمن وي. که دا کار کوي نو دوی به له نورو فتواوو او انتقادونو سره مخامخ شي. زه فکر کوم طالبان ځیرک خلک دي او په‎دې مسایلو پوهېږي، نو ځکه دغه غوښتنې به ومني او په تدریج به خبرو ته داخل شي."

ټاکل شوې د افغانستان د عالمانو شورا د مشر قیام‌الدین کشاف په مشرۍ شااوخوا ۳۰ کسیز پلاوی په دغه دوه ورځنۍ غونډه کې ګډون وکړي.

د دې کنفرانس لومړۍ ورځ نن په جده او دوهمه ورځ په مکه مکرمه کې ترسره کېږي چې د افغانستان تر څنګ د ۳۷ اسلامي هېوادونو دیني عالمان وربلل شوي دي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

WHO: په څه باندې یوه اونۍ کې اروپا کې د سختې تودوخې اړوند له ۱۳۰۰ څخه زیاتې مړینې ثب شوې دي

د روغتیا نړیوال سازمان WHO ویلي چې د جون له ۲۱مې راهیسې په اروپا کې د سختې تودوخې د بې‌ ساري څپې په تړاو له ۱۳۰۰ څخه زیاتې مړینې ثب شوې دي.

د WHO مشر ټیډروس ادهانوم ګبریسوس پرخپله ایکسپاڼه لیکلي، چې د تودوخې فشار یو" غلی وژونکی" دی. هغه له اروپايي هېوادونو وغوښتل چې د اقلیمي بدلون په وړاندې د روغتیا ساتنې لپاره د " تودوخې روغتیا عملي پلانونه تطبیق کړي."

د فرانسپرس آژانس د راپورله مخې د سختې ګرمۍ اړوند ډیرې مرینې په فرانسه کې ثبت شوي او ویل شوي چې د جون له ۲۴ راهیسې په دې هیواد کې زر نور کسان چې د اکثرو عمرونه یې له ۶۵ زیات ښودل شوي، مړه شوي دي.

په ډیرو اروپایي هیوادونو کې د تودوخې درجه تر ریکارډ کچې ثبت شوې ده. د چک جمهوريت د پلازمینې پراګ په شمالي برخه کې نژدې ۴۲ درجې د سانټیګراد، د پولنډ په سلوبیڅه ښارکې ۴۰،۵ درجې د سانټیګراد او په جرمني کې ۴۱،۷ درجې د سانټیګراد ثبت شوې ده.

اټکل کیږي چې را روانه یکشنبې به په اروپا کې لږترلږه ۱۹۱ ملیون کسان لږترلږه د تودوخې ۳۵ درجې د سانټیګراد تجربه کړي.

د افغانستان په ځینو سیمو د پاکستان هوايي بریدونه؛ ګڼو ملکیانو ته د مرګژوبلې د اوښتو راپورونه خپاره شوي

امبولانس او د ټپیانو انتقال
امبولانس او د ټپیانو انتقال

د راپورونو له مخې پاکستاني پوځ یو وار بیا د افغانستان په ځینو سیمو هوایي بریدونه کړي.
په پکتیا، پکتیکا، کونړ او ننګرهار کې د ډیورنډ کرښې ته نږدې ځینې سیمې د یکشنبې شپې ناوخته بریدونو کې ویشتل شوي.

د پکتیا د څمکنیو له روغتونه ازادي راډیو ته رسېدلې ویډیوګانې ښيي چې ګڼ ټپیان او جسدونه روغتون ته وړل شوي چې پکې ګڼ ماشومان هم لیدل کېږي.

روغتیاپالان د لسګونو کسانو د مرګژوبلې خبره کوي.

ازادي راډیو په خپلواکه توګه د مرګژوبلې ارقام نه شي تاییدولی.


د افغانستان او قرغزستان تر منځ د «سوداګرۍ شورا» رامنځته شوه

د افغان او قرغز سوداګرو غونډه
د افغان او قرغز سوداګرو غونډه

د افغانستان او قرغزستان تر منځ د «سوداګرۍ شورا» د رامنځته کولو هوکړه لاسلیک شوه.

په قرغزستان کې افغان سفارت چې د طالبانو په کنټرول کې دی په یوه بیان کې لیکلي دا هوکړه د یکشنبې په ورځ د افغانستان او قرغزستان د اقتصادي همکاریو د نړیوال فورم د ناستې پر مهال وشوه.

د دې هوکړې هدف د دواړو هېوادونو د سوداګرو تر منځ د مستقیمو اړیکو پياوړتیا، ګډ نوښتونه او نورې ګډې همکارۍ بلل شوي.

افغان او قرغز سوداګرو په دې غونډه کې د تجارتي او اقتصادي همکاریو په پراختیا باندې ټینګار وکړ.

که څه هم له روسیې پرته د نړۍ هېڅ هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی خو د منځنۍ اسیا ګڼو هېوادونو له افغانستان سره سوداګريزې اړیکې پراخې کړي.

د طالبانو حکومت ویلي چې ۲۰۲۵ کال کې له منځنۍ اسیا سره د سوداګرۍ کچه دوه میلیارد او ۷ سوه میلیون ډالرو ته رسېده او دوی هڅه کوي چې تر ۴ نورو کلونو دا کچه ۱۰ میلیاردو ډالرو ته ورسوي.

اوچا: ۲۰۲۵ کال کې وچکالي په افغانستان کې ۳،۴ ملیونه وګړي اغیزمن کړي دي

د ملګروملتونو د بشري چارو د همغږۍ اداره اوچا وايي چې په ۲۰۲۵ کال کې په افغانستان کې وچکالۍ په دولسو ولایتونو کې ۳،۴ ملیونه وګړي اغیزمن کړي او د ځمکې لاندې اوبو کچه ترټولو ټیټې یعنې دیرش سلنې ته راکښته شوې چې د خلکو پرمعیشت یې سخت اغیزکړی دی.

اوچا د یکشنبې په ورځ د چنګاښ په اومه پرخپله ایسکپاڼه کې لیکلي چې د دې کال بارانونو یو څه ښه والی راوستی، خو یو ښه فصل د پنځو کلونو وچکالۍ نه شي جبرانولای. د اوچا په خبره په ټول افغانستان کې ټولنې لا هم د اوبو د سرچینو له کمښت، د اقلیمي فشارونو له زیاتوالي او د راتلونکي فصل له ناڅرګندتیا سره مخ دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت، یوناما تیره میاشت پرافغانستان د اقلیم د بدلون اغیزو ته په اشاره ویلي و چې د اوبو کمی او وچکالي د دې هیواد په وړاندې ترټولو لوی ګواښ دی. د یوناما په خبره د افغانستان د نفوس نیمايي برخه د وچکالي او د اوبو د کموالي تر اغیزلاندې دي او دوامداره وچکالي به پرکرنې چې په کلیوالي سیمو کې د ژوند د ملا تیر ګڼل کیږي، سخت اغیز وکړي.

د هندوکش په غرو نو کې زلزلې پاکستان کې زیانونه پیښ کړي دي

آرشیف
آرشیف

د افغانستان د هندوکش په غرونو کې د شنبې د ورځې زلزلې د پاکستان په بلوچستان کې ایالت کې خلکو ته ځاني او مالي زیانونه رسولي دي.

دغې زلزلې چې شدت یې د ریښتر په حساب ۶ اعشاریه ۲ درجې او مرکز یې د بدخشان ولایت په جرم ولسوالي کې د مځکې له سطحې ۸۱ کیلومتره لاندې و، د افغانستان ترڅنګ پاکستان، منځنۍ اسیا او د هند شمالي برخې ولړزولې.

د افغانستان د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې ویلي، تر اوسه د مرګ ‌ژوبلې یا مالي زیان رسمي راپور نه دی ترلاسه شوی، خو ارزونې روانې دي.

د رویترز د راپورله مخې د پاکستان د بلوجستان ایالت په موسي خیل ولسوالۍ کې د دې زلزلې له امله تر ۲۰ ډېر کسان ټپیان شوي او شاوخوا ۱۲۵ کورونه زیانمن شوي دي.

په افغانستان کې په ځانګړي ډول د هندوکش په غرونو کې ډیرې زلزلې کیږي.

په اپرېل میاشت کې په بدخشان ولایت د ریښترپه کچه د ۵،۸ درجې درجې زلزلې له امله ۱۲ کسان مړه شول. د ۲۰۲۵ کال په اګست کې د هېواد په ختیځ کې د ریښتر په کچه ۶ درجې زلزلې له امله له ۲۲۰۰ زیات کسان مړه او په سلګونو کورونه ویجاړشول او ترهغې څو اوونۍ وروسته، د ۶،۳ درجې بلې زلزلې د افغانستان په شمال کې کې لږ تر لږه ۲۷ کسان ووژل.

د بریټانیا د کورنیو چارو وزارت د پناه غوښتونکو لپاره نوې قانوني او خوندې لارې اعلان کړې

د بریټانیا د کورنیو چارو وزارت د پناه غوښتونکو لپاره نوې قانوني او خوندې لارې اعلان کړې.

د دغه وزارت په خبره، "پوهنتونونه، ټولنیز ډلې او سوداګریز شرکتونه کولی شي هغه کډوال مالي ملاتړ کړې چې بریټانیا ته راتلو غوښتنه کوي".

د سپانسر له لارې بریټانیا ته تګ هغه تګلاره ده چې له دې وړاندې کاناډا د پناه غوښتوونکو لپاره کارولې ده.

د بریټانیا د کورنیو چارو وزیره شبانه محمود وايي، "نوی سیستم به اصلي او رښتني کډوال وساتي".

محمود د همدې روان کال په پیل کې د ډنمارک له تجربې په استفادې د پناه غوښتنې په سیستم کې لوی بدلونونه راوستل چې له مخې يې د کډوالۍ د اسنادو د ترلاسه کیدو موده دوه برابره شوه.

د کورنیو چارو وزارت په خبره، دغه نوی لارې به راتلونکی کال پرانستل شي.

له دې وړاندې بریټانیا افغان کډوالو ته د هر ډول ویزې ورکړه بنده کړې وه.

لا معلومه نه ده چې افغان کډوال د دغه نوي سیتسم له لارې بریټانیا ته راتلی شي او کنه.

د تمدن ټلویزیون چارواکي ادعا لري چې طالبانو يې دوه کارکوونکي نیولي

په کابل کې د تمدن ټلویزیون ادعا لري چې طالبانو يې دوه کارکوونکي محمد رحمتي او رضا احساني نیولي.

دغه ټلویزیون د شنبې په ورځ پر خپلې فېسبوک پاڼې په یوه اعلامیه کې ادعا کړې چې،" دغه دوه کسان د طالبانو د عدلیه وزارت په امر شپږ ورځې وړاندې نیول شوي".

تراوسه د طالبانو حکومت په دې اړه څه ویلي نه دي.

تمدن ټلویزیون له دې وړاندې اعلان کړی و چې طالب چارواکو يې پر دفتر برید کړی او د دغه ټلویزیون نشرات يې بند کړې دي.

د دې ټلویزیون مشر جواد محسني مخکې ویلي و چې د تمدن ټلویزیون قضیه په دولتي ځمکو کې په ودانیو پورې اړه لري او په ځانګړې محکمه کې تر څیړنې لاندې ده.

 د افغان ښځینه کرکټ لوبډلې د بریټانیا د وسله والو ځواکونو ښځینه کرکټ لوبډلې څخه ماتې وخوړه

افغان ښځینه کرکټ لوبډله
افغان ښځینه کرکټ لوبډله

د افغان ښځینه کرکټ لوبډلې د بریټانیا د وسله والو ځواکونو ښځینه کرکټ لوبډلې څخه ماتې وخوړه.

دغه لوبه چې د شنبې په ورځ په فینرز لوبغالی کې ترسره شوه، افغان لوبډله ونه توانیده ورکړل شوی هدف پوره کړې.

د بریټانیا د وسله والو ځواکونو ښځینه کرکټ لوبډلې په شلو اورونو کې ۱۴۹ منډې وکړې.

خو افغان ښځینه لوبډلې په شلو اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځیدو سره ۹۷ منډې وکړې چې له ورکړل شوي هدف لیرې وې.

د افغان ښځینه کرکټ بل لوبه د کمبریج پوهنتون د لوبډلې په وړاندې ده.

دغه لوبې په بریټانیا کې د افغان ښځینه لوبډلې د روزنیز سفر یوه برخه ده.

طبیعي پېښو په تیرو دوو ورځو کې پنځه کسان مړه کړي

له طبیعي پېښو سره د مبارزې ملي اداره وايي،" د طبیعي پېښو له کبله په څو ولایتونو پنځه کسان مړه شوي".

د دغه ادارې ویاند یوسف حماد د شنبې په ورځ د یوې ویډیو په خپرولو سره ویلي،" په تیرو دوو ورځو کې په کابل، کندهار، زابل، سمنګان، تخار، ننګرهار، لغمان او کونړ کې د سیلابونو، توپان او د شدیدو بارانونو له کبله خلکو ته مالي او ځاني زیان اوښتی دی".

د هغه په ټکو، دغه وروښتونو په زرهاوو جریبه کرنیز ځمکه هم ویجاړې کړې ده.

د روان کال له پیل راهیسې وروښتونو او سیلابونو افغانان سخت زیانمن کړې دي.

یوې شدیدې زلزلې افغانستان او شاوخوا هیوادونه ولړزول

ارشیف. پخوانی تصویر
ارشیف. پخوانی تصویر

یوې نسبتاً شدیدې زلزلې، چې شدت یې د ریښتر په حساب ۶ اعشاریه ۲ درجې و، د افغانستان ترڅنګ پاکستان، منځنۍ اسیا او د هند شمالي برخې ولړزولې.

د دې زلزلې مرکز د افغانستان د هندوکش په غرونو کې د بدخشان ولایت په جرم ولسوالي کې د مځکې له سطحې ۸۱ کیلومتره لاندې و.

د دې زلزلې ټکانونه په چین، تاجکستان، ازبکستان قرغیزستان او ترکمنستان کې هم احساس شوي دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG