د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۵

په غزني کې پر پاکستاني چرګانو بندیز، ولسي خلک خوشحاله کړي


په غزني کې د پاکستاني چرګانو په پلور له بندیزه وروسته د دغه ځای خلک وايي، زیات خوشحاله دي چې د خپلو وطني چرګانو د غوښو خوړل یې پیل کړي دي.

دوی وايي، د وطني چرګانو غوښه خوږه ده، بیه یې ټیټه او ښوروا یې مزداره او له وطن سره د مینې په پار یې د وطني چرګانو غوښې خوښېږي.

که دغه کسان د خپلو وطني چرګانو له غوښو خوند اخلي، خو د دغه چرګانو قصابان بیا دې ته زړه ښه کوي چې کاروبار یې ورسره زیات، ګټه یې ډېره او مشتریان یې پریمانه شوي دي.

په غزني کې روغتیايي ماهرین هم د وطني چرګانو غوښه بهتره ګڼي، د غزني د ملکي روغتون مشر ډاکټر بازمحمد همت ازادي راډیو ته وویل:

"تر پاکستانیو غوښو څو چنده وطني ښې دي."

په غزني کې د چرګانو د فارمونو اتحادیه وايي، خپلو تولیداتو ته د ودې ورکولو، د خلکو روغتیا په پام کې نیولو او بازار ته د ښه کیفیت لرونکو غوښو ورکولو په خاطر یې د دولت په مرسته له پاکستانه د راتلونکو زړو چرګانو په غوښو خرڅولو بندیز لګولی دی.

د دغې اتحادیې یو غړي ډاکټر سید حمیدالله حسیني ازادي راډیو ته وویل، هغه چرګان چې افغانستان ته راورېدېدل هلته يې په خوراک بندیز وو.

دی وايي:

"هېواد ته په ځانګړي توګه غزني ته له پاکستانه هغه چرګان راوړل کېدل چې هلته د روغتیا وزارت له لوري یې په خرڅلاو بندیز وو، ځکه دا چرګې له زیاتو هګیو اچولو وروسته له هېواده باسي او افغانستان ته یې رالېږي، موږ په غزني کې د چرګانو تر ۹۰ زیات فارمونه لرو چې ټول ولایت ته پاکه، تازه او له علته وتلې غوښه ورکولی شو، پاکستان هغه چرګان رالېږي چې باید دوی تر خاورو لاندې کړي وای."

د غزني امنیتي چارواکي وايي، پولیسو هم په ښار کې د پاکستاني چرګانو د غوښو په پلورلو بندیز لګولی دی.

فرید احمد مشعل
فرید احمد مشعل

امنیه قوماندان مل پاسوال فرید احمد مشعل ازادي راډیو ته وویل:

"پولیسو د وزیرانو شورا پرېکړه عملي کړې ده چې له پاکستانه د چرګانو د بندیز په اړه یې کړې وه."

که په غزني کې د چرګانو د فارمونو اتحادیه په‎دغه ځای کې د لسګونو فارمونو د شتون خبره کوي، خو ځینې قصابان د چرګانو له کمښته شکایت لري او وايي، په دوی پسې د کورني چرګان نه رسېږي، څو خپل مشتریان خوشحاله وساتي.

راپور: حبیب الرحمن تاثیر

XS
SM
MD
LG