د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۷

یو شمېر وکیلان او کارپوهان: د تجربو له مخې د سیاسي ائتلافونو عمر لنډ وي


د افغانستان د ولسي جرګې یو شمېر غړي او ځیني کارپوهان وايي، د افغانستان ژغورنې په نوم د نوي سیاسي ائتلاف اعلانېدل به کوم خاص تأثیر ونه‎لري او دا هم ژر له‎منځه تلونکی برېښي.

د ولسي جرګې یو شمېر غړي او د روانو چارو ځیني کارپوهان وايي، تجربو ثابته کړې چې په افغانستان کې سیاسي ائتلافونه ډېر ځله شخصي، سمتي او ګوندي ګټو ته په پام سره رامنځته شوي چې همدې مسایلو ته په پام سره‌یې عمر ډېر لنډ وي.

دوی وايي، کله چې کوم ګوند، پخواني چارواکي یا هم په حکومت کې دخیل ځیني کسان خپل ګټې په خطر کې وویني، دغه ائتلافونه جوړوي چې د ګټو په خوندي کېدو سره بیا ائتلاف ته شا کوي او نوموړی ائتلاف خپل ارزښت له لاسه ورکوي.

د ولسي جرګې غړي نادر خان کټوازي د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د زمري ۰۱» ازادي راډیو ته وویل چې د افغانستان ژغورنې د نوي جوړېدونکي ائتلاف د غړو په خبرو کې سر له اوسه تناقض موجود دی.

د ولسي جرګې غړی نادر خان کټوازی
د ولسي جرګې غړی نادر خان کټوازی

ښاغلي کټوازي زیاته کړه:

"که تاسې د دوستم، محقق او عطا محمد خبرې اورېدلې وي، په خبرو کې یې تناقض موجود وو، د نور او محقق خبرې تُندې او د دوستم خبرې نرمې وې، له دې معلومېږي چې کېدای شي دوستم له حکومت سره معامله کړې وي، زه باور لرم چې دغه ائتلاف به تأثیر ونه‎لري او په کم وخت کې به له‎منځه ولاړ شي."

تېر کال د ولسمشر لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم، د جمعیت ګوند اجرائیه رئیس او د بلخ پخواني والي عطا محمد نور او د اجرائیه ریاست دوهم مرستیال محمد محقق په ترکیه کې د افغانستان ژغورنې ملي ائتلاف جوړ کړ.

عطا محمد نور تېره ورځ له ترکیې نه د جنرال دوستم د راستنېدو په غونډه کې وویل چې ډېر ژر به دغه ائتلاف د خپل موجودیت اعلان وکړي.

عطا محمد نور
عطا محمد نور

دی وايي:

"په ډېر نږدې وخت کې د دې اوونۍ په وروستیو کې د افغانستان ژغورنې لوی ملي ائتلاف چې د افغانستان په ټولو قومونو، سازمانونو او ګوندونو پورې اړه لري اعلانېږي."

د ولسمشر لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم وویل، دوی هڅه کوي چې دغه ائتلاف نور هم لوی کړي.

په ورته وخت کې د سیاسي چارو یو شمېر افغان کارپوهان وايي، په ولسواکو ټولنو کې د ائتلافونو رامنځته کول، یوه طبیعي خبره ده چې ځیني یې له جوړېدو وروسته ژر له‎منځه ځي.

د دغو کارپوهانو له ډلې کبیر رنجبر ازادي راډيو ته وویل، امکان لري چې د افغانستان ژغورنې نوی ملي ائتلاف هم ډېر ژر له‎منځه ولاړ شي.

کبیر رنجبر
کبیر رنجبر

دا چې ولې؟ ښاغلی رنجبر یې په اړه وايي:

"تر ټولو مهم لامل‌یې دا دی چې دغه ائتلاف موقتي او په شخصي ګټو ولاړ ائتلاف دی، په یاد ائتلاف کې ملي ګټې، بنسټیز اصول او ارزښتونه نه‌مطرح کېږي، نو ځکه ولس ورته پام نه‎کوي او د پراخ ملاتړ خاوند کېدای نه‎شي."

د ولسي جرګې غړی نادر خان کټوازی وايي، په‎دغه ائتلاف کې داسې کسان سره راټول شوي چې پخوا یې هم ورته ائتلافونه جوړ کړي وو، خو له دوه درې غونډو یې زیات عمر نه‎دی کړی.

ښاغلی رنجبر بیا وايي، ائتلافونه باید ملي ګټو ته په پام رامنځته شي چې د ولس له پراخ ملاتړ او هرکلي سره مخ شي.

راپور: رحمت‎الله افغان

XS
SM
MD
LG