د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۲

واشنګټن پوسټ: غني محاصره دی د تاوتریخوالي په څېر بې کاري دوام لري


سټارس اېنډ سټرایپس:

سټارس اېنډ سټرایپس خپرونه په افغانستان کې د اسلامي دولت ډلې داعش د جګ پوړو قوماندانانو د وژل کېدو په اړه لیکي:

د امریکا پوځ د یکشنبې په ورځ په یوه بیان کې تائید کړه چې په کونړ کې د تېرې پنجشنبې د ورځې په برید کې د وژل شوېو په ډله کې یو هم عبدالرحمن دی چې په وینا یې په دې ولایت کې د دې سخت دریځې ډلې امیر و.

په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نیکلسن ویلي چې د عبدالرحمن وژل د داعش پر خراسان څانګې یو بل ګذار دی او زیاته کړې یې ده چې هغه لکه د مخکینیو نورو په څېر وموندل شو او دا ښیي چې افغانستان د دوی لپاره امن ځای نه دی.

پوځ په دغه برید کې د دې ډلې د درې نورو جګ پوړو مشرانو د وژلو خبره هم کړې ده.

د خپرونې په وینا امریکایي چارواکو دا هم ویلي چې عبدالرحمن یو مخکښ کاندید و چې د ابو سعید له وژلو وروسته په افغانستان کې د داعش د ډلې څلورم مشر وټاکل شي.

واشنګټن پوسټ:

افغان ولسمشر محاصره دی، د تاوتریخوالي په څېر بې کاري هم دوام لري، واشنګټن پوسټ ورځپاڼې تر دې سرلیک لاندې یو مطلب د افغانستان او پاکستان لپاره د دې ورځپاڼې د دفتر د مسؤلې پامیله کانستیبل په قلم خپور کړی دی.

لیکواله د مطلب په پیل کې په افغانستان کې د خلکو مخ په زیاتېدونکې نارضایتي، قهر، ناهیلۍ او د سیاسي فرصت طلبي یادونه کوي او لیکي:

دغه وضعیت ته په پام سره په وروستیو دوو میاشتو کې عجیب نوي سیاسي ائتلافونه او ډلې راټوکیدلي چې د اصلاحاتو په ګډون ښې اجنډاوې لري خو د مشرانو ترکیب یې داسې دی چې سړۍ پرې باور نه شي کولای.

د دغو ډلو ځيني مشران یې د قومي ملېشو پخواني قوماندانان، پخواني غیر مؤثر چارواکي او ځوان لوستي کسان دي.

ان دا چې له دغه بهیر سره د پخواني کمونیستي رژیم یو جنرال هم د وطن په نوم نوی غورځنګ سره یوځای شوی دی.

واشنګټن پوسټ وړاندې لیکي:

که څه هم د اپوزسیون دغو نوېو ډلو له شخصي غوښتنو نیولې بېلابېلې غوښتنې او شکایتونه راپورته کړي خو په ټوله کې بیا حکومت ته یو ورته پیغام ورکوي او هغه دا چې د ولسمشر اشرف غني حکومت د عامو خلکو په خوندي کولو او خلکو ته د کاري فرصتونو په برابرولو کې پاتې راغلی.

ولسمشر له خپلو صلاحیتونو له حده زیات کار اخېستی او مختلفو نظریو ته یې پام نه دی کړی.

د واشنګټن پوسټ په وینا هغه باید سمدستي اقدام وکړي، اغېزمن اصلاحات رامنځته او خپل نازک او بې ثباته حکومت ته مشروعیت ورکړي.

XS
SM
MD
LG