د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۷

ارګ د ولسمشر غني له خوا د سیاست انحصار ردوي


د افغانستان جمهوري ریاست وايي، ولسمشر د خپلو ټولو قانوني صلاحیتونو څخه په استفادې د ولس او حکومت په خدمت بوخت دی.

د جمهوري ریاست مرستیال ویاند نجیب الله ازاد د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو سره په خبرو کې د افغانستان په اړه د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د وروستۍ ګنې د یوې مقالې هغه ټکي رد کړه چې ګوندې افغان ولس مشر په سیاسي ستونزو کې راګیر دی.

ښاغلي ازاد وویل، په هېواد کې سیاسي مخالفتونه او د نظر بېلوالی موجود دی خو په وینا يې دا په دې معنی نه‎ده چې ګواکې ولسمشر دې سیاسي انحصار شوی وي.

د جمهوري ریاست مرستیال ویاند نجیب الله ازاد
د جمهوري ریاست مرستیال ویاند نجیب الله ازاد

دی وايي:

"ترکومه ځایه چې د سیاسي انحصار خبره ده دا په بشپړه توګه غلطه ده، افغان ولسمشر په هېڅ ډول په سیاسي انحصار کې نه‎دی راګېر بلکې هغه د قانوني صلاحیتونو نه په ګټې اخېستنې هېواد او خلکو ته خدمت کوي."

ښاغلی ازاد دا مني چې ناامني شته او بې کاري زیاته شوې خو په وینا يې حکومت هڅه کوي چې دا ټولې ستونزې هوارې کړي.

ده دا هم وویل چې راتلونکې میاشت به ځوانانو ته د کار موندنې په هدف نېږدې اته زره بستونه اعلان شي.

دا په داسې حال کې ده چې واشنګټن پوسټ امریکايي ورځپاڼۍ په خپلې وروستۍ ګڼه کې په یوه مقاله کې لیکلي چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د نورو ستونزو تر څنګ په سیاسي ستونزو کې هم راګير دی.

ورځپاڼه لیکي چې د ولسمشر غني حکومت د ولسي وګړو په خوندي کولو او دوی ته د کاري فرصتونو په برابرولو کې پاتې راغلی دی.

ورځپاڼې همدا مسایل په افغانستان کې د خلکو د مخ پر زیاتېدونکې ناخوښۍ، قهر، ناهیلۍ او د سیاسي فرصت طلبي لامل لاملونه ګڼلي دي.

د مقالې لیکوال وړاندې لیکي:

ولسمشر له خپلو صلاحیتونو له حده زیات کار اخېستی او مختلفو نظریو ته یې پام نه‎دی کړی.

په مقاله کې دا هم راغلي چې دغه وضعیت ته په پام سره په وروستیو دوو میاشتو کې یو شمېر نوي ائتلافونه هم جوړ شوي دي.

د مقالې د لیکوال په باور، افغان ولسمشر باید سمدستي اقدام وکړي، اغېزمن اصلاحات رامنځته او خپل نازک او بې ثباته حکومت ته مشروعیت ورکړي.

په ورته وخت کې د مشرانو جرګې اداری پلاوی بیا دا مني چې افغان ولسمشر د ځینو سیاسي کړیو په انحصار کې دی او له ولسه يې لېرې ساتلی دی.

د مشرانو جرګې دوهم مرستیال اصف صدیقي
د مشرانو جرګې دوهم مرستیال اصف صدیقي

د دغه جرګې دوهم مرستیال اصف صدیقي ازادي راډيو ته وویل :

"له بده مرغه یو شمېر سیاسیون او سیاسي کړۍ شته چې ولسمشر يې محاصره کړی دی او حتی دوی نه غواړي چې ولسمشر له ولس سره وګوري."

د یادونې ده چې په دې وروستیو کې د افغان ولسمشر د مرستیال عبدالرشید دوستم، د اجرائیه رئیس د دوهم مرستیال حاجي محمد محقق او د بلخ د والي عطا محمد نور په ګډون د افغانستان د ژغورنې په نوم یو ائتلاف رامنځته شوی چې ائتلاف کوونکو په خپلو خبرو کې پر حکومت او حکومتي مشرانو تُند انتقادونه کړي دي.

دغه شان د پخواني حکومت د کابینې د یو شمېر مهمو غړو او چارواکو په ګډون د افغانستان د خلکو د ملي محور په نوم یو بل ائتلاف هم رامنځته شوی چې دغه ائتلاف هم په حکومت کې د جدي اصلاحاتو د راوستلو غوښتنه کړې ده.

XS
SM
MD
LG