د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۲

د احزابو په اړه د ځیني وکیلانو او کارپوهانو ضد او نقیضې څرګندونې!


د افغانستان د ولسي جرګې یو شمېر غړي او حقوقي او سیاسي کارپوهان وايي، د اساسي قانون پر بنسټ په افغانستان کې ګوندونه ملي او سراسري نه‌دي.

دوی وايي د افغانستان د اساسي قانون او نورو اړوندو قوانینو له مخې، اوسني ګوندونه مشروعیت نه‌لري او د ولس استازیتوب نه‌شي کولای.

دوی وايي، ولسمشر محمد اشرف غني باید د هر هغه چا مخه ونیسي چې د ګوندونو تر نامه لاندې شخصي ګتې لټوي او په حکومت فشار راوړي.

د ولسي جرګې غړی نادر خان کټوازي د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د چنګاښ ۲۵» له ازادي راډيو سره په خبرو کې د ګوندونو په اړه د ولسمشر د تېرې ورځې له څرګندونو ملاتړ وکړ.

د ولسي جرګې غړی نادرخان کټوازی
د ولسي جرګې غړی نادرخان کټوازی

نوموړي زیاته کړه:

"د سیاسي ګوندونو په اړه د ولسمشر څرګندونې پر ځای دي، په افغانستان کې یو ګوند هم سرتاسري نه‌دی، اوسني ټول ګوندونه مذهبي، سیاسي او ژبنۍ جنبه لري او بل دا چې اکثر دغه ګوندونه وسله‌وال ګروپونه لري، د ولسمشر له څرګندونو ټول ملت ملاتړ کوي."

خو د ولسي جرګې یوه بله غړې شکیبا هاشمي د ګوندونو په اړه ولسمشر څرګنونې غیر عادلانه او اشتباه بولي.

یو شمېر سیاسي ګوندونو او مطرحو جریانونو د شنبې په ورځ په یوه غونډه کې د انتخاباتي نظام د بدلون او د نوم لیکنې د بهیر د درېدو غوښتنه کړې وه.

دغو ګوندونو او سیاسي جریانونو دا هم ویلي وو، که یې غوښتنې ونه‌منل شي، انتخابات به تحریم او مخه به‌یې ونیسي.

خو افغان ولسمشر محمد اشرف غني بیا تېره ورځ په یوه خبري ناسته کې په تنده لهجه وویل، دغه سیاستوال څوک دي چې د خلکو په استازیتوب خبرې کوي؟ چا دوی انتخاب کړي؟ او څه وخت ولس دوی ته اختیار ورکړی چې د ولس استازیتوب وکړي؟

ښاغلي غني په ټینګار سره وویل چې سیاسي ګوندونه او جریانونه باید وسله‌وال کسان ونه‌لري.

په افغانستان کې د پخوانیو جهادي تنظینوتو په ګډون، لسګونه سیاسي ګوندونه فعالیت لري چې وخت په وخت‌یې سیاسي ائتلافونه جوړ کړي او د حکومت کړنې یې نقد کړې دي.

په ورته وخت کې د حقوقي چارو پوه کبیر رنجبر وايي، د اساسي قانون پر بنسټ په افغانستان کې هېڅ ګوند هم ملي نه‌دی.

د حقوقي چارو پوه کبیر رنجبر
د حقوقي چارو پوه کبیر رنجبر

دی وایي:

"د اساسي قانون پر بنا، ګوندونه ملي نه‌دي او غیر مشروع دي، دوی له خلکو استازیتوب نه‌شي کولای، ګوندونه ستونزې لري، حکومت او ولسمشر مکلف دي چې هغه موضوعات چې ګوندونه‌یې مطرح کوي او زیان اړوونکي وي، باید مخه‌یې ونیسي."

خو د نوې متحدې جبهې د مشرتابه غړی وحیدالله غازي‌خېل وايي، په افغانستان کې ګوندونه د اساسي قانون له مخې رامنځته شوي او ولس‌یې تر شا ولاړ دی.

د ولسي جرګې یو شمېر غړي او کارپوهان وايي، ډېری سیاسي کړۍ د امتیاز اخیستو لپاره په حکومت فشارونه راوړي او ملي ګټې زیانمنوي چې باید پر وړاندې یې غوڅ دریځ غوره شي.

راپور: رحمت‌الله افغان

XS
SM
MD
LG