د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۴

ولسمشر غني: د انتخاباتو برخلیک یو قشر نه شي ټاکلی


افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د افغانستان برخلیک خلک ټاکي نه یو قشر.

ښاغلي غني د سیاسي ګوندونو د هغې غوښتنې په ځواب کې چې د رای ورکوونکو د نوم لیکنې بهیر دې ودرول شي، په تنده لهجه او په ټینګار سره وايي، اساسي قانون په دې برخه کې وضاحت لري او نه باید په هېواد کې کړکېچونه ژور شي.

وروسته له هغې چې یوشمېر سیاسي ګوندونو او جریانونو خبرداری ورکړ که یې غوښتنې ونه منل شي د انتخاباتو مخه به ونیسي، افغان ولسمشر محمد اشرف غني یې په غبرګون کې په تونده لهجه وايي، پټه خوله پاتې کېدل یې د ډار معنا نه ورکوي.

محمد اشرف غني د یکشنبې په ورځ«۱۳۹۷کال چنګاښ۲۴» په کابل کې په دې اړه د خبریالانو د پوښتنې په ځواب کې وویل چې هرڅوک ادعا نه شی کولای چې د هېواد واکدار دی او د انتخاباتو برخلیک هم یو قشر نه شي ټاکلی.

ولسمشر محمد اشرف غني
ولسمشر محمد اشرف غني

ښاغلي غني زیاته کړه:

"انتخابات یو قشر نه شي تعینولای، د افغانستان غوڅ اکثریت خلک به د انتخاباتو نتایج تعینوي، دغه سیاستوال څوک دي چې د خلکو په استازیتوب خبرې کوي؟ چا دوی انتخاب کړي؟ څه وخت ولس دوی ته اختیار ورکړی چې د ولس استازیتوب وکړي؟ څلوېښت فیصده چارې د دوی په لاس کې وې، په دغه څلوېښت کاله کې یې څه وکړل ځواب دې ورکړي؟دا چې زه حوصله لرم، په دې معنا نه ده چې زه ډارېږم، په دې معنا نه ده چې هرڅوک راشي او ووايي چې د هېواد واک ورسره دی."

د ښاغلي غني تر دغو څرګندونو یوه ورځ مخکې یوشمېر سیاسي ګوندونو او مطرح جریانونو په یوې غونډه کې د انتخاباتي نظام د بدلون او د نوم لیکنې د بهیر د درولو غوښتنه کړې وه.

دغو ګوندونو او سیاسي جریانونو دا هم ویلي، که یې غوښتنې ونه منل شي انتخابات به تحریم او مخه به و نیسي.

ښاغلی غني په ټینګار سره وايي چې سیاسي ګوندونه او جریانونه باید وسله وال کسان ونه لري او پوښتنه مطرح کوي چې دغه ګوندونو د چا استازيتوب کوي؟

  • ایا خلک به دوی ته اجازه ورکړي چې د ولس په استازتوب وغږیږي؟
  • ولسمشر غني پر سیاسي ګوندونو او جریانونو انتقاد کوي وايي، په داسې حال کې چې ملګرو متلونو په انتخاباتو کې د څلور اعشاریه دوو میلیونو کسانو نوم لیکنه کافي بللې وه، د نوموړي په وینا اوس د دغې پروسې لپاره اته اعشاریه شپږ میلیونو کسانو نوم لیکنه کړې ده.

ښاغلی غني وايي، له نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې په ښو او بهترینو امکاناتو سره د انتخاباتو له بهیر نه څارنه وکړي.

  • خو یاد سیاسي ګوندونه او جریانونو پر خپل پخواني دریځ ټینګار لري.

د نوې متحدې جبهې د مشرتابه شورا غړي وحیدالله غازيخېل په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

وحیدالله غازیخېل
وحیدالله غازیخېل

"دا ملي پروسي ده که په داشان پروسو کې ستونزې رامنځته کېږي، هېواد د کورنۍ جګړې په لور بیا يي، نو ځکه حتمي ده چې د سیاسي ګوندونو او مطرحو سیاستوالو نظرونه په کې واخیستل شي، که یې نظرونو ته پام ونه شي هېواد د بحران او د کورنیو جګړو خوا ته ځي چې بیا به یې ښاغلی غني هم نه شي کنټرولولای."

په ورته وخت کې د حزب اسلامي د رسنیز ټیم غړی فضل غني حقمل وايي، د انتخاباتي نظام د بدلون او د نوم لیکنې د بهیر د درولو په اړه د دوی غوښتنې معقول دې او ورنه به په کلکه دفاع وکړي.

بل خوا د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون کمېشنر او ویاند سید حافظ الله هاشمي وايي، دوی د انتخاباتو د قانون له مخې او په خپلواکه توګه پرېکړې عملي کوي او هېڅ چا ته به اجازه هم ورنه کړي چې د کمېسیون په چارو کې یې مداخله وکړي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG