د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۷

سیاسي احزابو د انتخاباتي نظام د تغیر او د نوم لیکنې پروسې د باطلېدو غوښتنه وکړه


د افغانستان یو شمېر مطرح سیاسي احزاب او جریانونه وايي، افغان حکومت او د انتخاباتو کمېسیون باید له ځنډ پرته د انتخاباتو لپاره د نوم لیکنې پروسه باطله اعلان کړي.

په افغانستان کې د انتخاباتو پر وړاندې د موجوده ستونزو په دوام یو شمېر مطرح سیاسي احزاب او جریانونه خبرداری ورکوي چې که غوښتنې یې په پام کې ونه نیول شي په ټول توان به د انتخاباتو د ترسره کېدو مخه ډب کړي.

د دغه ګوندونو او سیاسي جریانونو یو شمېر مشرانو او استازو د شنبې په ورځ په کابل کې له خپلمنځې غونډې وروسته د انتخاباتي نظام د تغیر او همدا راز سمدستي د نوم لیکنې پروسې د باطلېدو غوښتنه وکړه.

دوی وايي، حکومت او د انتخاباتو خپلواک کمېسیون باید تر یوې اوونۍ د دوی غوښتونو ته مثبت ځواب ورکړي.

د محاظ ملي ګوند د رهبري شورا غړي احسان الله صدیق د سیاسي احزابو او جریانونو د طرحې یوه برخه داسې ولوستله:

"که چېرته حکومت د ټاکنو خپلواک کمېسیون او نړیواله ټولنه زموږ غوښتونو ته پریکنده ځواب ونه وايي او روانې نیمګړې لړۍ ته دوام ورکړي، موږ به ټولې لارې چارې او خپل ټول امکانات په کار واچوو ترڅو د یادې لړۍ چې په ترسره کېدو به یې په هېواد کې تاوتریخوالی نور هم زیات شي مخه ډب کړو."

د شنبې د ورځې په ناسته کې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار، د جمعیت اسلامي مشر صلاح الدین رباني، د حراست او ثبات د رهبري شورا غړي یونس قانوني، د جنبش اسلامي ګوند په استازیتوب باتور دوستم، د وحدت اسلامي مشر محمد محقق، د محاذ ملي مشر سید حامد ګیلاني او د پخواني ولسمشر حامد کرزي په استازیتوب ضرار احمد مقبل برخه اخیستې وه.

د ټاکنیز نظام بدلون، د رای ورکوونکو د پروسې باطلول، د رای ورکوونکو په بیا ځلي پروسه کې له بایومټریک تکنالوژۍ استفاده او په انتخاباتو کې سیاسي احزابو ته ځانګړې ونډه د دغه ګوندونو او سیاسي جریانونو مهمې غوښتنې دي.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون بیا وايي چې ګوندونه او سیاسي جریانونه باید د ستونزو د رامنځته کېدو پرځای له کمېسیون سره همکاري وکړي.

د دغه کمېسیون کمېشنر سید حفیظ الله هاشمي وايي د رای ورکوونکو د نوم لیکنې پروسه بریالۍ وه او انتخاباتي چارې به د ټاکلي مهال وېش پر اساس پرمخ ځي.

نوموړې زیاته کړه:

سید حفیظ‌الله هاشمي
سید حفیظ‌الله هاشمي

"دا چې دوی څنګه دریځ نیولی دا یې خپل کار دی، خو د افغانستان خلک انتخابات غواړي زه نه پوهېږم چې دغه ګوندونه د کومو خلکو استازيتوب کوي ځکه خلک له دغې پروسې راضي دي او غواړي یې."

اخوا پر انتخاباتو د څار یو شمېر بنسټونه وايي چې که څه هم د سیاسي احزابو ځینې غوښتنې قانوني دي، خو اوس یې د پوره کېدو لپاره هېڅ مجاله نشته.

د افغانستان د شفافو انتخاباتو د موسسې اجرائیوي غړی شاه محمود مل وايي انتخابات وار له مخه له ګڼو ننګونو سره مخامخ دي او د سیاسي ګوندونه وروستی دریځ به د دغه بهیر پر وړاندې ستونزې نورې هم ډېرې کړي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG