د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۹

د انتخاباتو کمېسیون: له لاسه تللی باور بېرته خپل شوی


د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، تر دې دمه‌یې د ټاکلو تګ‎لارو په عملي کولو سره له لاسه تللی باور بېرته خپل کړی دی.

د دغه کمېسیون ویاند او کمېشنر سید حفیظ‌الله هاشمي ازادي راډیو ته وویل، که څه هم روانو نا امنیو او ستونزو ته په کتو اندېښنې موجودې دي، خو په خبره‌یې چې دغه کمېسیون تر دې دمه ټول کارونه په بریا سر ته رسولي دي.​سید حفیظ‌الله هاشمی

ښاغلي هاشمي زیاته کړه:

"کوم مېکانیزمونه چې دا اوس څه د انتخاباتو قانون یا څه کمېسیون تصویب کړي، په هغو مېکانیزمونو باندې کار روان دی. دغه پروسه ښه مخکې تللې، د کاندیدانو د ثبت نام پروسه ډېره ښه مخکې لاړه. دا یې علت دی چې نن څه کم نهه میلیونه کسانو نومونه ثبت کړي او زرګونه کسانو ځانونه ولسي جرګې او ولسوالۍ شوراګانو ته کاندید کړي. حتی دا مشران چې ځیني وختونه مخالفتونه هم کوي، د دوی د فامیل یا اولادونه یا یې نږدې خپلوانو هم ځانونه ثبت کړي. دا غونډې په‎دې معنی دي چې دوی له دې پروسې سره علاقه لري او پر کمېسیون هغه تللی اعتماد اوس بېرته پیدا شوی دی."​

ښاغلي هاشمي دا خبرې وروسته له هغه وکړې چې د ملي نجات د ائتلاف مشرتابه پرون وویل، په راتلونکو ټاکنو کې د درغلیو د احتمال په اړه اندېښنه لري او که لازم اصلاحات رانه‎شي کړکېچ به راشي.

د ملي نجات د ائتلاف د مشرتابه یوه غړي عطا محمد نور په مزار شریف ښار کې وویل:

عطا محمد نور

"د اوسني حکومت د عمر يوازې څلور-پنځه مياشتې پاتې دي. که انتخابات خلکو ته د منلو نه‌وي، حتماً بحران راځي. کله چې بحران راشي موږ د مؤقت حکومت په نوم يوه پېشنهادي بسته لرو. ټولې لاسته راوړنې به پر خپل ځاى پاتې وي، موږ يوازې خلکو ته اعتماد ستنوو."​

د حکومت ویاندویانو د جمعیت اسلامي د ګوند د اجرائیه رئیس او د ملي نجات د ائتلاف د مشرتابه د غړي عطا محمد نور د دغو خبرو په اړه د غبرګون لپاره ځواب ورنه‎کړ.

د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو انتخابات د تلې يا ميزان پر ٢٨مه کېږي.

د ملي نجات د ائتلاف مشرتابه په‎داسې حال کې اندېښنه ښکاره کړې چې په دغو انتخاباتو کې به درغلي وشي چې د دغه ائتلاف لسګونه پلویانو او د دوی د مشرانو د کورنیو ځینو غړو هم د کاندیدانو په توګه نومونه ثبت کړي دي.

راپور: صفي‎الله ستانکزي

XS
SM
MD
LG