د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۲

عطا محمد نور: جمعیت ګوند او ارګ موافقې ته رسېدلي


د بلخ پخواني والي عطامحمد نور د نوروز په مناسبت د جوړ شوي جشن په مراسمو کې وویل چې جمعیت اسلامي ګوند او ارګ موافقې ته رسېدلي او ډېر ژر به دغه موافقه اعلان شي.

ښاغلي نور خپل څلوارلس کلن کاري راپور خلکو ته وړاندې کړ او په پای کې یې له خلکو څخه مننه وکړه چې دده پراخ ملاتړ یې وکړ، هغه وویل چې نن یا سبا به د بلخ د تغییراتو په اړه نوې خبرې واورئ:

په بلخ کې د نوي کال په مناسبت مراسم.
په بلخ کې د نوي کال په مناسبت مراسم.

"زه د ارګ او د جمعیت اسلامي ترمنځ له رامنځته شوي توافق څخه هر کلی او ملاتړ کوم او زه مننه کوم چې د جمعیت اسلامي رهبري د دغې موافقې د امضا صلاحیت یې ماته راکړی او ډېر ژره به د ملي یووالي حکومت او د جمعیت اسلامي ترمنځ رامنځته شوې موافقه اعلان شي."

عطا محمد نور د مراسمو په پای کې له خلکو سره خدای پاماني وکړه چې ظاهراً داسې ښکارېدی چې نوموړی نور به بلخ ولایت کې خپله دنده پای ته رسوي.

نوموړي له حکومت څخه وغوښتل چې د جمهور رئیس د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم او د ارګ ترمنځ رامنځته شوې ستونزه هم هواره شي او ترڅنګ یې د کندهار د امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق پر پاتې کېدو یې هم ټېنګار وکړ.

درې میاشتې وړاندې ارګ اعلان وکړ چې ولسمشر اشرف غني د بلخ د والي استعفا منلې ده.

د جمهور رئیس له خوا د بلخ لپاره محمد داود د نوي والي په توګه معرفي شوی و، خو عطا محمد نور د جمهور رئیس له پرېکړې سره مخالفت وښوده او پر خپل ځای پاتې شو.

ښاغلي نور د خپلو خبرو په پای کې وویل چې د بلخ ولایت مقام لپاره یې ارګ ته درې کسان معرفي کړي او له دغو درېیو کسانو څخه به ډېر ژر یوتن د والي په توګه وټاکل شي.

په ورته وخت کې د ولسمشر دوهم مرستیال محمد سرور دانش چې د نوروز په مناسبت یې په جوړو شویو مراسمو کې ګډون کړی و په خپلو خبرو کې یې وویل چې د ملي یووالي حکومت پر خپلو ژمنو ولاړ دی او په روان کال کې به د ولسي جرګې او د ولسوالیو د شوراګانو ټاکنې ترسره شي:

سرور دانش
سرور دانش

"له ډېرو کلونو راهیسې د نفاق او شقاق پدېدې زموږ په ټولنې کې ناخوالې رامنځته کړي دي او د ورورولۍ بنسټ یې زیانمن کړی دي او نور موږ د نفاق هر آواز ته نه وایو او د خلکو ترمنځ د ورورولۍ او یووالي فضا نور هم ټینګه وو."

ښاغلي دانش، له خلکو څخه وغوښتل چې ملي یووالی لاټينګ کړي او نفاق او شقاق څخه لاس واخلي.

له دې سره سم د بلخ اوسېدونکي هم خوښي څرګندوي چې د ارګ او د عطا محمد نور ترمنځ رامنځته شویو ناندریو ته د پاي ټکې کېښودل شو.

راپور: اجمل ارین

پخواني معلومات

د بلخ مخکیني والي عطا محمد نور نن وویل چې د جمعیت اسلامي ګوند او حکومت تر منځ نوی هوکړه لیک به ژر اعلان شي.

ښاغلي نور په بلخ کې د نوروز په مناسبت په جوړو شویو مراسمو کې وویل چې د جمعیت ګوند او ارګ په ډېرو برخو کې د دغه ګوند د غوښتنو په اړه موافقې ته رسېدلي دي:

"زه له هغې موافقې چې په اساس یې د جمعیت اسلامي او د دې ګوند د متحدینو غوښتنې پر ځای کېږي هرکلی کوم، له جمهوري ریاست او د هغوی محترم مرکچي پلاوي څخه هم قدر داني کوم."

درې میاشتې مخکې د افغانستان جمهوري ریاست اعلان وکړ چې ولسمشر اشرف غني د بلخ د والي استعفی منلې ده.

ارګ ماڼۍ د بلخ لپاره محمد داود د نوي والي په توګه وټاکه خو عطا محمد نور دا پرېکړه ونه منله.

که څه هم محمد داود خپله دنده نه ده پیل کړې، خو شاوخوا لس ورځې مخکې یوې حکومتي سرچیني وویل چې د ولسي جرګې غړی او د عطامحمدنور یو نېږدې کس اسحاق رهګذر به په نېږدې راتلونکي کې د بلخ د نوي والي په توګه معرفي شي.

XS
SM
MD
LG