د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۸

بلخ کې د نوروز جشن ته د ګوتو په شمار ورځې او عطا محمد نور سره پاتې اختلافات!


په داسې حال کې چې په بلخ کې د نوي کال یا نوروز لمانځنې ته له یوې اوونۍ کمې ورځې پاتې دي، لا هم د حکومت او عطا محمد نور ترمنځ د نوموړي ولایت پر سر رامنځته شوې لانجه نه‎ده هواره شوې.

د افغانستان د ولسي جرګې د فرهنګي چارو کمېسیون وايي، له بده مرغه په دغه هېواد کې د نورو ګڼو مسایلو تر څنګ سیاسي اختلافونو فرهنګي چارې او مناسبتونه هم اغېزمن کړي دي.

د دغه کمېسیون رئیس کمال ناصر اصولي د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د کب ۲۴» ازادي راډیو ته وویل چې په بلخ ولایت کې به د راروان نوروز مراسم تر ډېره سیاسي رنګ ولري.

نوموړی له حکومته غوښتنه کوي چې د دغه فرهنګي جشن د ښه لمانځنې په هدف په پاتې څو ورځو کې د بلخ له پخواني والي سره خپل اختلافات حل کړي.

د ولسي جرګې د فرهنګي چارو د کمېسیون رئیس کمال ناصر اصولي
د ولسي جرګې د فرهنګي چارو د کمېسیون رئیس کمال ناصر اصولي

ښاغلي اصولي زیاته کړه:

"زه پوهېږم لکه څنګه چې د تاریخ په اوږدو کې دغه مراسم موږ ته فرهنګي وو، دومره به فرهنګي نه‎وي لکه څومره چې سیاسي بڼه خپلوي، نو ښه به دا وي چې د افغانستان حکومت له بلخ والي سره خپل سیاسي اختلافات ډېر ژر حل کړي او په دې توګه د افغانستان خلک راروان نوروز په ښه ډول ولمانځي."

د یادونې وړ ده چې له نوروز نه هر کال په ټول افغانستان کې په ځانګړي ډول په بلخ ولایت کې د خاصو مراسمو په جوړولو سره لمانځنه کېږي چې د افغان حکومت د لوړپوړو چارواکو په ګډون، بهرنیان او د افغانستان له ګوټ ګوټه په پراخه کچه خلک په‎کې ګډون کوي.

په دغو مراسمو کې د سخي پر زیارت د جهنډې د پورته کولو تر څنګ، د ګل سرخ مېله، کنسرټونه، مشاعرې، د نندارتونونو جوړول او یو شمېر نور فرهنګي پروګرامونه هم شامل دي.

یو شمېر فرهنګیان په‎دې باور دي چې د نوروز د فرهنګي جشن لمانځل په بلخ کې د یما پاچا له دوران یعنې څلور زره کاله مخکې دود شوی دی.

په ورته وخت کې د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي چې په ټول افغانستان کې د نوروز جشن د لمانځلو لپاره چمتووالی لري او هیله‎مند دي چې په بلخ کې وروستي سیاسي اختلافونه دغه مراسم اغېزمن نه‎کړي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویاند صابر مومند یې په اړه وايي:

"په بلخ کې هم د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس ته هدایت ورکړل شوی چې نوروز په شاندارو مراسمو سره ولمانځي، موږ هیله‌مند یو چې دغه سیاسي کشمکشونه په فرهنګي برخه باندې اغېز ونه‎کړي."

په بلخ کې د راروان نوروز جشن د لمانځنې په اړه دغه اندېښنې په داسې حال کې دي چې مخکې تر دې یو شمېر نورې غونډې او مناسبتونه هم د سیاسي اختلافونو ښکار شوي او اصلي رنګ‌یې بدل کړی دی.

په دغو غونډو کې حکومتي مشرانو او سیاسي مخالفتنو یې هڅه کړې چې د موضوع په تړاو د خبرو پر ځای په خپلو ویناوو کې پر یو بل انتقادونه او سیاسي ګذارونه وکړي.

راپور: اجمل تورمان

XS
SM
MD
LG