د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۲

سرچینه: ارګ او جمعیت ګوند د بلخ د والي په توګه پر اسحاق رهګذر توافق کړی


یوې حکومتي سرچينې د نوم نه‌ښودلو په شرط نن سې شنبه ازادي راډيو ته وویل، په پام کې ده چې د ولسي جرګې غړی او د عطا محمد نور نږدې کس اسحاق رهګذر په نږدې وخت کې د بلخ د نوي والي په توګه معرفي شي.

بل‌خوا د عطا محمد نور ویاند منیر فرهاد که څه هم په دې اړه له ډېرو جزئیاتو ورکولو ډډه کوي، خو وایي رهګذر د بلخ د ولایت لپاره د ښاغلي نور نوماند و.

شااوخوا درې میاشتې وړاندې ارګ د بلخ د پخواني والي عطا محمد نور استعفا ومنله او د نوي والي په توګه‌یې هغه وخت د انجنیر داوود د نومولو خبر ورکړ.

خو ښاغلي داوود د نور او جمعیت ګوند له مخالفته ونه‌شوی کړی چې خپله دنده پیل کړي.

دا چې د بلخ د والي په توګه به د رهګذر له معرفي کېدو سره د انجنیر محمد داوود برخلیک څه وي، په دې اړه سرچینې له نظر څرګندولو ډډه وکړه.

XS
SM
MD
LG