د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۶

د ټاکنو کمېسیون په ۲۰ ولایتونو کې د نوم لیکنې پروسه یوه اوونۍ نوره وغځوله


د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي چې په ۲۰ ولایتونو کې یې د نوم لیکنې پروسه د یوې اوونۍ لپاره نوره وغځوله.

په داسې حال کې چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو لپاره د نوم لیکنې بهیر پای ته رسېدلی، د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي چې دغه بهیر یې د ۲۰ ولایتونو په ۱۱۲ مرکزونو کې یو ځل بیا تمدید کړی دی.

د دغه کمېسیون منشي او ویاند سید حفیظ الله هاشمي د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چي دغه بهیر په هغه ولایتونو کې تمدید شوی چې د بېلابېلو لاملونو له امله په کې دغه بهیر نه و پیل شوی.

سید حفیظ الله هاشمي
سید حفیظ الله هاشمي

نوموئِ وویل:

"د انتخاباتو خپلواک کېمسیون فیصله کړې چې د ۲۰ ولایتونیو په ۱۱۲ مرکزونو کې به دغه بهیر چې د بېلابېلو دلایلو امله په کې نه و توانېدلی چې د سرطان تر پنځمې په کې فعالیت پیل کړي، د نوم لیکنې بهیر د روان کال د سرطان میاشتې له ۲۰ مې تر ۲۷ مې تمدید کړي، څو خلک وتوانېږي چې نوم لیکنه وکړي."

ښاغلی هاشمي وايي، د انتخاباتو خپلواک کمېسیون دغه تصمیم د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو په انتخاباتو کې د خلکو د پراخ ګډون په هدف نیولی.

له دې وړاندې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د نوم لیکنې بهیر په ښارونو کې یوه میاشت او په ولسوالیو او کلیو کې لس ورځې تمدید کړی و.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د معلوماتو له مخې، د نوم لیکنې بهیر د روان لمریزکال حمل له ۲۵ مې پيل او د سرطان تر ۱۵ مې پای ته ورسېد.

د دغه کمېسیون منشي وايي، د نوم لیکنې د بهیر له پيله تراوسه په ټول افغانستان کې د ولسي جرګې او ولسوالیو شورګانو لپاره اته میلیونه او نهه لکو کسانو نوم لیکنه کړې ده.

ټاکل شوې چې دغه د ولسي جرګې او د ولسوالیو شورګانو انتخابات د روان لمریز کال د میزان په ۲۸ مه ترسره شي.

په ورته وخت کې د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو یا فیفا اجرائیوي رئیس یوسف رشید د کمېسیون له پرېکړې هرکلی وکړ او وايي چې دغه مسئله کولای شي چې زیاتو خلکو ته په انتخاباتو کې د ګډون زمینه برابره کړي.

یوسف رشید
یوسف رشید

دی وایي:

"د انتخاباتو خپلواک کمېسیون مکلف دی چې په انتخاباتو کې خلکو ته د ګډون زمینه برابره کړي، زه له دې اقدامه هرکلی کوم، ولې د هغه څه په اړه چې اندېښنه لرم، دادي چې کمېسیون د همدې دلیل په اساس نور کارونه چې د نوم لیکنې د نوم لړ چمتو کول او له خلکو سره شریک کول او انتخاباتي مهالوېش سره سم مشخص شوی له هغه تېښته ونه کړي."

ښاغلی رشید زیاتوي، د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د نوم لیکنې بهیر له تمدید سره په خوا کې د رأیې ورکوونکو د نوملړ په ترتیب او په انتخاباتو کې د خلکو ګډون ته پام وکړي او په انتخاباتي بهیر باندې د خلکو باور لا زیات کړي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG