د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۰

سرخط: انقره د اختلاف یو بل ائتلاف زېږوي


کابل چاپ ورځپاڼو نن پر بېلابېلو موضوعاتو لیکنې او سرلیکنې چاپ کړي دي.

  • سرخط

سرخط خپلواکې ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي، انقره د اختلاف یو بل ائتلاف زېږوي.

په سرمقاله وړاندې راغلي، د حکومت د سیاسي مخالفانو بانډ چې کله-کله ځان ته اپوزېسیون وايي، کله- کله د جنګ دانه اخلي او کله-کله پر وسله ګوتې وهي، بیا په انقره کې راټول دي او د یوه نوي ائتلاف د جوړېدو خبره کوي.

ورځپاڼه لیکي:

دغه بانډ چې په‎کې د پارلمان ځینې وکیلان، قومي ټېکداران، له حکومته شړل شوي پخواني چارواکي او ځینې مرور کسان راټول دي، په انقره کې د ولسمشر د لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم پر دربار ناست دي.

خو د سرمقاله لیکونکي په باور دا اوس چې جوړېږي دا د دغې ډلې نه لومړی ائتلاف دی او نه وروستی ورته ویلی شو او نه هم دا ډاډ شته چې دغه ائتلاف به د دغو کسانو له تېرو هغو څه توپیر ولري.

سرمقاله لیکونکی زیاتوي چې په تېر کې څو ائتلافونه او دغه اوسنی چې جوړېږي، د هغو کسانو له خوا جوړ شوي چې تر مشترکاتو یې اختلافات ډېر دي.

  • دنیا

دنیا خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپل یو مطلب کې په افغانستان کې د ترهګرۍ په وړاندې د مبارزې په برخه کې د امریکا او روسیې د ګډ کار د وړاندیز په اړه اړه لیکلي دي.

ورځپاڼه لیکلي، دغه څرګندونې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نیکلسن کړي دي.

په مطلب کې راغلي، نیوزلیک مجلې په خپله یوه لیکنه کې د نیکلسن له خولې لیکلي چې مسکو او واشنګټن کولی شي، خپل اختلافونه یوې خوا ته کړي او په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد په روانه جګړه کې ونډه واخلي.

ورځپاڼې لیکلي چې نیکلسن طالبانو سره د روسیې د مرستې په اړه ویلي چې د دې ډول ادعاوو تأیید وخت ته اړتیا لري او دی یې په یوازې ځان نه‎شي تأییدولی.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا په اندویزیا کې د عالمانو د جوړېدونکې غونډې په اړه په خپله سرمقاله کې لیکلي دي.

هېواد لیکلي، د افغانستان، پاکستان او اندونیزیا دیني عالمان به راتلونکې اوونۍ په جاکارتا کې راغونډ شي چې د افغانستان د جګړې د پای ته رسېدو لپاره سوله‎ییزه حل‎لاره ومومي.

په سرمقاله کې د افغانستان د سولې لپاره د دیني عالمانو او یو شمېر اسلامي هېوادو هلو ځلو ته په پام سره راغلي، د اندونیزیا په غونډه کې باید یوه اسلامي اجماع رامنځته شي او ټول په ګډه د دې جګړې د بندېدو لپاره غږ پورته کړي او د سیمې هېوادونه یې پرېکړې پلې کړي.

د سرمقاله لیکونکي په باور که داسې ونه‎شي، ترهګري به په سیمه ورګډه او بیا به ترې خلاصون لویه ستونزه وي.

XS
SM
MD
LG