د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۳

ایا په پاکستان کې خلک ډیموکراسۍ ته هیله‌مند دي؟


د پاکستان پوځ وايي، د دغه هېواد په راتلونکو انتخاباتو کې هېڅ مستقیم رول نه‎لري.ټاکل شوې ده په دغه هېواد کې د جولای په ۲۵مه نېټه عمومي انتخابات وشي.

که څه هم پوځ په انتخاباتو کې لاس‎وهنه ردوي، په پاکستان کې د پوځي کودتاوو تاریخ ته په کتو له ملکي حکومت سره د قدرت پرسر د لانجو اندېښنې راپورته شوي دي.

د پاکستان عمومي انتخابات د راتلونکې اوونۍ ټاکل شوې او دا به د دغه هېواد په تاریخ کې دوهم ځل وي چې يو ملکي حکومت به بل ته واک سپاري ځکه مخکې پرته له يوه نور ټول حکومتونه د نظامي کودتاوو له کبله نه‎دي توانېدلي چې خپله دوره بشپړه کړي.

خو د جرمني خبري اژانس وايي، تر دې مخکې چې د پاکستان ۲۲۴ میليوني نفوس د انتخاباتو شاهد وي، په‎دغه هېواد کې د ډیموکراسۍ د پرځای کېدو هيلې له‎منځه تللي دي.

داسې تورونه شته چې ګواکې د پاکستان پوځ په انتخاباتو کې لاس‎وهنه کوي، د خبریالانو او رسنیو مخه نيسي او سياستوال ځپي.

په‎دغو انتخاباتو کې د هغې ډلې مشر ته هم د ګډون اجازه ورکړل شوې چې ور باندې د ۲۰۰۸ میلادي کال د ممبۍ د حملو تورونه دي او امريکا یې پر سر د لسو میليونو ډالرو جايزه ايښې ده.

یو بل کس چې په‎دغو انتخاباتو کې ګډون کوي په سخت دريځۍ تورن دی او پلويانو يې مقدساتو د سپکاوي د قانون په پلويتوب تېر کال څو مياشتې هغه لويه لاره بنده کړې وه چې پلازمېنې اسلام‎اباد ته ځي.

  • د پاکستان په انتخاباتو کې څومره کسان د رأی ورکولو لپاره واجد شرايط دي؟

د پاکستان د انتخاباتو کمېسیون ويلي چې تر سلو میلیونو زیات کسان کولای شي په انتخاباتو کې رأی وکاروي.

له اروپايي اتحاديې او نورو هېوادونو ګڼ شمېر نړیوال څارونکي مخکې له مخکې لا پاکستان ته رسېدلي دي.

شاوخوا درې لکه او ۷۰ زره پوځيان او سلګونو زره پولیس د امنيت ساتلو لپاره ګومارل شوي دي.

خو پر دغو تدابيرو سربېره سیاسي ګوندونه باور نه‎لري چې انتخابات به خپلواک او عادلانه وي.

دوی شکايت کوي چې د پاکستان پوځ دوی د انتخاباتي کمپاين پر مهال په مستقيمه او غيرمستقيمه توګه ځپلي.

پخوانی صدراعظم او د پاکستان مسلم لیګ «ن» ګوند مشر نواز شريف د پاکستان د سترې محکمې له‎خوا تېر کال د اداري فساد په تور له دندې ګوښه کړای شو.

نواز شريف
نواز شريف

دی اوس لس کلن بند تېروي. د ده لور مریم نواز هم په همدې تور په اووه کاله بند محکومه او بندي ده.

خو دې هرڅه د شريف شهرت ته هېڅ زیان نه‎دی رسولی ځکه خلک په‎دې باور دي چې پوځي جنرالانو او په قضايي سيستم کې قدرتونو د ده پر وړاندې لاس سره يو کړی.

د پاکستان پوځ چې د دغه هېواد تر نيمايي تاریخ په ډېره موده کې يې هلته واکمني کړې ده، د شريف د پلويانو له‎خوا په انتخاباتو کې په لاس‎وهنه تورن شوی دی.

سخت دريځو په همدې حال کې پر انتخاباتي کمپاينونو حملې زیاتې کړي چې په‎دې وروستيو کې په ورته حملو کې تر ۱۷۵ زیات کسان وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG