د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۱

په پاکستان کې پر کاندیدانو خونړۍ حملې او د نواز شریف توقیف کېدل!


رپوټونه وايي چې د یوشمېر زخمیانو روغتیايي حالت نازک دی او د مړوشمېر ښايي لوړ شي
رپوټونه وايي چې د یوشمېر زخمیانو روغتیايي حالت نازک دی او د مړوشمېر ښايي لوړ شي

په پاکستان کې پرون جمعه په دوو چاودنو کې د پارلماني انتخاباتو د یوه کاندید په ګډون ۱۳۳ تنه ووژل شول او تر ۲۳۰ زیات نور زخمیان شول.

یوه چاودنه د بلوچستان ایالت په مستُنګ سیمه کې وشوه چې د کاندید، سراج ریساني په ګډون یو سل او اته ویشت تنه په کې ووژل شول او تر دوه سوه زیات وګړي په کې زخمیان شوي دي.

رپوټونه وايي چې د یوشمېر زخمیانو روغتیايي حالت نازک دی او د مړوشمېر ښايي لوړ شي.

د خیبر پښتونخوا ایالت په جنوبي سیمه، بنو کې هم پرون د پاکستان متحده مجلس عمل ګوند «ام، ام، اې» د پېژندل شوي سیاستوال او کاندید، اکرم خان دراني پر موټر چاودنه وشوه.

پولیسو ازادي راډیو ته وویل چې چاودېدونکي مواد په یوه موټرسایکل کې ځاي پرځاي شوي ول
پولیسو ازادي راډیو ته وویل چې چاودېدونکي مواد په یوه موټرسایکل کې ځاي پرځاي شوي ول

پولیسو ازادي راډیو ته وویل چې چاودېدونکي مواد په یوه موټرسایکل کې ځای پرځای شوي و.

که څه هم اکرم خان درانی له چاودنې ژوندی وتلی خو پینځه تنه په کې وژل شوي او تر دوه دېرش زیات زخمیان دي.

دراني تر حملې وروسته خبریالانو ته وویل چې حکومت مخکې له مخکې خبر ورکړی و چې ښايي حمله ورباندې وشي خو حمله کونکي يې نه دي پېژندلي او په اړه یې څه نه شي ویلائ.

په پاکستان کې د جولاي پر پینځه ویشتمه نېټه پارلماني انتخابات کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د مسلم لیګ نواز ګوند مشر او پخوانی صدراعظم، نواز شریف او د هغه لور مریم نواز پرون له لندنه د لاهور نړیوال هوايي ډګر ته تر رسېدو وروسته، ونیول شول.

نواز شریف او لور یې مریم شریف پرون پاکستان ته په رسېدو سره ونیول شول.
نواز شریف او لور یې مریم شریف پرون پاکستان ته په رسېدو سره ونیول شول.

رپوټونه وايي چې د مسلم لیګ نواز ګوند زرګونه پلویان پرون د نوازشریف او مریم نواز د هرکلي لپاره د هوايي ډګر شاوخوا ته را غونډ شوي و خو امنیتي ځواکونو چا ته اجازه نه ورکوله چې سیمې ته نږدې شي او هوايي ډګر ته تللې لارې یې بندې کړې وې.

د نواز شریف لور، مریم نواز څو ورځې وړاندې په لندن کې خبري غونډې ته وویل چې په انتخاباتو کې به ګډون کړي او له هر ډول فشار سره به خپلې سیاسي مبارزې جاري وساتي.

د اسلام اباد د احتساب محکمې د جولای په شپږمه نېټه نواز شریف، د هغه لور مریم نواز د هغې مېړه په اداري فساد کې د لاس درلودلو په جرم په بند محکوم کړل.

د مسلم لیګ نواز ګوند مشرانو د پاکستان پر عبوري حکومت تور پورې کړ چې د انتخاباتو په درشل کې یې د دې ګوند ګڼ شمېر غړي نیولي او پر قوانینویې تېری پېل کړی دي.

خو د پاکستان حکومت دا تورونه ردوي.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر، عمران خان پرون رسنیو ته وویل چې پاکستانیان به له ټولو ستونزو سره مقابله وکړي او چا ته به اجازه ورنه کړي چې د را روانو تاریخي ټاکنو د بریالیتوب مخنیوی وکړي.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر، عمران خان
د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر، عمران خان

د سه شنبې په ورځ هم د پاکستان د نشنل عوامي ګوند دیوه کاندید، هارون احمد بلور پر انتخاباتي غونډه حمله وشوه چې د هارون بلور په ګډون شل تنه په کې ووژل او پنځه شپیته تنه زخمیان شول

یوشمېر کاندیدانو او سیاستوالو پر حکومت تور پورې کوي چې د کاندیدانو او د هغوی د انتخاباتي کمپاینونو د ښه امنیت په ټینګولو کې پاتې راغلی دی.

خو د پاکستان حکومت ویلي چې تر دری سوه اویا زره زیات پولیس به د انتخاباتو په ورځ د امنیت د تامین لپاره په دنده وګوماري.

XS
SM
MD
LG