د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۱

امریکا په پاکستان کې پر انتخاباتي کمپاینونو وروستۍ حملې وغندلې


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په پاکستان کې پر انتخاباتي کمپاینونو وروستۍ حملې وغندلې.

په پاکستان کې په دوو جلا جلا چاودنو کې، د پارلماني انتخاباتو د یوه کاندید په ګډون ۱۳۳ تنه وژل شوي او له ۲۳۰ زیات ټپیان شول.

یوه چاودنه د بلوچستان ایالت په مستُنګ سیمه کې وشوه چې د کاندید سراج ریساني په ګډون، ۱۲۸ تنه په کې ووژل شول او له ۲۰۰ زیات وګړي په کې ټپیان شوي دي.

د خیبر پښتونخوا ایالت په جنوبي سیمه بنو کې هم پرون د پاکستان متحده مجلس عمل ګوند د پېژندل شوي سیاستوال او کاندید اکرم خان دراني پر موټر چاودنه وشوه.

درانی له چاودنې ژوندی وتلی، خو پنځه تنه پکې وژل شوي او له ۳۲ زیات ټپیان دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون جمعه د جولای په ۱۳ مه په یوه بیان کې وویل چې حمله کوونکو په "بزدلۍ" هڅه وکړه چې د پاکستان خلک د هغوی له ډموکراتیک حقه چې انتخابات دي، بې برخې کړي.

په بیان کې لیکل شوي:

"موږ به د افغانستان له خلکو او د جنوبي اسیا له ولسونو سره د ترورېزم پر ضد د هغوی په مبارزه کې ولاړ اوسو."

په پاکستان کې د پارلمان انتخابات د جولای په ۲۵ مه کېږي.

د پاکستان حکومت ویلي چې ۱۳۷ زره عسکر او پولیس به د انتخاباتي مرکزونو د امنیت ټينګولو لپاره موظف کړي.

په همدې حال کې، د پاکستان پولیسو پرون د هغه هېواد پخوانی صدراعظم نواز شریف او د هغه لور لاهور ته له رسېدو سره سم ونیول.

د رپوټونو پر اساس، د پاکستان د احتساب د ادارې مامورینو پرون نواز شریف او د هغه لور مریم نواز په هوايي ډګر کې ونیول، پاسپورتونه یې ورڅخه واخیستل او اسلام اباد ته یې په الوتکه کې سپاره کړل.

ویل کېږي چې شریف او لور یې د اسلام اباد هوايي ډګر ته له رسېدو سره سم د احتساب د ادارې مامورینو په ګاډو کې سپاره کړل او زندان ته یې بوتلل.

ویل کېږي چې پلار او لور په "هډیاله" زندان کې اچول شوي دي.

د اسلام اباد د احتساب محکمې د جولای په شپږمه پخوانی صدراعظم نواز شریف، د هغه لور او زوم په اداري فساد او مالي درغلیو کې د لاس درلودلو په جرم په زندان محکوم کړل.

د پاکستاني رسنیو په حواله، په یوشمېر ښارونو کې د مسلم لیګ نواز ګوند پلویانو مظاهرې پېل کړې او له پولیسو سره یې د شخړو خبر هم ورکړ شوی دی.

د مسلم لیګ نواز ګوند مشرتابه ویلي چې پولیسو یې سلګونه غړي او پلویان نیولي دي.

XS
SM
MD
LG