خبرونه
د پاکستان د پارلماني انتخاباتو یو کاندید له یو برید روغ وتلی دی
د پاکستان پولیس وايي، د پاکستان د پارلماني انتخاباتو یو کاندید له یو برید روغ وتلی دی.
دا د پاکستان د انتخاباتو سره د تړلو بریدونو د څپې تازه پېښه ده.
د پنجاب ایالت پولیسو د سه شنبې په ورځ وویل، پر شیخ افتاب احمد او زوی یې سلمان سرور د دوشنبې په ورځ ناوخته هغه مهال د اټک په سیمه کې برید وشو چې دوی له یوې انتخاباتي غونډې څخه کور ته د ستنیدو په حال کې وو. پولیس وايي د افتاب احمد په موټر درې مرمۍ لګیدلې خو نوموړی له برید روغ وتلی دی.
شیخ افتاب احمد د پاکستان په پارلماني انتخاباتو کې د مسلم لیګ ن ګوند کاندید دی. نوموړې د پاکستان د پخوانی صدراعظم نواز شریف په کابینه کې د وزیر په توګه کار کړی دی.
د نوموړی زوی سلمان سرور د ایالتي اسامبلۍ څوکۍ ته کاندید دی.
په پاکستان کې انتخابات د جولای په ۲۵ مه نیټه ترسره کیږي.
سږ کال ددې انتخاباتو لپاره روانې انتخاباتي مبارزې د تاوتریخوالي له یوې څپې سره مخ دي.
منتقدان دا وضیعت د سیاسي فعالانو، ژورنالیستانو او په دې هیواد کې پوځ د مخالفو څیرو د زپلو هڅه بولي.
د جولای په ۱۳ مه نیټه په بلوچستان ایالت کې د یوې انتخاباتي غونډې پر مهال یوې ځانوژونکې حملې د یو سیمه ایز کاندید په شمول ۱۵۰ کسان ووژل او تر ۱۸۰ زیات نور یې ټپیان کړل. په همدې ورځ په بنو کې په یوې غونډې کې چاودنې لږ تر لږه ۴ کسان وژلي وو.
تر هغې مخکې په پېښور کې د عوامي نیشنل ګوند په یوه غونډه کې چاودنه شوه چې لږ تر لږه شل کسان په کې ووژل شول. په وژل شویو کې ددې ګوند یو مخکښ کاندید هارون بلور هم شامل و.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
ملګري ملتونه : تیره اونۍ زرګونه کسان افغانستان ته ستانه شوي
د پناه غوښتونکو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمشنرۍ وايي تیره اونۍ (د مې له ۳ تر ۹ ) څه دپاسه ۱۱۵۰۰ کسان له پاکستان ، ایران ،تاجکستان او نوروهیوادونو افغانستان ته ستانه شوي دي.
دغه اداره وايي ستنو شویو کسانو ۵۵ سلنه ښځې او ۴۵ سلنه نارینه او ۵۶ سلنه یې له اتلسو کلونو کم عمره کسان دي.
رپوټ زیاتوي چې دستنو شویو کورنیو ۴۱ سلنه داسې کورنۍ دي چې مشري یې ښځې کوي.
د مهاجرت نړیوال سازمان ویلي چې په دوه زره پنځه ویشتم کال کې له ګاونډیو هیوادو افغانستان ته درې میلیونه او درې لکه افغانان ستانه شوې دي.
ټرمپ چین ته د سفر په پیل کې وویل چې له خپل چینايي سیال غواړي چې خپل هیواد د امریکايي کمپنیو پرمخ پرانیزي
د متحدو ایالاتو ولسمشر دونالد ټرمپ د چهارشنبې په ورځ چین ته د سفر په پیل کې وویل چې د چین له ولسمشر شین جین پینګ څخه به وغواړي چې خپل هیواد د امریکايي کمپنیو پر مخ پرانیزي.
تمه ده چې په دې مهمه سرمشریزه غونډه کې د ایران دجګړې په هکله هم خبرې وشي.
د نیویډا او تسلا کمپنیو مشران ،جنسن هوانګ او ایلان ماسک هم ولسمشر ټرمپ سره چین ته د سفر ملګري دي.
ولسمشر ټرمپ واشنګټن څخه تر روانیدو وروسته پر ټولنیزو رسنیو ولیکل :
“زه به له ولسمشر شي، چې یو ډېر ممتاز مشر دی، وغواړم چې چین پرانیزي، څو دا تکړه کسان خپل استعداد وکاروي او د چین ولسي جمهوریت لا لوړې کچې ته ورسوي!”
د نورو سترو شرکتونو یو شمېر اجرائیه رئیسان، لکه د اپل مشر تیم کوک هم د دې سفر لپاره بیجینګ ته ځي. دا نږدې په لسو کلونو کې چین ته د یوه امریکايي ولسمشر لومړنی سفر دی.
ټرمپ سپینې ماڼۍ څخه د روانېدو پر مهال وویل چې تمه لري له خپل چینايي ساري سره د ایران په اړه “اوږدې خبرې” وکړي، ځکه ایران خپل زیاتره هغه تېل چې د امریکا تر بندیزونو لاندې دي، چین ته پلوري.
ټرمپ: ایران به غني شوي یورانیم وروسپاري
د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر وایي، سل په سلو کې ډاډه دی چې ایران به د یورانیمو غني کیدل ودروي او زیرمه شوي یورانیم به امریکا ته وسپاري.
ډونالډ ټرمپ د سې شنبې په ورځ وویل چې ایرانیانو ژمنه کړې ده چې نور به یورانیم نه غني کوي او غني شوي یورانیم به موږ ته سپاري. ولسمشر ټرمپ زیاته کړه چې بیړه پکار نه ده، موږ ایران محاصره کړی دی هغوی ته به هیڅ پیسې پاتې نه شي او موږ نه شو کولی چې دوی پریږدو چې اټومي وسلې جوړې کړي او له هغوی څخه استفاده وکړي.
ټرمپ د دوشنبې په شپه هم ویلي و چې د ایران پر اسلامي جمهوریت به تر هغو فشار روان وي چې یوه توافق ته رسیږي.
د بریکس د بهرنیو چارو د وزیرانو غونډه په نوي ډیلي کې
ټاکل شوې ده چې پنجشنبه( د مې ۱۴ مه) په هند کې د بریکس هیوادو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه پرانیستل شي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت رویټرز اژانس ته ویلي دي چې دا دوه ورځنۍ کلنۍ غونډه به په پلازمېنې نوي ډيلي کې وي.
د بریکس سازمان په ۲۰۰۹ کال کې د برازیل، روسیې، هند، چین او جنوبي افریقا له لورې تاسیس شو او بیا ایران، مصر، ایتوپيا، اندونیزیا، او متحده عربي امارات ورسره یوځای شول.
هند سږکال د بریکس سازمان مهالنۍ مشري کوي.
د خبریالانو د ملاتړ کمېټه: طالبان دې نیولي خبریالان دستي خوشي کړي
د خبریالانو د ملاتړ کمیټې په کابل کې له قید او شرط پرته د دوو نیول شویو خبریالانو د سمدستي خوشي کیدو غوښتنه کړې ده.
دې کمېټې د سې شنبې په ورځ وویل چې رسنۍ باید له مداخلو پرته فعالیت وکړي.
د طالبانو د اطلاعات او کلتور وزارت د سې شنبې په ورځ په خپله ایکسپاڼه کې د عمران دانش او منصور نیازي د نیولو خبر تایید کړ. د طلوع نیوز دا دوه خبریالان څو ورځې مخکې په کابل کې د طالبانو د امنیتي ادارو له خوا نیول شوي وو.
د طالبانو د اطلاعات او کلتور وزارت ویاند خبیب غفران په یوه اعلامیه کې ویلي چې د دې خبریالانو قضیه تر څېړنې لاندې ده او محکمې تر اوسه په دې اړه پریکړه نه ده کړې. خبیب غفران د دې خبریالانو د نیولو دلیل نه دی روښانه کړی.
د افغانستان د رسنیو د ملاتړ سازمان هم د دې خبریالانو د نیولو په تړاو اندیښنه څرګنده کړې ده او ویلي یې دي چې د دوی ترڅنګ شپږ نور خبریالان هم د طالبانو په بند کې دي.
افغانستان د بې پولي خبریالانو د نړیوالو رسنیو د ازادۍ په شاخص کې د یو سل او اتیا هیوادونو په ډله کې دا اخر له خوا پنځم ځای لري.
د افغانستان د فوټبال تر ۲۰ کلونو کم عمره لوبډله له ازبکستان سره لوبه کوي
ټاکل شوې ده چې چهارشنبه( د مې ۱۳ مه) د افغانستان د فوټبال له شل کلونو کم عمره ملي لوبډله د ازبکستان له سیالې لوبډلې سره مسابقه وکړي.
دا لوبه د دوه زره شپږ ویشتم کال د مرکزي اسیا( کافا) سیالیو په لړ کې د افغانستان دوهمه لوبه ده. افغان لوبډلې لومړۍ یوه د سې شنبې په ورځ له ترکمنستان څخه درې د یوه په وړاندې ماتې وخوړه.
د کافا سیالۍ د تاجیکستان په کوربتوب د مې له ۱۲مې تر ۱۷مې ترسره کېږي چې د افغانستان، ترکمنستان، تاجیکستان، اوزبېکستان او قرغزستان لوبډلو پکې ګډون کړی دی.
ذکیې خدادادي د اروپا په پارا تکواندو لوبو کې اتلولي خپله کړه
ذکیې خدادادي د اروپا د پارا تکواندو په سیالیو کې د اتلولۍ مقام خپل کړ.
خدادادي چې له اصله د افغانستان ده په دې سیالیو کې د فرانسې په استازیتوب لوبه وکړه. دې د دوشنبې په ورځ په اروپایي سیالیو کې د ایتالیا، جورجیا او ترکیې لوبغاړي مات کړل او د سرو زرو میډال یې د اووه څلویښت کیلوګرامه وزن په کټګوري کې ترلاسه کړ.
د ۲۰۲۶ کال د پارا تکواندو سیالۍ د دوشنبې په ورځ د جرمني په مونیخ کې پيل شوې دي چې د پنجشنبې په ورځ پای ته رسي.
ذکیې خدادادي تر دې مخکې په ۲۰۲۳ کال کې هم د سرو زرو میډال ګټلی و.
د طالبانو حکومت د پاکستان هغه ادعا رد کړه چې ګواکې د بنو خونړی برید افغانستان کې پلان شوی و
د طالبانو حکومت د پاکستان هغه ادعا رد کړه چې ګواکې د خیبرپښتونخوا د بنو وروستی خونړی برید افغانستان کې پلان شوی و.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد نن سه شنبه ( د ثور۲۲مه) پر خپله ایکس پاڼه د پاکستان دغه ادعا بې بنسټه بللې.
د بنو په موټربم او ډلهییز برید کې چې د تېرې شنبې په ماښام وشو، لږ تر لږه ۱۵ پولیس ووژل شول او مسولیت یې د اتحاد المجاهدین په نوم وسله والې ډلې ومانه.
پاکستان د دغه برید په غبرګون کې د دوشنبې په ورځ په اسلام اباد کې د طالبانو د حکومت چارسمبالی سفیر احضار او خپل اعتراض یې وروسپاره.
د طالبانو د حکومت له بیاواکمنۍ راهیسې پاکستان تل تورپورې کوي چې هلته ترهګریز بریدونه د افغانستان له خاورې پلانېږي، خو طالب چارواکي دا تورونه ردوي او د پاکستان ناامنۍ د هغه هېواد کورنۍ مسله بولي.
د خیبرپښتونخوا په لکي مروت سیمه کې چادونې نهه کسان وژلي دي
په خیبرپښتونخوا کې په یوه ګڼه ګوڼي مارکیټ کې نن سې په یوه چاودنه کې نهه کسان وژل شوي او لسګونو نور ټپیان شوي دي.
دغه چاودنه د لکي مروت د سیمې په نورنګ بازارکې شوې ده.
د رویترز د راپورله مخې د پېښې له ځایه خپرو شویو انځورونو کې ښکاري چې دوکانونه زیانمن شوي او یو موټر سخت ویجاړ شوی دی.
دا برید وروسته له هغې شوی چې د شنبې په ورځ د بنو ولسوالۍ د پولیسو پریوې پوستې د موټر بم او ورپسې ډزو په نتیجه کې ۱۵ پولیس ووژل شول.
د هغې حملې مسولیت د اتحاد المجاهدین په نوم ډلې اخیستی خو د ننۍ پیښې مسولیت تراوسه چا یا کومې ډلې ندی اخیستی.
اسلام اباد ومنله چې هغه هیواد ته ورغلي یوشمیر ایرانۍ الوتکې همغلته پاتې دي
پاکستان هغه راپورونه رد کړي چې ګواکې ایران ته یې د اسلاماباد نورخان هوايي اډه کې د پوځي الوتکو د ځای پر ځای کولو اجازه ورکړې ده.
امریکایي سي بيا ېس شبکې راپور ورکړی و چې ایران د اوربند له اعلان وروسته خپلې څو پوځي الوتکې په دغه اډه کې ځای پر ځای کړې دي.
خو پاکستان په یوه رسمي اعلامیه کې دا راپورونه "تیرایستونکي" بللي او ویلي یې دي چې ایراني الوتکې د ایران او امریکا د خبرو اترو د لومړي پړاو وروسته د ډیپلوماټیکو، امنیتي او اداري ټیمونو د لېږد لپاره پاکستان ته داخلې شوې وې.
اسلام اباد زیاته کړې چې ځینې الوتکې او ملاتړ کوونکي پرسونل په موقتي ډول په پاکستان کې پاتې شوي، څو د راتلونکو احتمالي خبرو لپاره چمتو وي.