د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۵

د نوو بندونو جوړېدو له ایران سره د هلمند د اوبو پر سر کړکېچ زیات کړی!


د افغانستان په ډېرو برخو کې سختې وچکالۍ که له یوې خوا د اوبو د نویو بندونو د جوړېدو له پلانونو سره مرسته کړې ده، بلخوا همدې مسئلې له ایران سره د هلمند د اوبو پر سر کړکېچ لا پسې ډېر کړی دی.

له ایران سره د افغانستان د اوبو د لسیزو راهیسې اختلافاتو دغه راز د افغانستان هغه تورونه هم لا پیاوړي کړي چې وایي، تهران له وسله والو طالبانو سره مرسته کوي.

رفیق الله داوود زی یو له هغو بزګرو دی چې ځمکې یې د افغانستان په جنوبي ولایت هلمند کې د رود تر څنګ دي، خو د اوبو له نشتوالي څخه یې سږکال حاصلات ډېر کم شوي دي.

داوود زی وایي:

"موږ کولی شو د هلمند د رود اوبه ووینو، حتی کولی شو ورشو او لاس پکي ووهو، خو د دې رود اوبه خپلو ځمکو ته نشو راوړلی."

دی وایې :

"دا د هر بزګر لپاره سخته ده چې ګوري د هلمند رود ډېره برخه اوبه ایران ته بهېږي."

افغان چارواکي وایي، هېواد یې چې په نړیواله کچه یې د اوبو د ذخیرې سطح ډېره لږ ده، د نویو بندونو جوړېدو ته اړتیا لري څو د کرني سکتور سره مرسته وشي.

دا سکټور د افغانستان لپاره د ۲۰ میلیارډه ډالرو په ارزښت اقتصادي منبع ده چې وچکالۍ ډېر ځپلی دی.

د افغانستان طبیعي پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزیر نجیب اقا فهیم تېره اوونۍ په کابل کې د وچکالۍ د اغېزو په اړه یوه ورکشاپ ته د وچکالۍ د خطرونو د ډېرېدو په اړه وویل:

"له راپورونو ښکاري چې په کابل کې د ځمکې لاندې اوبو کچه ۲۹ میلیونه متره مکعب ده، خو زموږ برداشت دا دی چې د اوبو کلنۍ اړتیا ۳۲ میلیونه متره مکعب ده، یعني موږ ۳ میلیونه متره مکعب اوبو د کسر له موازنې سره مخ یو، که دغه بهیر دوام پيدا کړي، که هیلې هم موجودې وي، موږ ته په راتلونکو کلونو کې اوبه نه‌پاتې کېږي."

افغان چارواکو په اپریل کې د اوبو د نویو بندونو د جوړېدو د پلانونو پر مخ وړلو اعلان وکړ چې له دې سره د تهران حکومت سخت غبرګون وښود.

ایران ولې په افغانستان کې د اوبو د مدیریت له چارو سره حساسیت ښکاره کوي؟

ایران وېره لري چې د افغانستان د نویو بندونو د جوړېدو سره به پر ایران اوبه بندې شي.

د روان کال په سر کې وسله والو طالبانو د لوېدیځ ولایت فراه د نیولو هڅه وکړه.

دغه ولایت له ایران سره پر پوله پروت دی.

د طالبانو دغو پراخو بریدونو د سیمه يزو سیاستوالو قهرجن غبرګونونه راپورته کړه او ادعا یې وکړه چې تهران د اوبو پر سر د جګړې لپاره له وسله والو یاغیانو کار اخلي.

د افغانستان د سرحدي پولیسو پخواني قوماندان ګل نبي احمدزي رویټرز ته ویلي چې ایران طالبان تمویلوي څو د اوبو د بندونو په ګډون په افغانستان کې د پراختیایې پروژو کارونه وځنډوي.

پر فراه ولایت کې د بریدونو پر مهال د افغانستان دفاع وزیر هم ویلي وو چې دا جګړه د اوبو د مدیریت ده.

د فراه امنیه قوماندان: ایران په فراه کې طالبان تمویل او تجهیزوي

خو په کابل کې د ایران ډیپلوماټانو دا څرګندونې نه مني او په پرله پسې ډول د طالبانو د ملاتړ تورونه ردوي.

د افغانستان د کرنې وزارت چارواکي وایي، د دغه هېواد ۲۰ میلیونه وګړي پر کرني متکي دي او سږ کال یې د وچکالۍ له کبله د ځمکو حاصلات ۴۵ فیصده رالوېدلي دي.

دغه چارواکي ټینګار کوي چې باید ملي ګټي خوندي شي، خو باید د کوم بل هېواد لخوا سپارښتنه ورته ونشي چې خپلې ملي منابع څه ډول خوندي کړي.

د افغانستان د اوبو د ذخیرې لپاره د نویو بندونو د جوړېدو پلان له لسیزو راهیسي مطرح وو، خو اوس افغان حکومت په فعاله توګه له نړیوالو مرسته کوونکو څخه د همکارۍ په لټه کې دي څو دغه بندونه جوړ کړي.

د هغه تړون له مخې چې په ۱۹۷۳ کال کې د افغانستان او ایران تر منځ لاسلیک شوی، هرکال ایران ته د هلمند د رود ۸۲۰ میلیونه متر مکعبه اوبه اختصاص شوي دي، خو په افغانستان کې د تېرو څلوېښتو کلونو جګړو له کبله د اوبو دغه ویش په نامنظم ډول ترسره شوی دی.

د افغانستان د کرنې او اوبو لګولو وزارت وایي، تېر کال ایران ته له افغانستان څخه څه باندي درې میلیارډه متره مکعبه اوبه داسې مهال تللې چې د دغه هېواد په شلو ولایتونو کې د وچکالۍ د اغېز نښې احساس شوي دي.

XS
SM
MD
LG