د افغانستان د سولې عالي شورا د امریکا د متحده ایالاتو لهخوا د سولې له پروسې سره مرسته کوونکي اقدامات او له طالبانو سره مستقیمو خبرو ته زړه ښه کول مهم ګام ګڼي.
د دغې شورا مرستیال عطاالرحمان سلیم د امریکا د دې اقدام په غبرګون چې له طالبانو سره به مخامخ خبرې وکړي ازادي راډيو ته وویل، دا کار د افغانستان د سولې بهیر کامیابولی شي.
ښاغلي سلیم د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د چنګاښ ۲۵» ازادي راډيو ته وویل، دوی د هر هېواد او یا بنسټ له هڅو چې د سولې له پروسې سره مرسته کولای شي هرکلی او ملاتړ کوي.
نوموړی وايي:
"هر هغه څوک چې له موږ سره د اعتماد جوړونې په برخه کې همکاري کولای شي او یا د سولې لپاره مقدماتي کارونه ترسره کړي، موږ ورنه هرکلی کوو او موږ دا د سولې د پروسې او د بینالافغاني تفاهم لپاره ګټور ګڼو."
دا پهداسې حال کې ده چې د نیویارک ټایمز ورځپانې د راپور له مخې امریکا خپلو لوړپوړو ډیپلوماتانو ته له طالبانو سره د نېغ په نېغه خبرو کولو ویلي دي.
که څه هم نیویارک ټایمز په خپل راپور کې د چا نوم نهدی اخیستی، خو ویلي یې دي چې څو لوړپوړو امریکايي او افغان چارواکو د دې خبرې پخلی کړی او په باور يې پهدې کار سره به افغان حکومت او طالبان د خبرو اترو لپاره یو بل ته ښه نږدې او رسمي خبرې به پیل شي.
ورځپاڼې د امریکا دا ګام د افغانستان د ۱۷ کلنې جګړې ختمېدو ته یو روښانه څرک بللی دی.
وسلهوالو طالبانو هم له دې وړاندې امریکا تل د خبرو لوری بللی، خو امریکا په خپله د افغانانو لهخوا د سولې پروسې په پر مخ بیولو ټینګار درلود.
افغان حکومت هم تل دا ویلي چې د افغانستان د سولې پروسه به د افغانانو په مالکیت د افغانانو لهخوا پر مخ وړل کېږي.
په ورته وخت کې د نړیوالو چارو کارپوه انتظار خادم د امریکا دا ګام د افغان جګړې د ختمېدو په برخه کې مثبت ګام بولي او وايي، لیرې نهده چې د طالبانو ملاتړي هېوادونه به د دغې پروسې د ناکامولو هڅې وکړي.
ښاغلی خادم زیاتوي:
"دواړه لوري باید له ډېرې ځیرکتیا نه کار واخلي، داسې چې نور بهرنیو لاسوهنو ته اجازه ورنهکړي او د سیمې هېوادونه د سولې دغه وضعیت زیانمن نهکړي او خپلې شخصي او سلیقوي غوښتنې پهکې ځای پر ځای نهکړي، ځکه اوس داسې پړاو دی چې د سیمې هېوادونه او هغوی چې په افغانستان کې خپله ستراتېژیکه ژورتیا غواړي او یا له امریکا سره په مخالفت کې واقع دي، دوی به د وسلهوالو طالبانو او یا افغان حکومت په رهبرۍ کې د ځای پیدا کولو په لټه کې وي."
د ده په وینا په کابل، اندونیزیا او سعودي عربستان کې د علماوو تر کنفرانسونو وروسته اوس د سولې د خبرو پیلولو ته لازم فرصت برابر شوی او د عملي اقداماتو لپاره د امریکا او ځينې نورو هېوادونو هڅې هم بېنتیجې نهشي پاتې کېدای.
راپور: یوسف خان ځدراڼ