د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۹

غني: د دې وخت دی چې طالبان د دینې عالمانو متفقې غوښتنې ته مثبت ځواب ووایي


افغان ولسمشر وايي، په افغانستان کې طالبانو سره د جګړې د دوام لپاره هېڅ ډول د توجیې وړ دلیل نه دی پاتې.

په افغانستان کې د سولې د ټینګښت د هڅو په دوام، افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، سعودي عربستان او هلته راټول شویو دیني عالمانو په افغانستان کې جګړه فتنه وبلله او په دې توګه یې د افغان جګړې په اړه خپل مسؤلیت ادا کړ.

ښاغلي غني چې د یکشنبې په ورځ د سعودي عربستان او د بروکسل د ناستو د پایلو په اړه یې یوې خبرې غونډې ته خبرې کولې، وویل چې د نړۍ دینې عالمانو په بشپړ ډول په افغانستان کې د جګړې له دوام دینې مشروعیت واخيست.

د ښاغلي غني په خبره، طالبان هم له جګړې ستړي شوي او اوس د دې وخت را رسېدلی چې دوی د دینې عالمانو متفقې غوښتنې ته مثبت ځواب ووایي.

ولسمشر محمد اشرف غني
ولسمشر محمد اشرف غني

ولسمشر غني زیاته کړه:

"دغو دیني علماوو په خپل اسلامي رسالت سره د روانې جګړې دیني مشروعیت په بشپړ ډول واخيست، اوس د دې جنګ د دوام لپاره طالبانو ته هېڅ دلیل نه دی پاتې، اوربند ثابته کړه چې طالبان له جګړې ستړي دي او زموږ عظیم ولس سوله غواړي، اوس د دې وخت دی چې د اسلامي علماوو متفقې غوښتنې ته مثبت ځواب ووایو او د سولې جدي مذاکرت پیل کړو."

ولسمشر په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې تېره اوونۍ د شااوخوا ۳۷ هېوادونو لسګونو دینې عالمانو په سعودي عربستان کې افغان جګړه فتنه وبلله.

په ورته وخت کې دوه ورځې مخکې د مسجد نبوي امام هم د جمعې په خطبه کې د دیني عالمانو د وروستي دریځ د تأيید ترڅنګ وویل چې په افغانستان کې باید روانه جګړه نوره پای ته ورسېږي.

خو طالبانو بیا د یوې اعلامیې په خپرولو سره د دینې عالمانو دغه ناسته غندلې ده.

په ورته وخت کې په سعودي عربستان کې د دیني عالمانو له ناستې سره همهاله د ناټو په غونډه کې هم نړیوالو په افغانستان کې د سولې لپاره له پیل شویو هڅو بشپړ ملاتړ اعلان کړ.

ولسمشر غني وايي، د بروکسل په ناسته کې د افغان حکومت د سولې له هڅو په بشپړ ډول ملاتړ وشو او دغه ناسته په دې برخه کې د نړیوالې اجماع ښکارندويي کوي.

ښاغلي غني وویل:

"نن د سولې د ټینګښت لپاره کاملاً اجماع رامنځته شوې، د بروکسل ناسته د دغې اجماع ښه ممثل کوونکې غونډه وه او د تاشکند کنفرانس په سیمه کې د اجماع د رامنځته کېدو ښه دلیل دی او د سیمه ییزې اجماع په برخه کې د پاکستان پرته چې د کاغذ پرمخ پرمختګ شوی، خو د عمل په تمه یې یوو، نور ښه پرمختګ رامنځته شوی دی."

د ښاغلي غني په خبره، افغان حکومت به د سولې د هڅو د دوام ترڅنګ د امنیتي او دفاعي ځواکونو د پیاوړتیا لپاره هم خپل پروګرامونه عملي کوي، ځکه په خبره یې، دوی نه غواړي له طالبانو سره له کمزوري دریځه سوله وکړي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG