افغانستان
کشاف: دیني عالمانو توافق وکړ چې د افغانستان جګړه توجیه نهلري
د افغانستان د عالمانو د سرتاسري شورا مشر مولوي قیامالدین کشاف وايي چې په سعودي عربستان کې د اسلامي عالمانو په نننۍ غونډه کې توافق وشو چې د افغانستان جګړه توجیه نهلري.
مولوي کشاف نن سې شنبه په جده کې د امریکا غږ خبریال ته وویل:
"غونډه مثبته وه، ښه تېره شوه، حق تهیې حق وویل، ټول علما پر دې موافق شول چې څه چې په افغانستان کې تېرېږي، د اسلام له نظره توجیه نهلري."
د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، هیله لري چې په غونډه کې به پر وسلهوالو طالبانو غږ وشي چې ژر تر ژره او مخامخ د افغانستان له حکومت سره د سولې مذاکرو ته کېني.
په جده کې په نننۍ غونډه کې د افغانستان او نورو ۳۷ اسلامي هېوادونو معتبرو عالمانو ګډون درلود.
هغوی سبا چهارشنبه په مکهالمکرمه کې سره ګوري.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
WHO: په څه باندې یوه اونۍ کې اروپا کې د سختې تودوخې اړوند له ۱۳۰۰ څخه زیاتې مړینې ثب شوې دي
د روغتیا نړیوال سازمان WHO ویلي چې د جون له ۲۱مې راهیسې په اروپا کې د سختې تودوخې د بې ساري څپې په تړاو له ۱۳۰۰ څخه زیاتې مړینې ثب شوې دي.
د WHO مشر ټیډروس ادهانوم ګبریسوس پرخپله ایکسپاڼه لیکلي، چې د تودوخې فشار یو" غلی وژونکی" دی. هغه له اروپايي هېوادونو وغوښتل چې د اقلیمي بدلون په وړاندې د روغتیا ساتنې لپاره د " تودوخې روغتیا عملي پلانونه تطبیق کړي."
د فرانسپرس آژانس د راپورله مخې د سختې ګرمۍ اړوند ډیرې مرینې په فرانسه کې ثبت شوي او ویل شوي چې د جون له ۲۴ راهیسې په دې هیواد کې زر نور کسان چې د اکثرو عمرونه یې له ۶۵ زیات ښودل شوي، مړه شوي دي.
په ډیرو اروپایي هیوادونو کې د تودوخې درجه تر ریکارډ کچې ثبت شوې ده. د چک جمهوريت د پلازمینې پراګ په شمالي برخه کې نژدې ۴۲ درجې د سانټیګراد، د پولنډ په سلوبیڅه ښارکې ۴۰،۵ درجې د سانټیګراد او په جرمني کې ۴۱،۷ درجې د سانټیګراد ثبت شوې ده.
اټکل کیږي چې را روانه یکشنبې به په اروپا کې لږترلږه ۱۹۱ ملیون کسان لږترلږه د تودوخې ۳۵ درجې د سانټیګراد تجربه کړي.
د افغانستان په ځینو سیمو د پاکستان هوايي بریدونه؛ ګڼو ملکیانو ته د مرګژوبلې د اوښتو راپورونه خپاره شوي
د راپورونو له مخې پاکستاني پوځ یو وار بیا د افغانستان په ځینو سیمو هوایي بریدونه کړي.
په پکتیا، پکتیکا، کونړ او ننګرهار کې د ډیورنډ کرښې ته نږدې ځینې سیمې د یکشنبې شپې ناوخته بریدونو کې ویشتل شوي.
د پکتیا د څمکنیو له روغتونه ازادي راډیو ته رسېدلې ویډیوګانې ښيي چې ګڼ ټپیان او جسدونه روغتون ته وړل شوي چې پکې ګڼ ماشومان هم لیدل کېږي.
روغتیاپالان د لسګونو کسانو د مرګژوبلې خبره کوي.
ازادي راډیو په خپلواکه توګه د مرګژوبلې ارقام نه شي تاییدولی.
د افغانستان او قرغزستان تر منځ د «سوداګرۍ شورا» رامنځته شوه
د افغانستان او قرغزستان تر منځ د «سوداګرۍ شورا» د رامنځته کولو هوکړه لاسلیک شوه.
په قرغزستان کې افغان سفارت چې د طالبانو په کنټرول کې دی په یوه بیان کې لیکلي دا هوکړه د یکشنبې په ورځ د افغانستان او قرغزستان د اقتصادي همکاریو د نړیوال فورم د ناستې پر مهال وشوه.
د دې هوکړې هدف د دواړو هېوادونو د سوداګرو تر منځ د مستقیمو اړیکو پياوړتیا، ګډ نوښتونه او نورې ګډې همکارۍ بلل شوي.
افغان او قرغز سوداګرو په دې غونډه کې د تجارتي او اقتصادي همکاریو په پراختیا باندې ټینګار وکړ.
که څه هم له روسیې پرته د نړۍ هېڅ هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی خو د منځنۍ اسیا ګڼو هېوادونو له افغانستان سره سوداګريزې اړیکې پراخې کړي.
د طالبانو حکومت ویلي چې ۲۰۲۵ کال کې له منځنۍ اسیا سره د سوداګرۍ کچه دوه میلیارد او ۷ سوه میلیون ډالرو ته رسېده او دوی هڅه کوي چې تر ۴ نورو کلونو دا کچه ۱۰ میلیاردو ډالرو ته ورسوي.
اوچا: ۲۰۲۵ کال کې وچکالي په افغانستان کې ۳،۴ ملیونه وګړي اغیزمن کړي دي
د ملګروملتونو د بشري چارو د همغږۍ اداره اوچا وايي چې په ۲۰۲۵ کال کې په افغانستان کې وچکالۍ په دولسو ولایتونو کې ۳،۴ ملیونه وګړي اغیزمن کړي او د ځمکې لاندې اوبو کچه ترټولو ټیټې یعنې دیرش سلنې ته راکښته شوې چې د خلکو پرمعیشت یې سخت اغیزکړی دی.
اوچا د یکشنبې په ورځ د چنګاښ په اومه پرخپله ایسکپاڼه کې لیکلي چې د دې کال بارانونو یو څه ښه والی راوستی، خو یو ښه فصل د پنځو کلونو وچکالۍ نه شي جبرانولای. د اوچا په خبره په ټول افغانستان کې ټولنې لا هم د اوبو د سرچینو له کمښت، د اقلیمي فشارونو له زیاتوالي او د راتلونکي فصل له ناڅرګندتیا سره مخ دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت، یوناما تیره میاشت پرافغانستان د اقلیم د بدلون اغیزو ته په اشاره ویلي و چې د اوبو کمی او وچکالي د دې هیواد په وړاندې ترټولو لوی ګواښ دی. د یوناما په خبره د افغانستان د نفوس نیمايي برخه د وچکالي او د اوبو د کموالي تر اغیزلاندې دي او دوامداره وچکالي به پرکرنې چې په کلیوالي سیمو کې د ژوند د ملا تیر ګڼل کیږي، سخت اغیز وکړي.
د هندوکش په غرو نو کې زلزلې پاکستان کې زیانونه پیښ کړي دي
د افغانستان د هندوکش په غرونو کې د شنبې د ورځې زلزلې د پاکستان په بلوچستان کې ایالت کې خلکو ته ځاني او مالي زیانونه رسولي دي.
دغې زلزلې چې شدت یې د ریښتر په حساب ۶ اعشاریه ۲ درجې او مرکز یې د بدخشان ولایت په جرم ولسوالي کې د مځکې له سطحې ۸۱ کیلومتره لاندې و، د افغانستان ترڅنګ پاکستان، منځنۍ اسیا او د هند شمالي برخې ولړزولې.
د افغانستان د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې ویلي، تر اوسه د مرګ ژوبلې یا مالي زیان رسمي راپور نه دی ترلاسه شوی، خو ارزونې روانې دي.
د رویترز د راپورله مخې د پاکستان د بلوجستان ایالت په موسي خیل ولسوالۍ کې د دې زلزلې له امله تر ۲۰ ډېر کسان ټپیان شوي او شاوخوا ۱۲۵ کورونه زیانمن شوي دي.
په افغانستان کې په ځانګړي ډول د هندوکش په غرونو کې ډیرې زلزلې کیږي.
په اپرېل میاشت کې په بدخشان ولایت د ریښترپه کچه د ۵،۸ درجې درجې زلزلې له امله ۱۲ کسان مړه شول. د ۲۰۲۵ کال په اګست کې د هېواد په ختیځ کې د ریښتر په کچه ۶ درجې زلزلې له امله له ۲۲۰۰ زیات کسان مړه او په سلګونو کورونه ویجاړشول او ترهغې څو اوونۍ وروسته، د ۶،۳ درجې بلې زلزلې د افغانستان په شمال کې کې لږ تر لږه ۲۷ کسان ووژل.
د بریټانیا د کورنیو چارو وزارت د پناه غوښتونکو لپاره نوې قانوني او خوندې لارې اعلان کړې
د بریټانیا د کورنیو چارو وزارت د پناه غوښتونکو لپاره نوې قانوني او خوندې لارې اعلان کړې.
د دغه وزارت په خبره، "پوهنتونونه، ټولنیز ډلې او سوداګریز شرکتونه کولی شي هغه کډوال مالي ملاتړ کړې چې بریټانیا ته راتلو غوښتنه کوي".
د سپانسر له لارې بریټانیا ته تګ هغه تګلاره ده چې له دې وړاندې کاناډا د پناه غوښتوونکو لپاره کارولې ده.
د بریټانیا د کورنیو چارو وزیره شبانه محمود وايي، "نوی سیستم به اصلي او رښتني کډوال وساتي".
محمود د همدې روان کال په پیل کې د ډنمارک له تجربې په استفادې د پناه غوښتنې په سیستم کې لوی بدلونونه راوستل چې له مخې يې د کډوالۍ د اسنادو د ترلاسه کیدو موده دوه برابره شوه.
د کورنیو چارو وزارت په خبره، دغه نوی لارې به راتلونکی کال پرانستل شي.
له دې وړاندې بریټانیا افغان کډوالو ته د هر ډول ویزې ورکړه بنده کړې وه.
لا معلومه نه ده چې افغان کډوال د دغه نوي سیتسم له لارې بریټانیا ته راتلی شي او کنه.
د تمدن ټلویزیون چارواکي ادعا لري چې طالبانو يې دوه کارکوونکي نیولي
په کابل کې د تمدن ټلویزیون ادعا لري چې طالبانو يې دوه کارکوونکي محمد رحمتي او رضا احساني نیولي.
دغه ټلویزیون د شنبې په ورځ پر خپلې فېسبوک پاڼې په یوه اعلامیه کې ادعا کړې چې،" دغه دوه کسان د طالبانو د عدلیه وزارت په امر شپږ ورځې وړاندې نیول شوي".
تراوسه د طالبانو حکومت په دې اړه څه ویلي نه دي.
تمدن ټلویزیون له دې وړاندې اعلان کړی و چې طالب چارواکو يې پر دفتر برید کړی او د دغه ټلویزیون نشرات يې بند کړې دي.
د دې ټلویزیون مشر جواد محسني مخکې ویلي و چې د تمدن ټلویزیون قضیه په دولتي ځمکو کې په ودانیو پورې اړه لري او په ځانګړې محکمه کې تر څیړنې لاندې ده.
د افغان ښځینه کرکټ لوبډلې د بریټانیا د وسله والو ځواکونو ښځینه کرکټ لوبډلې څخه ماتې وخوړه
د افغان ښځینه کرکټ لوبډلې د بریټانیا د وسله والو ځواکونو ښځینه کرکټ لوبډلې څخه ماتې وخوړه.
دغه لوبه چې د شنبې په ورځ په فینرز لوبغالی کې ترسره شوه، افغان لوبډله ونه توانیده ورکړل شوی هدف پوره کړې.
د بریټانیا د وسله والو ځواکونو ښځینه کرکټ لوبډلې په شلو اورونو کې ۱۴۹ منډې وکړې.
خو افغان ښځینه لوبډلې په شلو اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځیدو سره ۹۷ منډې وکړې چې له ورکړل شوي هدف لیرې وې.
د افغان ښځینه کرکټ بل لوبه د کمبریج پوهنتون د لوبډلې په وړاندې ده.
دغه لوبې په بریټانیا کې د افغان ښځینه لوبډلې د روزنیز سفر یوه برخه ده.
طبیعي پېښو په تیرو دوو ورځو کې پنځه کسان مړه کړي
له طبیعي پېښو سره د مبارزې ملي اداره وايي،" د طبیعي پېښو له کبله په څو ولایتونو پنځه کسان مړه شوي".
د دغه ادارې ویاند یوسف حماد د شنبې په ورځ د یوې ویډیو په خپرولو سره ویلي،" په تیرو دوو ورځو کې په کابل، کندهار، زابل، سمنګان، تخار، ننګرهار، لغمان او کونړ کې د سیلابونو، توپان او د شدیدو بارانونو له کبله خلکو ته مالي او ځاني زیان اوښتی دی".
د هغه په ټکو، دغه وروښتونو په زرهاوو جریبه کرنیز ځمکه هم ویجاړې کړې ده.
د روان کال له پیل راهیسې وروښتونو او سیلابونو افغانان سخت زیانمن کړې دي.
یوې شدیدې زلزلې افغانستان او شاوخوا هیوادونه ولړزول
یوې نسبتاً شدیدې زلزلې، چې شدت یې د ریښتر په حساب ۶ اعشاریه ۲ درجې و، د افغانستان ترڅنګ پاکستان، منځنۍ اسیا او د هند شمالي برخې ولړزولې.
د دې زلزلې مرکز د افغانستان د هندوکش په غرونو کې د بدخشان ولایت په جرم ولسوالي کې د مځکې له سطحې ۸۱ کیلومتره لاندې و.
د دې زلزلې ټکانونه په چین، تاجکستان، ازبکستان قرغیزستان او ترکمنستان کې هم احساس شوي دي.