افغانستان
په سعودي کې د عالمانو غونډې د افغانستان روانه جګړه ناروا بللې
په سعودي عربستان کې د اسلامي هېوادونو دیني عالمانو د افغانستان د سولې په اړه وروستۍ اعلامیه خپره کړه.
په دې اعلامیه کې د افغانستان روانه جګړه ناروا بلل شوې ده.
دغهراز د کنفرانس ګډونوالو په دې اعلامیه کې پر وسلهوالو طالبانو او افغان حکومت غږ کړی چې سولې ته سره کېني او هم له اسلامي هېوادونو غوښتنه شوې چې په دې برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي.
د ۴۳ اسلامي هېوادونو د شااوخوا ۱۱۰ دیني عالمانو غونډه پرون سې شنبه په جده ښار کې پیل شوه او نن چهارشنبه دوهمه ورځیې په مکه مکرمه کې وه.
افغان ولسمشر اشرف غني په پرونۍ غونډه کې د دغو عالمانو د هغې پرېکړې هرکلی کړی چې په افغانستان کې یې جګړه فتنه وبلله او ویېویل چې دغې جګړې خپل مشروعیت له لاسه ورکړی دی.
په پرونۍ غونډه کې د کعبې شریفې امام ویلي وو چې د افغانستان وضعيت نور د زغملو نهدی او باید دغلته جګړه ژر تر ژره ودرول شي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د هندوکش په سیمه کې زلزله شوې؛ بلوجستان ایالت کې لسګونه کورونه ویجاړ یا زیانمن شوي دي
د افغانستان د هندوکش غرونو سیمه د شنبې په ورځ د ریښتر په کچه ۶ درجې زورورې زلزلې ولړزوله چې ټکانونه یې په کابل او د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې هم احساس شول. د افغانستان د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې ویلي، تر اوسه د مرګ ژوبلې یا مالي زیان رسمي راپور نه دی ترلاسه شوی، خو ارزونې روانې دي.
د رویترز د راپورله مخې د پاکستان د بلوجستان ایالت په موسي خیل ولسوالۍ کې د دې زلزلې له امله تر ۲۰ ډېر کسان ټپیان شوي او شاوخوا ۱۲۵ کورونه زیانمن شوي دي. د زیانمن شویو خلکو د لاسنیوي لپاره د ژغورنې ډلې سیمې ته رسېدلې دي.
د بریټانیا د کورنیو چارو وزارت د پناه غوښتونکو لپاره نوې قانوني او خوندې لارې اعلان کړې
د بریټانیا د کورنیو چارو وزارت د پناه غوښتونکو لپاره نوې قانوني او خوندې لارې اعلان کړې.
د دغه وزارت په خبره، "پوهنتونونه، ټولنیز ډلې او سوداګریز شرکتونه کولی شي هغه کډوال مالي ملاتړ کړې چې بریټانیا ته راتلو غوښتنه کوي".
د سپانسر له لارې بریټانیا ته تګ هغه تګلاره ده چې له دې وړاندې کاناډا د پناه غوښتوونکو لپاره کارولې ده.
د بریټانیا د کورنیو چارو وزیره شبانه محمود وايي، "نوی سیستم به اصلي او رښتني کډوال وساتي".
محمود د همدې روان کال په پیل کې د ډنمارک له تجربې په استفادې د پناه غوښتنې په سیستم کې لوی بدلونونه راوستل چې له مخې يې د کډوالۍ د اسنادو د ترلاسه کیدو موده دوه برابره شوه.
د کورنیو چارو وزارت په خبره، دغه نوی لارې به راتلونکی کال پرانستل شي.
له دې وړاندې بریټانیا افغان کډوالو ته د هر ډول ویزې ورکړه بنده کړې وه.
لا معلومه نه ده چې افغان کډوال د دغه نوي سیتسم له لارې بریټانیا ته راتلی شي او کنه.
د تمدن ټلویزیون چارواکي ادعا لري چې طالبانو يې دوه کارکوونکي نیولي
په کابل کې د تمدن ټلویزیون ادعا لري چې طالبانو يې دوه کارکوونکي محمد رحمتي او رضا احساني نیولي.
دغه ټلویزیون د شنبې په ورځ پر خپلې فېسبوک پاڼې په یوه اعلامیه کې ادعا کړې چې،" دغه دوه کسان د طالبانو د عدلیه وزارت په امر شپږ ورځې وړاندې نیول شوي".
تراوسه د طالبانو حکومت په دې اړه څه ویلي نه دي.
تمدن ټلویزیون له دې وړاندې اعلان کړی و چې طالب چارواکو يې پر دفتر برید کړی او د دغه ټلویزیون نشرات يې بند کړې دي.
د دې ټلویزیون مشر جواد محسني مخکې ویلي و چې د تمدن ټلویزیون قضیه په دولتي ځمکو کې په ودانیو پورې اړه لري او په ځانګړې محکمه کې تر څیړنې لاندې ده.
د افغان ښځینه کرکټ لوبډلې د بریټانیا د وسله والو ځواکونو ښځینه کرکټ لوبډلې څخه ماتې وخوړه
د افغان ښځینه کرکټ لوبډلې د بریټانیا د وسله والو ځواکونو ښځینه کرکټ لوبډلې څخه ماتې وخوړه.
دغه لوبه چې د شنبې په ورځ په فینرز لوبغالی کې ترسره شوه، افغان لوبډله ونه توانیده ورکړل شوی هدف پوره کړې.
د بریټانیا د وسله والو ځواکونو ښځینه کرکټ لوبډلې په شلو اورونو کې ۱۴۹ منډې وکړې.
خو افغان ښځینه لوبډلې په شلو اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځیدو سره ۹۷ منډې وکړې چې له ورکړل شوي هدف لیرې وې.
د افغان ښځینه کرکټ بل لوبه د کمبریج پوهنتون د لوبډلې په وړاندې ده.
دغه لوبې په بریټانیا کې د افغان ښځینه لوبډلې د روزنیز سفر یوه برخه ده.
طبیعي پېښو په تیرو دوو ورځو کې پنځه کسان مړه کړي
له طبیعي پېښو سره د مبارزې ملي اداره وايي،" د طبیعي پېښو له کبله په څو ولایتونو پنځه کسان مړه شوي".
د دغه ادارې ویاند یوسف حماد د شنبې په ورځ د یوې ویډیو په خپرولو سره ویلي،" په تیرو دوو ورځو کې په کابل، کندهار، زابل، سمنګان، تخار، ننګرهار، لغمان او کونړ کې د سیلابونو، توپان او د شدیدو بارانونو له کبله خلکو ته مالي او ځاني زیان اوښتی دی".
د هغه په ټکو، دغه وروښتونو په زرهاوو جریبه کرنیز ځمکه هم ویجاړې کړې ده.
د روان کال له پیل راهیسې وروښتونو او سیلابونو افغانان سخت زیانمن کړې دي.
یوې شدیدې زلزلې افغانستان او شاوخوا هیوادونه ولړزول
یوې نسبتاً شدیدې زلزلې، چې شدت یې د ریښتر په حساب ۶ اعشاریه ۲ درجې و، د افغانستان ترڅنګ پاکستان، منځنۍ اسیا او د هند شمالي برخې ولړزولې.
د دې زلزلې مرکز د افغانستان د هندوکش په غرونو کې د بدخشان ولایت په جرم ولسوالي کې د مځکې له سطحې ۸۱ کیلومتره لاندې و.
د دې زلزلې ټکانونه په چین، تاجکستان، ازبکستان قرغیزستان او ترکمنستان کې هم احساس شوي دي.
د خوړو نړیوال پروګرام: ۱۳.۸ میلیونه افغانان د خوړو له سختې ناامنۍ سره مخامخ دي
د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) خبرداری ورکړی چې دا مهال ۱۳.۸ میلیونه افغانان د خوړو د ناامنۍ له بحراني یا بېړنۍ کچې سره مخامخ دي، او که د پاکستان لارې تړلې پاتې شي، په راتلونکو شپږو میاشتو کې به دا شمېر ۲.۳ میلیونه نور هم زیات شي.
دغه پروګرام پرون (جمعه) په یوه راپور کې ویلي، د پاکستان له لوري د لارو تر تړل کېدو وروسته، ایران د افغانستان د سوداګرۍ پر اصلي لارې بدل شوی او اوس شاوخوا ۶۰ سلنه سوداګري د ایران له لارې ترسره کېږي.
د خوړو نړیوال وایي، د بدیلو لارو د اوږدوالي او لوړ لګښت له امله په افغانستان کې د خوراکي توکو، سونګ او کرنیزو توکو بیې لوړې شوې دي.
د ملګروملتو دې ادارې همداراز خبرداری ورکړی چې د بودجې د سخت کمښت له امله به سږ کال د شدیدې خوارځواکۍ له ۳.۷ میلیونه ماشومانو څخه یوازې د درېیمې برخې درملنه وکړای شي.
د پولیو ضد پروګرام: د ماشومانو پر وخت واکسینول د پولیو د مخنیوي یوازینۍ اغېزمنه لار ده
د افغانستان د پولیو ضد پروګرام له کورنیو غوښتي چې خپلو ماشومانو ته په وخت د پولیو واکسین ورکړي او د واکسیناسیون په کمپاینونو کې فعاله ونډه واخلي.
دغه پروګرام پرون (جمعه) په یوه بیان کې وویل، د پولیو واکسین ماشومان له فلج کوونکو ناروغیو او نورو جدي روغتیايي ستونزو څخه ساتي او د دې ناروغۍ د له منځه وړلو لپاره د خلکو همکاري ضروري ده.
افغانستان او پاکستان لا هم د نړۍ هغه دوه هېوادونه دي چې د پولیو ویروس پکې په بشپړ ډول له منځه نه دی تللی، او روغتیايي چارواکي ټینګار کوي چې د بشپړ خوندیتوب لپاره باید ماشومان د پولیو ټول ډوزونه، چې سپارښتنه یې شوې، ترلاسه کړي.
قزاقستان افغانستان ته د متخصصو ډاکټرانو طبي پلاوی واستاوه
قزاقستان وايي، د بشري مرستو د دوام په ترڅ کې یې افغانستان ته د متخصصو ډاکټرانو یو پلاوی استولی، څو د افغانستان په روغتونونو کې ناروغانو ته طبي او جراحي خدمتونه وړاندې کړي.
د قزاقستان د روغتیا وزارت پرون (جمعه) وویل، په دې پلاوي کې د ارتوپېډۍ، ټراما، زړه، ماشومانو، عمومي جراحۍ، یورولوژۍ، سږو او وبا پېژندنې متخصصان شامل دي.
دغه وزارت زیاته کړې چې قزاقستان له دې سره هممهاله افغانستان ته ۳۱۸.۸ مټریک ټنه بشري مرستې هم استولې دي، چې د روغتیايي او بشري اړتیاوو د پوره کولو لپاره ځانګړې شوې دي.
د روغتیا نړیوال سازمان: په افغانستان کې د اعتیاد د درملنې ملاتړ ته دوام ورکوو
د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) ویلي چې په افغانستان کې به د نشهیي توکو د روږدو کسانو د مخنیوي، درملنې او بیارغونې د پروګرامونو ملاتړ ته دوام ورکړي.
دغه سازمان د جمعې په ورځ له مخدرو موادو سره د مبارزې په نړیواله ورځ په یوه بیان کې وویل، دا مهال په ۱۰ ولایتونو کې د روږدو کسانو د درملنې د ۱۱ مرکزونو او ۱۱ ګرځنده روغتیايي ټیمونو ملاتړ کوي. د سازمان په وینا، دغه مرکزونه د اعتیاد درملنه، د رواني روغتیا خدمتونه او د بیارغونې پاملرنه وړاندې کوي.
د روغتیا نړیوال سازمان زیاته کړې چې په کابل، کندهار او هلمند کې هم د درملنې مرکزونه او ګرځنده طبي ټیمونه فعال دي او د روغتیايي کارکوونکو د روزنې له لارې د درملنې پروګرامونه هم پیاوړي کوي.