د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۶

د «خلکو د ملي اجماع بنسټ» د سعودي د غونډې له پرېکړې ملاتړ وکړ


د افغانستان جنګ د ناروا ګڼلو په تړاو د اسلامي نړۍ د عالمانو تر پرېکړې وروسته افغان عالمان او د افغانستان د خلکو د ملي اجماع بنسټ د پنجشنبې په ورځ په یوه غونډه کې له یادې پرېکړې ملاتړ اعلان کړ.

د دغې اجماع رئیس محمد ابراهیم الکوزی وايي، د اسلامي نړۍ د علماوو وروستۍ پرېکړې د افغانستان خلک او حکومت سولې ته د رسېدو لپاره خوشبینه کړي دي.

دی وايي، طالبان باید له دې فرصت نه د بین الافغاني خبرو د ترسره کېدو لپاره ګټه واخلي:

"طالبانو ته وایو چې وروڼو موږ سیاسي استازي یو، خلک ستاسې استازي دي، تاسې خپلو خلکو ته مراجعه وکړی او راځۍ چې بین الافغاني سوله وکړو، تاسې که په هر ولایت او هره سیمه کې غواړئ علما، بېلابېل قومونه او ځوانان درته په هر قیمت لېواله د سولې د خبرو لپاره هر کلی وايي او ملاتړ به مو وکړي."

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د جګړې په اړه په سعودي عربستان کې د اسلامي نړۍ عالمانو انتحاري او چاودېدونکي حملې په کلکه وغندلې او ناروا یې وبللې او په افغانستان کې روانه جګړه د اسلام د ټولو اصولو او اساساتو خلاف وبلله.

د سعودي غونډه
د سعودي غونډه

طالبانو بیا د اسلامي نړۍ له عالمانو غوښتي وو چې د دوی د جنګ پر ضد فتوا ورنه کړي.

په دغه غونډه کې د ۳۴ اسلامي هېوادونو علماوو برخه اخیستي وه، خو د ایران علماوو بیا له سعودي عربستان سره د خرابو اړیکو پخاطر ګډون نه وو کړی.

په افغانستان کې د روان تاوتریخوالي په اړه په عربستان کې دا غونډه داسې وخت جوړه شوې وه چې د روان کال د روژې په میاشت کې له دوه زرو نه ډېرو افغان عالمانو هم په کابل کې د یوې غونډې په ترڅ کې د افغانستان جګړه ناروا وګڼله.

د سولې د عالي شورا د دارالانشاء مشر اکرم خپلواک تېره اوونۍ په ولسي جرګه کې وویل چې دې ته په کتو افغان حکومت له طالبانو سره د خبرو پیلولو ته چمتو دی او دغه ډله باید خپل با صلاحیته پلاوی وټاکي.

خو طالبانو بیا تر اوسه د سولې د عالي شورا دا بلنه نه ده منلې.

د سولې د راوستلو په اړه په ملي او نړیواله کچه هڅې داسې وخت ډېرې شوي چې ولسمشر غني د کابل پروسې په دویمه ناسته کې ویلي وو چې حکومت له طالبانو سره له قید او شرط پرته خبرو کولو ته چمتو دی.

په ورته وخت کې یو شمېر افغان دیني عالمان، په سعودي عربستان کې د اسلامي نړۍ د علماوو له وروستۍ پرېکړې د هر کلي تر څنګ وايي، اوس نو په افغانستان کې د جنګ دوام هېڅ شرعي توجیه نه لري.

له ډلې مولوي محمد عمر شریفي د پنجشنبې په ورځ د افغانستان د خلکو د ملي اجماع د بنسټ غونډې ته وویل:

"۵۷ اسلامي هېوادونه وو چې فتوای يي ورکړه، د اسلامي نړۍ د فتواوو عمومي مرجع مصر دی د مصر عالم مفتي اعظم دا فیصله صادره کړه او ټنیګار يې وکړ چې افغانستان یو اسلامي هېواد دی او هلته جنګ ناروا دی."

ښاغلی شریفي وايي، په افغانستان کې روان جنګ تر ډېره د بهرنیو لخوا سازماندهي کېږي چې قربانیان يي بې ګناه خلک دي.

د ده په وینا په کوچني اختر کې دری ورځني اوربند وښوده چې که د جنګ ښکېلي خواوې وغواړي کولای شي له یو بل سره په خبرو دې هېواد ته سوله راولي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG