خبرونه
د سعودي پاچا د افغانستان د دیني عالمانو سره په جده کې وکتل
د سعودي عربستان پاچا پرون چهارشنبه د افغانستان د سولې او ثبات لپاره د اسلامي دیني عالمانو په نړیوال کنفرانس کې له ګډونوالو سره په جده کې وکتل.
د سعودي عربستان پاچا چې د خادم حرمینالشریفین لقب لري، دیني عالمان او د اسلامي همکارۍ سازمان د دې کنفرانس په خاطر وستایل.
د افغانستان د سولې او ثبات لپاره د اسلامي نړۍ د دیني عالمانو کنفرانس چې د ۴۳ هېوادونو د څه باندې ۱۱۰ دیني عالمانو په ګډون د سې شنبې په ورځ په جده کې پرانیستل شو، پرون چهارشنبه په مکه کې د یوې اعلامیې په خپرولو پای ته ورسېد.
د سعودي عربستان پاچا د دې کنفرانس برخهوالو عالمانو ته په خطاب کې وویل:
"تاسو تر ټولو غوره کسان یاست چې د مسلمانانو او د هغوی د یووالي لپاره خدمت کوئ او اسلامي نړۍ له جګړو او ستونزو او همداراز له ترورېزم او افراطیت څخه خلاصوئ."
د سعودي عربستان پاچا هیله څرګنده کړه چې په افغانستان کې جګړه پای ته ورسېږي او د سولې او سوکالۍ یو نوی باب پرانیستل شي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
ټرمپ: سبا سې شنبې به په دوحه کې له ایران سره غونډه وشي
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي له ایران سره غونډه به چې دې هیواد یې غوښتنه کړې وه، سبا سې شنبې د قطرپه پلازمینه دوحه کې جوړه شي. هغه دا خبر نن دوشنبې پرخپلې ټولنیزې شبکې تروټ سوشال ورکړ خو نور جزیات یې ورنکړل.
خو د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر کاظم غریب آبادي د رسنیو هغه راپورونه ردکړل چې ګواکې تهران او واشنګټن به روانه اوونۍ تخنیکي خبرې اترې ترسره کړي. د غریب آبادي په خبره که څه هم د مقابل لوري د ژمنو د پلي کېدو د تعقیب په ګډون له قطر سره د معمول له مخې سلا مشورې روانې دي خو په دوحه کې د کاري ډلو د تخنیکي خبرو د ترسره کیدو په اړه راپورونه د تایید وړندي.
د طالبانو حکومت په کابل کې د پاکستان د سفارت شارزادفیر احضار کړ
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د افغانستان پرڅو ولایتونو د پاکستان د ورستیو بریدونو په غبرګون کې یې په کابل کې د پاکستان د سفارت شارزدافیراحضارکړ او د ملکي وګړو پرکورونو د بمبارۍ په تړاو یې ورته خپل شدید اعتراض وړاندې کړ.
په هغه اعلامیه کې چې نن دوشنبې د بهرنیو چارو وزارت په ایکسپاڼه کې خپره شوې، دغه بریدونه د نړیوالو اصولو، بشري قوانینو او د هېوادونو د ملي حاکمیت ښکاره نقض بلل شوي او په کلکه غندل شوي دي. د اعلامیې له مخې دا لومړی ځل ندی چې د پاکستان پوځي رژیم د افغانستان له کرښې سلګونو کیلومتره لیرې د نا امنیو د پیښو ملامتي پرافغانستان اچوي او د خپلو امنیتي او سیاسي ناکامیو د پټولو په هدف پرافغانستان "بې بنسټه تورونه" لګوي. د اعلامیې په ټکو دا ډول چلند نه یوازې د ستونزو حل لاره نه ده، بلکې د دواړو هېوادونو ترمنځ د باور فضا، ګاونډیتوب اړیکې او د سیمې امنیت او ثبات ته هم جدي زیان رسوي.
د طالبانو حکومت ویلي، په پکتیا، پکتیکا او کونړ ولایتونو د پاکستان د تیرې شپې په هوایي بریدونو کې ۳۶ ولسي وګړي وژل شوي او ۱۶۳ نور ټپیان شوي دي.
خو د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاءالله تارړ ویلي چې ډیورنډ کرښې ته څیرمه په ځمکنیوعملیاتو او هوایي بریدونو کې ۲۹ وسله وال وژل شوي دي.
دغه بریدونه یوه ورځ وروسته له هغې کیږي چې په کراچۍ کې د رینجرځواکونو پریوه مرکز په برید کې چې مسولیت یې له تحریک طالبان پاکستان څخه بیلې شوې جماعت الاحرار ډلې اخیستی، درې سرتیري ووژل شول. چارواکو ویلي چې د امنیتي ځواکونو په متقابلو ډزو کې د درې بریدګرووژل شول او څلورم چې افغان تبعه ښودل شوی، ژوندی نیول شوی دی.
پوتین ومنله چې روسیه د انرژۍ له کمښت سره مخ ده
د روسیې ولسمشرولادمیرپوتین ومنله چې روسیه د انرژۍ له کمښت سره مخ ده. پوتین د یکشنبې په ورځ د جون په ۲۸ د واکمن ګوند، متحدې روسیې، د لوړپوړو چارواکو یوې غونډې ته وویل: "تاسو ښه خبر یاست چې چلوونکي او کاروباریان تراوسه له ستونزو سره مخامخ دي." هغه زیاته کړه: "له بده مرغه، لا هم د تیلو په سټیشنونو کې کتارونه شته."
هغه زیاته کړه: "موږ باید د ترهګریزو بریدونو اغېز پر خپلو ملکي هدفونو او زیربناوو تر ټولو ټیټې کچې ته راولو،" چې په ښکاره اشاره یې د اوکراین د ډرون وروستیو بریدونو ته وه چې د روسیې په دننه کې یې د انرژۍ پرمهمو تاسیساتو ترسره کړي دي.
اوکراین په دغو بریدونو کې د تیلو ټرمینلونه، د تیلو تصفیې خونې او پایپ لاینونه په نښه کړي دي. لږ تر لږه ۱۷ سیمو کې د پټرولو او ډیزلو د پلور لپاره اجباري محدودیتونه لګول شوې او لسګونه نورو سیمو کې د سون توکو د کمښت یا محدودیتونو راپورونه ورکړل شوي دي.
WHO: په څه باندې یوه اونۍ کې اروپا کې د سختې تودوخې اړوند له ۱۳۰۰ څخه زیاتې مړینې ثب شوې دي
د روغتیا نړیوال سازمان WHO ویلي چې د جون له ۲۱مې راهیسې په اروپا کې د سختې تودوخې د بې ساري څپې په تړاو له ۱۳۰۰ څخه زیاتې مړینې ثبت شوې دي.
د WHO مشر ټیډروس ادهانوم ګبریسوس پرخپله ایکسپاڼه لیکلي، چې د تودوخې فشار یو" غلی وژونکی" دی. هغه له اروپايي هېوادونو وغوښتل چې د اقلیمي بدلون په وړاندې د روغتیا ساتنې لپاره د " تودوخې روغتیا عملي پلانونه تطبیق کړي."
د فرانسپرس آژانس د راپورله مخې د سختې ګرمۍ اړوند ډیرې مرینې په فرانسه کې ثبت شوي او ویل شوي چې د جون له ۲۴ راهیسې په دې هیواد کې زر نور کسان چې د اکثرو عمرونه یې له ۶۵ زیات ښودل شوي، مړه شوي دي.
په ډیرو اروپایي هیوادونو کې د تودوخې درجه تر ریکارډ کچې ثبت شوې ده. د چک جمهوريت د پلازمینې پراګ په شمالي برخه کې نژدې ۴۲ درجې د سانټیګراد، د پولنډ په سلوبیڅه ښارکې ۴۰،۵ درجې د سانټیګراد او په جرمني کې ۴۱،۷ درجې د سانټیګراد ثبت شوې ده.
اټکل کیږي چې را روانه یکشنبې به په اروپا کې لږترلږه ۱۹۱ ملیون کسان لږترلږه د تودوخې ۳۵ درجې د سانټیګراد تجربه کړي.
چارواکي: امریکا او ایران منلې چې پریوبل بریدونه دروي او بیرته خبرو ته کښیني
امریکا او ایران هوکړه کړې چې پر یوبل بریدونه دروي، خبرې له سره پیلوي او اجازه ورکوي چې د هرمز تنګي له لارې د کشتیو تګ راتګ په خوندي ډول دوام وکړي. دا خبره یوه امریکايي چارواکي د ازادې اروپا - ازادي راډیو ته کړې او د اکسیوس راپور له مخې ټاکل شوې چې خبرې به د قطر په پلازمېنه دوحه کې ترسره شي.
امریکايي چارواکي د جون په ۲۸مه ناوخته وویل: "د تفاهم لیک د ټولو برخو په اړه تخنیکي خبرې به دوام ومومي. دواړه لوري به د اوس لپاره خپل پوځي اقدامات ودروي، او بېړۍ به وکولای شي د هرمز له تنګي څخه په ازاد او خوندي ډول تګ راتګ وکړي."
د اکسیوس د راپور له مخې، چې هغه هم د یوه امریکايي چارواکي له قوله خپور شوی، ټاکل شوې چې دواړه لوري د جون په ۳۰مه د قطر په پلازمېنه دوحه کې سره وګوري.
د ې چارواکي ویلي: "موږ پرېکړه وکړه چې ټول پوځي یا جګړه ییز عملیات ودروو."
دا څرګندونې وروسته له هغې وشوې چې ایران، د امریکا له خوا پر دغه هېواد د بریدونو او د خپلې ادعا له مخې د وروستي هوکړه لیک څخه د سرغړونو په غبرګون کې د جون په ۲۸مه له امریکايي مذاکره کوونکو سره له مخکې ټاکل شوې لیدنې ته له حاضرېدو ډډه وکړه.
د ایران د ستر مشر د دفتر چارواکي مهدي فاضلي وویل. " یو له لاملونو دادی چې موږ دې ته ځیریو چې ایا کنګل شویو پیسو ته لاسرسی لرو که نه. که لاسرسی نه وي، نو دا شرط نه دی پوره شوی." سمدستي نورجزییات ندي خپاره شوي.
د افغانستان په ځینو سیمو د پاکستان هوايي بریدونه؛ ګڼو ملکیانو ته د مرګژوبلې د اوښتو راپورونه خپاره شوي
د راپورونو له مخې پاکستاني پوځ یو وار بیا د افغانستان په ځینو سیمو هوایي بریدونه کړي.
په پکتیا، پکتیکا، کونړ او ننګرهار کې د ډیورنډ کرښې ته نږدې ځینې سیمې د یکشنبې شپې ناوخته بریدونو کې ویشتل شوي.
د پکتیا د څمکنیو له روغتونه ازادي راډیو ته رسېدلې ویډیوګانې ښيي چې ګڼ ټپیان او جسدونه روغتون ته وړل شوي چې پکې ګڼ ماشومان هم لیدل کېږي.
روغتیاپالان د لسګونو کسانو د مرګژوبلې خبره کوي.
ازادي راډیو په خپلواکه توګه د مرګژوبلې ارقام نه شي تاییدولی.
اسراییلو له لبنان سره د تړون له لاسلیک دوه ورځې وروسته بیا بریدونه کړي
د لبنان دولتي رسنیو د یکشنبې په ورځ، راپور ورکړ چې اسراییلو له لبنان سره د تړون له لاسلیک دوه ورځې وروسته په دوی خپل بریدونه بیا پیل کړل.
دا بریدونه یوه ورځ وروسته له هغه وشول چې د لبنان روغتیا وزارت وویل د هیواد په جنوب کې د اسراییلو په هوايي برید کې یو کس وژل شوی دی.
د اسراییلو پوځ وویل چې دوی د حزب الله غړی امنیتي زون ته نږدې په نښه کړی، هغه سیمه چې د لبنان خاوره کې ۱۰ کیلومتره غځیدلې.
حزب الله، چې د ایران ملاتړ لري، د متحده ایالاتو او اسراییلو لخوا یو ترهګریز سازمان ګڼل کیږي، مګر اروپایي اتحادیې یوازې د هغې پوځي څانګه په تور لیست کې شامله کړې.
د لبنان دولتي خبري اژانس هم د یکشنبې په ورځ د څو هوایی بریدونو راپور ورکړ.
د اسراییلو پوځ دا هم وویل چې د دوی یو عسکر د لبنان په جنوب کې وژل شوی دی.
په وینزویلا کې د مرګونو زلزلو د وژل شویو شمېر ۱۴۳۰ ته ورسېد
په وینزویلا کې د مرګونو زلزلو د وژل شویو کسانو شمېر ۱۴۳۰ ته ورسېد.
د یکشنبې په ورځ تازه ارقام وروسته تر هغه خپاره شول چې د یو شمېر خلکو مړي له ورانیو او خاورو را وایستل شول.
زرګونه کسان لادرکه دي ځکه په بیلابیلو ښارونو کې ودانۍ نړېدلي دي.
تېره چهارشنبه د وینزویلا ګڼ ښارونه له هغې ډلې پلازمینه کاراکاس د ۷ اعشاریه ۲ او ۷ اعشاریه ۵ درجې زلزلو ولړزول.
د افغانستان او قرغزستان تر منځ د «سوداګرۍ شورا» رامنځته شوه
د افغانستان او قرغزستان تر منځ د «سوداګرۍ شورا» د رامنځته کولو هوکړه لاسلیک شوه.
په قرغزستان کې افغان سفارت چې د طالبانو په کنټرول کې دی په یوه بیان کې لیکلي دا هوکړه د یکشنبې په ورځ د افغانستان او قرغزستان د اقتصادي همکاریو د نړیوال فورم د ناستې پر مهال وشوه.
د دې هوکړې هدف د دواړو هېوادونو د سوداګرو تر منځ د مستقیمو اړیکو پياوړتیا، ګډ نوښتونه او نورې ګډې همکارۍ بلل شوي.
افغان او قرغز سوداګرو په دې غونډه کې د تجارتي او اقتصادي همکاریو په پراختیا باندې ټینګار وکړ.
که څه هم له روسیې پرته د نړۍ هېڅ هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی خو د منځنۍ اسیا ګڼو هېوادونو له افغانستان سره سوداګريزې اړیکې پراخې کړي.
د طالبانو حکومت ویلي چې ۲۰۲۵ کال کې له منځنۍ اسیا سره د سوداګرۍ کچه دوه میلیارد او ۷ سوه میلیون ډالرو ته رسېده او دوی هڅه کوي چې تر ۴ نورو کلونو دا کچه ۱۰ میلیاردو ډالرو ته ورسوي.
په سعودي عربستان کې د یوې هیليکوپترې په لوېدو سره د ۱۴ کسانو وژل کېدل
د سعودي عربستان په ختیځ کې د یکشنبې په ورځ د یوې هیلیکوپترې په لوېدو سره ۱۴ کسان وژل شوي.
د سعودي د انرژۍ وزارت ویلي چې د تیلو د دولتي شرکت ارامکو اړوند دا هیلیکوپتره په راس تنوره کې لوېدلې ده.
د ورځې تر پایه معلومه نه شوه چې دا هیلیکوپتره د یوې پېښې په سبب لوېدلې که د ایران د احتمالي برید له کبله.
ایران په روانه جګړه کې څو واره د سعودي د تیلو چاڼځایونه هدف ګرځولي چې پکې د راس تنوره او شیبه چاڼځای او زیرمې هم شاملې دي.