د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۱ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۷:۴۴

خبرونه

امریکا له روسیې سره د سفارتونو د فعالیتونو په تړاو خبرې کوي

په واشنګتن کې د ټمي بروس خبرې غونډه
په واشنګتن کې د ټمي بروس خبرې غونډه

د امریکا متحد ایالتونه او روسیه به پنجشنبه( د اپریل ۱۰) د ترکیې په استانبول کې د دیپلوماتیکو ماموریتونو په تړاو خبرې وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ټمي بروس د سې شنبې په ورځ په واشنګتن کې خبریالانو ته وویل چې د مسکو او واشنګتن پلاوي به د سفارتونو د چارو د فعالیتونو په اړه د دوهم ځل لپاره سلامشورې وکړي.

اغلې بروس زیاته کړه چې په دې خبرو کې به پر بلې هیڅ سیاسي یا امنیتي موضوع بحث ونه شي او نوموړې ټینګار وکړ چې د اوکراین جګړه په دې اجنډا کې بیخي شامله نه ده.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

افغان سیاستوال او پخوانی دیپلومات عبدالغفار فراهی وفات شو

افغان پخوانی دیپلومات ، سیاستوال او لیکوال عبدالغفار فراهي
افغان پخوانی دیپلومات ، سیاستوال او لیکوال عبدالغفار فراهي

د افغان سیاستوال، پخواني دیپلومات او لیکوال عبدالغفار فراهی د کورنۍ غړو ازادي راډیو ته تایید کړه چې نوموړی د ۹۱ کلونوً په عمر د ورپیښې ناروغۍ له امله د امریکا په ویرجینیا کې وفات شوی دی او جنازه یې د پنجشنبې په ورځ خاورو ته سپارل کېږي.

عبدالغفار فراهي چې له شاهي دورې راهیسې د افغانستان په بهرنیو چارو وزارت کې په بېلابېلو دندو کار کړی، په خپل وروستي دیپلوماتیک ماموریت کې په واشنګتن کې د افغانستان د سفارت شارژ دافیر پاته شوی او په وروستیو کلونو کې د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزیر هم و .

ښاغلی فراهي د ملي شورا د ولسي جرګې غړی هم پاته شوی او د «افغانستان د ډیموکراسۍ او جمهوریت کلونو کې» تر عنوان لاندې کتاب او نور قلمي اثار یې چاپ شوي دي.

د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې نن او سبا د سختو ورښتونو، سیلونو او تندو بادونو اټکل

د طالبانو د حکومت د ټرانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د سختو ورښتونو، تالندې او برېښنا، له دوړو او خاورو سره د تندو بادونو او ناڅاپي سېلابونو د راوتلو په اړه خبرداری ورکړی دی.

د دغې ادارې په هغه خبرپاڼه کې چې په اېکسپاڼه کې خپره شوې، راغلي چې د چهارشنبې په ورځ، د زمري په ۲۱مه، په نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، لوګر، پکتیا او خوست ولایتونو کې د سختو بارانونو او سېلابونو د راوتلو احتمال شته. اټکل کېږي چې په بېلابېلو سیمو کې به د ورښت کچه له ۱۰ تر ۳۰ ملي ‌مترو پورې وي.

د خبرپاڼې له مخې، سخت ورښتونه به د پنجشنبې تر ورځې هم دوام وکړي.

د هوا پېژندنې ادارې همداراز د افغانستان په جنوب ختیځو او لوېدیځو ځینو سیمو کې له دوړو او خاورو سره د تندو بادونو د لګېدو اټکل کړی او ویلي یې دي چې په بېلابېلو سیمو کې به د بادونو سرعت په ساعت کې له ۵۰ تر ۸۰ کیلومترو پورې ورسېږي.

دا خبرداری په داسې حال کې خپرېږي چې په وروستیو ورځو کې په نورستان او یو شمېر ګاونډیو ولایتونو کې راوتلو سېلابونو مرګ‌ ژوبله او درانه مالي زیانونه اړولي دي.

د ملګرو ملتونو د ادارو د شمېرو له مخې، د دغو سېلابونو له امله لږ تر لږه ۲۳ کسان مړه شوي دي.

درې پاکستاني اتباع په سره سمندرګي پریوې کښتۍ په برید کې وژل شوې دي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت نن چهارشنبې وویل چې په سره سمندرګي کې پریوې سوداګریزې کښتۍ په یوه برید کې درې پاکستاني اتباع وژل شوي دي. د بهرنیو چارو وزیراسحق ډار په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي چې " درې پاکستاني اتباعو په دې پېښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی او یو بل ټپي شوی دی."

دا څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغې وشوې چې د یمن ساحلي ساتونکو تایید کړه چې د دغه هېواد له ساحل سره نږدې پر یوې بېړۍ د حوثیانو په بریدونو کې لږ تر لږه شپږ کسان وژل شوي دي.

د یمن د ټرانسپورټ وزارت ویلي چې په دې پیښه کې یوبل اندونیزیایي وګړې هم وژل شوی دی.

د یمن ساحلي ساتونکو په خبره کله چې د ژغورنې ډلې سیمې ته ورسېدې، حوثیانو یو ځل بیا برید وکړ چې په پایله کې یې د حوثیانو ضد د ملي مقاومت ځواکونو (NRF) دوه ژغورونکي هم ووژل شول. د ساحلي ساتونکو په وینا، په دې پېښه کې ۱۰ کسان ټپیان شوي دي.

یوناما تایید کړه چې دوه افغان کارکونکي یې په هرات کې نیول شوي دي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت (یوناما) دوه کارکوونکي د طالبانو د استخباراتو ادارې نیولي دي. ملګرو ملتونو د سې ‌شنبې په ورځ فرانس پرېس خبري اژانس ته ویلي چې دوی له دوو ورځو راهیسې له دغو کارکوونکو سره د لیدنو کتنو اجازه نه لري.

یوناما په یوه بیان کې ویلي: "موږ تاییدوو چې د یوناما دوه افغان نارینه کارکوونکي د یکشنبې په ورځ، د اګست په ۹مه، په لویدیځ هرات ولایت کې د استخباراتو د عمومي ریاست د چارواکو له خوا نیول شوي دي."

د طالبانو حکومت تراوسه په دې اړه څه ندي ويلي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوترېش دفتر د دغو کارکوونکو د ځانګړي حیثیت د درناوي غوښتنه کړې ده.

د ګوترېش مرستیال ویاند فرحان حق وویل: "موږ ته د هغوی پر ضد د لګېدلو تورونو په اړه معلومات نه دي راکړل شوي او نه هم موږ ته اجازه راکړل شوې چې له هغوی سره ووینو. موږ له واکمنو چارواکو غوښتنه کوو چې د ملګرو ملتونو او د دغه سازمان د چارواکو حیثیت او مصونیت ته درناوی یقیني کړي."

ټرمپ: په هرمز تنګي "بشپړ کنټرول" لرو

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، متحده ایالات د هرمز تنګي "بشپړ کنټرول" په لاس کې لري.

هغه د سې شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل: "موږ د هرمز تنګی په بشپړ ډول کنټرولوو. موږ پرې کنټرول لرو؛ بل هېڅوک نه، یوازې موږ."

ټرمپ وویل، دی پر ایران باور نه لري او زیاته یې کړه، "زه به هغه وروستی کس یم چې پر ایران باور وکړم. هغوی تل ماته دروغ ویلي دي."

په عین حال کې تهران ادعا کوي چې پردې تنګي کنټرول لري او له عمان سره د کښتیو د تیریدو د مسیرد ټاکلو پرسر یوې موافقې ته نژدې شوې دي.

په هرمز تنګي کې چې د تېلو، ګازو او سرې د لېږد لپاره یوه مهمه نړیواله لار بلل کیږي، د کښتیو د تګ راتګ د حقونو پر سر اختلافات د واشنګټن او تهران ترمنځ د وروستیو تاوتریخوالو له اصلي لاملونو څخه ګڼل کېږي.

افغانستان او ایرلنډ نن څلورمه یو ورځنۍ لوبه کوي

د افغانستان او ایرلنډ د کرکټ لوبډلو ترمنځ د درېیمې لوبې د پچې اچونې بهیر
د افغانستان او ایرلنډ د کرکټ لوبډلو ترمنځ د درېیمې لوبې د پچې اچونې بهیر

ټاکل شوې ده چې د افغانستان او ایرلنډ لوبډلې نن چهارشنبه په بلفاست کې په څلورمه یو ورځنۍ مسابقه کې سره مخامخ شي.

دا لوبه د افغانستان په وخت د ماسپښین په دوو بجو او ۱۵ دقیقو پیلېږي.

دواړه لوبډلې ۵ یو ورځنۍ مسابقې کوي.

د دوی ترمنځ دوه مخکېنۍ لوبې افغانستان ګټلي او یوه د باران له کبله بې‌نتیجې پای ته رسېدلې.

د کریک اینفو وېب‌پاڼې د راپور له مخې افغانستان د دوو لوبو په ګټلو سره د ۲۰۲۷ کال نړیوال جام کې د ګډون لپاره اتو غوره لوبډلو ته ورګډ شو چې مستقیماً په دې جام کې ګډون کوي.

د افغانستان لوبډله دغه‌راز هڅه کوي چې له ایرلنډ څخه د دې لړۍ بریا هم خپله کړي.

د پاکستان دفاع وزیر: امریکا او ایران هوکړې ته نږدې شوي

د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد اصف
د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد اصف

د پاکستان دفاع وزیر وايي چې ایران او امریکا "یو ډول هوکړې" ته نږدې شوي دي.

خواجه محمد اصف دا څرګندونې له بلومبرګ سره په یوه مرکه کې کړې دي چې د سې ‌شنبې په ورځ د «زمري په ۲۰مه» خپره شوې ده.

د پاکستان دې لوړپوړي چارواکي ویلي: "د روانو تحولاتو بهیر یو ځل بیا د یوې هوکړې یا د سولې د تفاهم پر لور روان شوی دی."

د پاکستان دفاع وزیر په دې اړه نور جزئیات نه‌دي ورکړي، خو ټینګار یې کړی چې "په تېرو دوو، درېیو ورځو کې لیدل شوې نښې ښيي چې دواړه لوري یو ډول هوکړې ته نږدې شوي دي."

په همدې حال کې د ایران د ایسنا خبري اژانس د راپور له مخې، د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د ایران د کورنیو چارو له وزیر اسکندر مومني سره د دوه اړخیزو اړیکو په اړه د خبرو لپاره د سې ‌شنبې په ماښام تهران ته رسېدلی دی.

اسلام‌اباد د امریکا او ایران ترمنځ یوه جوړجاړي ته په رسېدو کې مهم رول لوبولی او په دې ورستیو کې یې بیا هڅې تېزې کړي چې دواړه لوري یوې هوکړې ته ورسېږي.

سکاټلنډ کې یو افغان د ټکسي پر سپرلۍ د جنسي تېري په تور زنداني شو

ارشیف، سکاټلنډي پولیس
ارشیف، سکاټلنډي پولیس

د بریتانوي ځواکونو یو پخوانی افغان ژباړن په سکاټلنډ کې د ټکسي پر سپرلۍ د جنسي تېري په تور زنداني شو.

د بریتانیا د پوځ یو پخوانی ژباړن چې له افغانستان څخه سکاټلنډ ته تر رسېدو وروسته‌یې د ټکسي چلوونکي په توګه کار پیل کړی و، له یوې ځوانې نجلۍ سره د جنسي تېري په تور په اووه کاله بند محکوم شوی دی.

۳۶ کلن عبدالنبي‌زاده ته د سې ‌شنبې په ورځ د اېډینبورګ په عالي محکمه کې د اووه کلن بند سزا واورول شوه.

نوموړی تېره میاشت په محاکمه کې مجرم پېژندل شوی و.

ویل شوي چې هغه د ۲۰۲۱ کال په نومبر میاشت کې د شپې له‌خوا په ټکسي کې یوه ۱۹ کلنه نجلۍ یوې ګوښه سیمې ته بیولې، موبایل ټیلیفون‌یې ترې اخیستی او جنسي تېری یې پرې کړی دی.

نبي‌زاده لا هم خپل جرم نه‌دی منلی او مدافع وکیل‌یې ډېوېډ ټېلر محکمې ته وویل چې هغه په خپل هېواد، افغانستان کې د امریکا، ډنمارک او بریتانیا له پوځونو سره تر کار کولو وروسته سکاټلنډ ته راغلی و.

نوموړي تر ډېره د ژباړن په توګه دنده ترسره کړې وه.

د ټېلر په خبره مؤکل‌یې اوس خپل محکومیت ته له دې پلوه اندېښمن دی چې ښایي بېرته افغانستان ته واستول شي.

کابل کې د کرنې او مالدارۍ لومړنی نړیوال نندارتون پرانیستل شو

ارشیف، کابل کې یو نړیوال نندارتون
ارشیف، کابل کې یو نړیوال نندارتون

په کابل کې د سې شنبې په ورځ د افغانستان د کرنې او مالدارۍ لومړنی نړیوال نندارتون پرانیستل شو چې پنځه ورځې به دوام وکړي.

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت په خپله اېکس پاڼه ليکلي چې د دغه نندارتون له لارې به د هېواد د بزګرانو او مالدارانو تولیداتو ته د بازار موندنې ترڅنګ د زراعت او مالدارۍ سکټورونه په خپلو کې تجربې او مسلکي نوښتونه سره شریک کړي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي ټلوېزیون ویلي چې د افغانستان لپاره د ایران سفیر علي رضا بیکدلي د دې نندارتون د پرانیستلو په مراسمو کې وویل چې د ایران د لوړپوړو چارواکو یو پلاوی به له دغه نندارتون څخه د لیدو لپاره افغانستان ته سفر وکړي.

د هغه په خبره، ایران په دې نندارتون کې فعال ګډون کړی او څه باندې ۵۰ شرکتونو یې خپل تولیدات او محصولات نندارچیانو ته وړاندې کړي دي.

د کابل د نیولو پنځه کاله؛ طالبانو یې په مناسبت عمومي رخصتي اعلان کړه

ارشیف، کابل کې یو شمېر وسله‌وال طالبان
ارشیف، کابل کې یو شمېر وسله‌وال طالبان

د طالبانو حکومت د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کابل د نیولو په مناسبت راتلونکې شنبې د «اسد ۲۴مه» په ټول افغانستان کې عمومي رخصتي اعلان کړې ده.

دې وزارت د سې شنبې په ورځ په خپله اېکس پاڼه په یوه خبرپاڼه کې د کابل نیولو ته د "فتحې" نوم ورکړی، هغه ښار چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۱۵مه له کوم مقاومت پرته ونیو.

په دې ورځ پخوانی ولسمشر اشرف غني له هېواده ووت او افغانستان یوې بلې حساسې مرحلې ته داخل شو.

د طالبانو حکومت په تېره پنځه کلنه موده کې له روسیې پرته د نړۍ بل هېڅ هېواد په رسمیت نه‌دی پېژندلی او افغانستان هم د طالبانو تر واکمنۍ لاندې له سخت بشري وضعیت سره مخامخ دی.

پر دې سربېره طالبانو پر ښځو او نجونو ډېر محدودیتونه لګولي چې د بشري حقونو نړیوال بنسټونه‌یې له بشري حقونو څخه سترې سرغړونې بولي، خو طالبان وایي چې د شریعت له مخې د ټولو وګړو حقونه خوندي دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG