د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۳

د سولې عالي شورا د نبوي جومات د امام د وروستیو څرګندونو هرکلی وکړ


د افغانستان د سولې عالي شورا د نبوي جومات امام د وروسیتو څرګندونو د هر کلي تر څنګ، د سولې له پروسې د دویملاتړ له اغېزه ډک کار بولي.

په عربستان کې د اسلامي نړۍ د وروستۍ غونډې څخه د نبوی جومات د امام له ملاتړ وروسته، اوس د افغانستان د سولې عالي شورا په وسله والو طالبانو د دغه ډول څرګندونو د ژور اغېز خبره کوي.

د دغې شورا د رهبرۍ غړي محمد امین وقاد د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې دا څرګندونې ښيي هغه ډلې چې د اسلام دعوه کوي، باید یو له بل سره خبرې وکړي، نه جنګ.

محمد امین وقاد
محمد امین وقاد

دی وایي:

"دا دریځ او موضع چې څومره تکرارېږي، ګټه لري او طالبان به هم جداً هغه پیغام مراعت کړي، کوم چې د حرم نبوي او د مسجد نبوي څخه د جمعې د ورځې په خطبه کې بیانېږي."

د ښاغلي وقاد په خبره، په عربستان کې د اسلامي نړۍ د علماوو غونډه او ور‎پسې بیا د نبوي جومات د امام ملاتړ، د جګړې د لیکو پر طالبانو مستقیم اغېز لري چې ورسره به ډېر جنګیالي جګړه پرېږدي.

د نوموړي په خبره، په سعودي عربستان کې د اسلامي علماوو وروستۍ ناسته د طالبانو لپاره یو فرصت دی او که طالبان بیا هم ترې سرکشي کوي، دوی به په انزوا کې واقع شي.

دا په داسې حال کې ده چې درې ورځې وړاندې په سعودي عربستان کې د اسلامي عالمانو په ناسته کې په افغانستان کې جګړه ناروا وبلل شوه چې د جمعې په ورځ د مسجد نبوي امام هم له دغه دریځه هرکلی وکړ.

شیخ عبدالباري الثبیتي د جمعې په خطبعه کې ویلي چې دی غواړي چې په افغانستان کې جګړه او وینه تویدنه پای ته ورسېږي.

نبوي مسجد د مسلمانانو یو له هغو درېیو مهمو مسجدونو څخه ګڼل کېږي چې د حضرت محمد (ص) مقبره هم پکې ده.

له دې وړاندې د ۴۳ اسلامي هېوادونو استازو د تېرې اوونۍ د سې شنبې او چهارشنبې په ورځو کې په سعودي عربستان کې په افغانستان کې جګړه ناروا وبلله.

دوی د مکې په ښار کې د دوه ورځنۍ ناستې په پای کې د یوې اعلامیې په خپرولو سره له افغان حکومت او طالبانو د جګړې د درېدو او د سولې د خبرو د پېلدو غوښتنه وکړه.

طالبانو بیا د یوې اعلامیې په خپرولو سره په سعودي عربستان کې د عالمانو ناسته غندلې ده.

هڅه مو وکړه چې د نبوي مسجد د امام د خبرو په تړاو هم د یادې ډلې نظر وپوښتو، خو د ډېرو اړیکو سره هم ونه توانېدو.

دا په داسې حال کې ده چې د کابل د علماوو شورا له وسله والو طالبانو غواړي چې د حرم شریف او د نبوي مسجد د امامانو دا غوښتنې ومني.

د دغې شورا رئیس عبدالبصیر حقاني وویل:

"حرمین شریف، مدینه منوره، مکه معظمه، د وحې د نزول او د رسول الله (ص) د پیدایښت ځای دی، طالبان باید په دې پوه شي چې کله پرې د رسول الله مبارک د روضې د ځای نه غږ کېږي، نو لبیک دې ورته وویل شي."

ددې تر څنګ نوموړی په دې هم تاکید کوي چې د مذاکرې مېز ته د طالبانو د کېنولو لپاره باید په پاکستان فشار زیات شي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG