د پاکستاني طالبانو د نوي مشر تر ټاکل کېدو وروسته د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، د افغانستان حکومت د دغې ډلې د مشر ملا فضل الله په وژلو سره ثابته کړه چې هېڅ چا ته دا اجازه نه ورکوي چې د دغه هېواد خاوره د بل هېواد په وړاندې وکاروي.
دغه شورا وايي، افغان حکومت د سولې په برخه کې له پاکستاني لورې هم د ورته عملي ګامونو تمه لري.
د دغې شورا ویاند سید احسان طاهري د يکشنبې په ورځ«۱۳۹۷کال چنګاښ ۳مه» ازادي راډیو ته وویل چې له طالبانو سره د سولې په صورت کې، په افغانستان کې د هېڅ يوې سیمه ییزې او نړیوالې تروریستي ډلې د موجودیت په اړه اندېښنه نه پاتې کېږي.
نوموړي زیاته کړه:
"موږ د افغانستان د سولې په تړاو د پاکستان د ژمنو عملي کېدو ته په تمه یو، موږ ته د افغانستان په رهبرۍ له طالبانو سره د سولې بهیر مهم دی د دې بهیر په بریا سره سیمه ییز او نړیوال تروریستان ماته خوري."
تېره اوونۍ افغان او پاکستاني چارواکو اعلان وکړ چې د پاکستان د تحریک طالبانو ډلې مشر مولا فضل الله په کونړ ولایت کې د بې پېلوټه الوتکې تر برید لاندې راغلی او وژل شو دی.
د پاکستاني طالبانو د مشر ملا فضل الله له وژل کېدو وروسته دغې ډلې د يوې اعلامیې په خپرولو سره اعلان وکړ چې مفتي نور ولي محسود یې د خپل نوي مشر په توګه انتخاب کړی دی.
ویل کېږي چې ښاغلی محسود ۴۰کاله عمر لري، په پاکستان کې یې زده کړې کړي او د پاکستان د تحریک طالبان د ډلې د مخکیني رهبر بیت الله محسود مرستیال هم پاتی شوی دی.
د پاکستاني طالبانو د مشر ملا فضل الله له وژل کېدو وروسته، د افغانستان د سولې له پروسې سره د پاکستان همکارۍ ته هیلې زیاتې شوي دي.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني، د ملا فضل الله وژل کېدل، د کابل اواسلام اباد ترمنځ د باور د پیدا کولو لپاره، یو ګام بللی او د ټلیفون له لارې يې د هغه هېواد له چارواکو غوښتي چې د سولې د مذاکراتو په خاطر، د طالبانو هڅولو ته عملي اقدامات وکړي.
خو د سیاسي چارو ځینې پوهان وايي، د پاکستاني طالبانو د مشر له وژل کېدو سره بیا هم هغه هېواد، د دغه اقدام په اړه هېڅ ځواب نه دي ویلي.
د دغو پوهانو له ډلې جاوید کوهستاني وایي:
"د دوی فعال شتون، هماغه تاوتریخوالی دی چې افغانستان له پاکستان سره درلود، خو کېدای شي، متقابله استفاده ترې وکړو، کله چې یوشی تحویلوو، باید ډېر څه ترې ترلاسه کړو، کله چې مو فضل الله ورکړ باید هیبت الله ترلاسه کړو چې دا ډول ونه شوه، زه هیله مند یم چې د افغانستان حکومت تېر ناکام سیاستونه، د پاکستان له ځوابه پرته ترسره نه کړي."
ښاغلي کوهستاني وویل، که د افغانستان حکومت پرته د کومې مثبتې بایلې د پاکستاني طالبانو پر وړاندې خپلو حملو ته دوام ورکړي، سر بېره پر دې چې د افغاني طالبانو سره به سولې ته ونه رسېږي، د افغانستان او پاکستان د سرحدي قومونو ترمنځ به اړیکې هم خرابې شي.
راپور: خان محمد سیند