د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۳

نورولي محسود پاکستاني طالبانو د نوي مشر په توګه وټاکل شو


د پاکستاني طالبانو یوه ویاند محمد خراساني پرون شنبه د جون په ۲۳ مه په یوه بیان کې وویل چې مفتي نور ولي محسود د دې ډلې مشر ټاکل شوی دی.

په بیان کې همدا راز ویل شوي چې مفتي مزاحم چې په مفتي حفظ الله هم مشهور دی، د تحریک طالبان پاکستان د ډلې مرستیال ټاکل شوی دی.

خراساني په پروني بیان کې همدا راز د دې ډلې د مخکني مشر ملا فضل الله د وژل کېدو خبر تأیید کړی دی.

ملا فضل الله
ملا فضل الله

په بیان کې ویل شوي چې ملا فضل الله د پاکستان پولې ته نېږدې په کنړ کې د امریکايي ځواکونو د بې پيلوټه الوتکې په حمله کې وژل شوی دی.

د امریکايي او افغان چارواکو په وینا، ملا فضل الله د جون د میاشتې په ۱۳ مه په کنړ کې د امریکا د بې پيلوټه الوتکې په حمله کې ووژل شو.

د تحریک طالبان پاکستان نوی مشر نور ولي محسود څلوېښت کلن دی او د پاکستان په مختلفو مدرسو کې یې زده کړې کړې دي.

هغه د پاکستاني طالبانو د پخواني مشر بیت الله محسود مرستیالي هم کړې ده.

بیت الله محسود تورن و چې په ۲۰۰۷ میلادي کال کې یې د پاکستان د پخوانۍ صدراعظمې بې نظیر بوټو په قتل کې لاس درلود.

داسې ګڼل کېږي چې نور ولي محسود په نویمه لسیزه کې، په افغانستان کې د شمالي ائتلاف پر ضد د افغان طالبانو په پلوۍ په جګړه کې هم ګډون کړی دی.

هغه د پاکستان پر امنیتي ځواکونو په حملو کې هم په لاس درلودلو تورن دی.

محسود قبایل په شمالي او جنوبي وزیرستان کې دېره دي.

داسې ګڼل کېږي چې د حقاني شبکه او هغه وسله وال طالبان چې د حقاني له شبکې سره لاس لري، په قبایلو کې فعالیت کوي.

نور ولي محسود د حقاني له شبکې سره هم په ارتباط کې ګڼل کېږي.

د امریکا متحدو ایالاتو دمارچ په میاشت کې د تحریک طالبان پاکستان د وژل شوي مشر، ملا فضل الله په اړه د معلوماتو لپاره پنځه ميلیونه ډالر جایزه اعلان کړه.

د امریکا د متحدو ایالاتو له نظره، ملا فضل الله له القاعده سره تړاو درلود.

د امریکا متحدو ایالاتو ویلي وو چې په ۲۰۱۰ میلادي کال کې یې د نیویارک ښار په ټایمز میدان کې د بمي چاودنې په پلان کې هم لاس درلود.

XS
SM
MD
LG