د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۸

غني: د ملافضل الله مړینه د کابل او اسلام اباد ترمنځ د باور زیاتېدو پر لور مهم ګام دی


وروسته له هغې چې د پاکستاني طالبانو د مشر ملا فضل الله د وژل کېدو خبر ورکړل شو، افغان ولسمشر هم د هغه مړینه تائید کړه او هغه یې د کابل او اسلام آباد ترمنځ د باور زیاتېدو پر لور یو مهم ګام وباله.

اشرف غني دغه اعلان پرون په یوه ټویټري پیغام کې وکړ او ویې ویل چې ده په دې اړه له پاکستاني مشرانو سره خبرې وکړې.

ښاغلي غني وویل چې د پاکستان له صدراعظم ناصرالملک او د پوځ له لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه سره یې په ټیلفون خبرې وکړې او هغوی ته یې د ملا فضل الله د مړینې خبر ورکړ.

افغان ولسمشر زیاته کړه چې د هغه وژنه د افغان امنیتي ادارو په مشرۍ د انساني نه ستړېدونکو استخباراتي هڅو نتیجه ده.

افغان ولسمشر د پاکستاني طالبانو د مشر د وژلو په اړه دغه څرګندونې وروسته له هغې کوي چې د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست ویاند جنرال محمد رادمنش پرون د لومړي ځل لپاره د ملا فضل الله د وژل کېدو خبر ورکړ.

هغه وویل چې ملا فضل الله له څو نورو ملګرو سره د چهارشنبې په ورځ د کونړ ولایت په مروره کې د امریکایي او افغان ځواکونو په ګډو هوایي عملیاتو کې ووژل شو.

پاکستاني امنیتي سرچینو هم د هغه مړینه تائید کړې، خو د دې هېواد دفاع وزارت ویلي چې په دې اړه د واشنګټن رسمي تائید ته انتظار باسي.

د امریکا پوځي چارواکو هم د نوم نه ښودلو په شرط پرون رسنیو ته تائید کړه چې ملا فضل الله چې امریکا هغه نړیوال تروریست نومولی، په کونړکې د بې پيلوټه الوتکې په یوه حمله کې په نښه شوی و، خو د هغه د برخلیک او داچې په دغه برید کې ټاکلی هدف له منځ تللي، په دې اړه یې زیات څه نه دي ویلي.

د پاکستان د استخباراتو یوه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط پرون ازادي راډیو ته د ملا فضل الله مړینه تائید کړه، خو هغه هم په دې اړه نور جزیات ورنه کړل.

د افغان ولسمشر اشرف غني دې وینا ته په پام سره چې د ملا فضل الله وژل یې د کابل او اسلام آباد ترمنځ د باور د زیاتېدو لپاره یومهم ګام بللی، د سیاسي چارو کارپوهانو له آزادي راډیو سره د هغه د مړینې په اړه په څرګندونو کې وویل چې پاکستان ته هم اوس پکارده چې په خپله خاوره کې د افغانستان د حکومت ضد وسله والو او د هغوی د مشرانو په وړاندې چې په کوټه او نورو ځایونو کې اوسي جدي اقدام وکړي.

د افغانستان او پاکستان د چارو کتونکي محمد تقي آزادي راډیو ته وویل چې د پاکستاني طالبانو ډېر مشران د پاکستان د پوځ له خوا نه بلکې د امریکایي ځواکونو له خوا وژل شوي دي.

په افغانستان کې د سولې په اړه د پاکستان په ګډون په څو اړخیزو غونډو کې د افغانستان حکومت تل پر دې تاکید کړی چې پاکستان باید پر وسله والو طالبانو د سولې خبرو ته د حاضرېدو لپاره د فشارونو ترڅنګ له توپیر پرته د سخت دریځو وسله والو په وړاندې اقدام وکړي.

ورته غوښتنه د افغانستان او جنوبي آسیا لپاره د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ هم د تېر کال د اګست د میاشتې په اعلان شوې ستراتیژي کې کړې.

د راپورونو له مخې د پاکستاني طالبانو د تحریک دغه مشر چې امریکا یې په مارچ میاشت کې د نیولو یا له منځه وړلو لپاره د معلوماتو په بدل کې پنځه میلیون ډالره جایزه اعلان کړې وه، وروسته له هغې د افغانستان خاورې ته را اوښتی و چې په ۲۰۱۴ کال کې په پېښور کې پر یوه ښونځي له حملې وروسته د پاکستان پوځ د هغه په وړاندې پوځي اقدامات سخت کړل.

په دغه حمله کې چې مسؤلیت یې د تحریک طالبان پاکستان په غاړه اخیستی، ۱۳۲ کسان ووژل شول.

ملا فضل الله دغه راز په ۲۰۱۲ کال د نوبل د سولې د جایزې پر ګټونکې ملاله یوسفزۍ چې هغه مهال یې د نجونو د زده کړې لپاره مبارزه کوله او لا یې دغه جایزه نه وه ګټلې هم د حملې مسؤل بلل شوی و.

XS
SM
MD
LG