د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۰

دفاع وزارت: له اوربند راهیسې د طالبانو فعالیتونه ۷۰ سلنه کم شوي


د افغانستان دفاع وزارت وايي چې د حکومت له لوري د اوربند له پیل سره سم د امنیتي ځواکونو پر ضد د وسله‎والو طالبانو فعالیتونه کم شوي دي.

دفاع وزارت تأييدوي چې له تېرې ورځې را په‎دېخوا د افغان امنیتي ځواکونو پر وړاندې د وسله‎والو طالبانو په فعالیتونو کې ۷۰ په ۱۰۰ کې کموالی راغلی دی.

د دې وزارت د ویاند دفتر سرپرست محمد رادمنش د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۲۳» ازادي راډيو ته وویل چې له تېرې ورځې راهیسې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه په دفاعي حالت کې دي او د وسله‎والو طالبانو پر ضد هر ډول عملیات درول شوي دي.

خو ښاغلي رادمنش وویل چې د ننګرهار په ولایت کې د داعش یا اسلامي دولت نومې وسله‎واله ډله د افغان امنیتي ځواکونو تر سختو حملو لاندې ده.

محمد رادمنش
محمد رادمنش

دی وايي:

"وضعیت الحمد‎الله یو څه ارام دی او د طالبانو په فعالیتونو کې ۷۰ په ۱۰۰ کې کموالی راغلی دی، خو په یو شمېر مواردو کې له غیر مسؤله وسله‎والو ګروپونو سره مخ کېږو، خو موږ ته چې کومه دنده راکړل شوې په ډېر جدیت ترې دفاع کوو."

د حکومت له لوري اعلان شوی اوربند تېره ورځ پیل شو او د کوچني اختر تر پنځمې به دوام وکړي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني افغان امنیتي ځواکونو ته دستور ورکړی چې په‎دې موده کې باید د وسله‎والو طالبانو پر ضد هېڅ ډول عملیات ونه‎کړي، خو که په دوی حمله وشوه، باید په جدیت دفاع وکړي.

همدا شان افغان امنیتي ځواکونه اړ دي چې د اوربند په ورځو کې د داعش او نورو ترورېستي شبکو پر ضد خپلو عملیاتو ته زور ورکړي.

بل‎خوا د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۲۳» په کابل کې خبریالانو ته وویل چې په ځینو سیمو کې په افغان امنیتي ځواکونو بریدونه شوي دي.

خو نوموړی وايي، دا لا نه‎ده معلومه چې دغه بریدونه د کومې ډلې له‎خوا په امنیتي ځواکونو شوي دي.

نجیب دانش
نجیب دانش

ښاغلي دانش زیاته کړه:

"له پرون راهیسې په غزني، سرپل، فاریاب او هلمند کې د وسله‎والو مخالفینو له‎خوا تحرکات وجود لري، خو دا به له وخته وړاندې وي چې ووایو دا بریدونه طالبانو کړي، مقابل لوري ته درانه تلفات اوښتي او له بده‎مرغه په ۱۴ مواردو کې شااوخوا ۲۰ تنه امنیتي ځواکونه هم شهیدان شوي دي."

طالبانو هم د حکومت د اوربند لنډ مهالې غوښتنې ته مثبت ځواب ویلی او د اختر په درېیو ورځو کې یې اوربند اعلان کړی دی.

د حکومت او طالبانو له‎خوا د لنډ مهال لپاره د اوربند اعلانول ډېرې هیلې راټوکولي او پراخ هرکلی یې شوی.

عام خلک، د سولې عالي شورا، سیاسي ګوندونه او ملي شورا غواړي چې دغه اوربند وغځېږي او د سولې خبرو اترو ته دې زمینه برابره شي، څو نور د جګړې او وینې تویېدنې مخه ونیول شي.

راپور: اکرام‌الله اکرام

XS
SM
MD
LG