د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۰ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۸

د کابل چاپ ورځپاڼو ننني اندونه څه دي؟


د کابل ورځپاڼو د نن ورځې مهم سرلیکونه له افغان مشرانو سره د پاکستاني پلاوي خبرو او د اعلان شوي اوربند حالت ته ځانګړې شوي دي.

  • دنیا

دنیا ورځپاڼې لیکلي دي چې پاکستاني پلاوی چې مشري یې د دغه هېواد د پوځ مشر جنرال قمر باجوه کوله، له افغان مشرانو سره په لیدنه کې د سولې او پیوستون لپاره د افغانستان او پاکستان له عمل پلان سره پر تړلو مسایلو خبرې کړې دي.

ورځپاڼې وړاندې د افغان ولسمشر د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي په حواله لیکلي دي چې له ولسمشر سره د پاکستاني پلاوي د خبرو تمرکز د عمل پلان په پلي کولو، د ترهګرۍ په وړاندې پر مبارزې، د تاوتریخوالي پر کمولو او د افغانانو په مالکیت او مشرۍ د سولې پر خبرو و.

ورځپاڼې لیکلي دي چې له دې مخکې کابل او اسلام‌اباد موافقه کړې چې په خپلو کې د استخباراتي معلوماتو د تبادلې په برخه کې همکاري زیاته کړي او د وېره اچوونکو فعالیتونه تر نظارت لاندې ونیسي.

ورځپاڼې وړاندې د ځینو چینایي رسنیو په حواله لیکلي دي چې افغانستان او پاکستان د ډیورند د کرښې په اوږدو کې د هماهنګۍ د مرکزونو پر جوړولو او په کابل او اسلام‌اباد کې د ارتباطي افسرانو د ګمارنې په اړه هم موافقه کړې ده.

  • ویسا

ویسا ورځپاڼې بیا لیکلي دي چې افغان ولسمشر او د پاکستان د پوځ مشر چې د یوه پلاوي په مشرۍ پرون کابل ته راغلی و، د عمل پلان او د سولې په اړه خبرې کړې دي.

ورځپاڼې کابل ته د پاکستاني پلاوي د سفر په اړه د ځینو کتونکو نظرونه هم راخيستي دي او لیکلي یې دي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ وروستي سفرونه او د اړیکو د رغولو هڅې د امریکا په غوښتنه کېږي او واشنګټن غواړي چې له پاکستان سره خپلې اړیکې ورغوي.

ورځپاڼې لیکلي دي چې د پاکستان پلاوي په داسې مهال کابل ته سفر وکړ چې له دې څو ورځې مخکې د پاکستان ولسمشر د شانګهای د غونډې پر مهال وویل چې کابل او اسلام‌اباد په افغانستان کې د سولې د ټینګښت په اړه پر یوه ګډه ستراتېژي کار کوي، خو د ورځپاڼې په وینا، افغان ولسمشر بیا د شانګهای سرمشریزې ته په خپله وینا کې وویل چې له پاکستان سره موافقې د کاغذ پر مخ پاتې دي.

  • ملي ارمان

ملي ارمان ورځپاڼې هم په یوه مطلب کې کابل ته د پاکستان د پوځ د مشر او ملګري پلاوي پر سفر بحث کړی او د پاکستاني پلاوي د سفر د اجنډا په اړه د معلوماتو تر څنګ‌یې لیکلي دي چې د پاکستان د پوځ مشر د سې شنبې په ورځ داسې مهال کابل ته راغی چې د افغان حکومت له‌خوا د طالبانو پر وړاندې د اعلان شوي اوربند لومړۍ ورځ وه.

ورځپاڼې لیکلي دي چې طالبانو هم له خپله اړخه یو اوربند اعلان کړی چې د کمکي اختر په لومړۍ ورځ پیلېږي.

ورځپاڼې د اوربند په اړه په یوه جلا مطلب کې لیکلي دي چې په لوېدیځ ولایت هرات کې امنیتي چارواکو ویلي دي چې له طالبانو سره تړلي کسان کولای شي چې د اختر په ورځو کې د دولت تر کنټرول لاندې سیمو کې د خپلو کورنیو لیدو ته راشي، خو په دې شرط چې وسله ورسره نه‌وي او د خلکو د اندېښنې سبب نه‌شي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا لیکلي دي چې د افغان حکومت او طالبانو له‌خوا اعلان شوي اوربند ته په کتو، دا ځل خلک راروان کمکي اختر ته زیات هوسېږي او په دې اړه په ټولنیزو رسنیو کې زیاتې هیلې څرګندېږي.

ورځپاڼې وړاندې د سولې لپاره په هېواد کې پیل شویو ځینو خوځښتونو ته په اشارې لیکلي دي چې د ولس له‌خوا هم پر طالبانو فشارونه زیات شوي دي، دا لنډ مهالی اوربند اوږد کړي، څو ورو ورو د سولې لپاره زمینه برابره شي.

ورځپاڼې لیکلي دي چې له روانې پردۍ او تپل شوې جګړې د ولس ستړتیا له یوې خوا او د شااوخوا درېیو زرو جیدو دیني عالمانو له‌خوا د روانې جګړې ناروا بلل له بلې خوا هیلې زیاتې کړې دي چې راروان اختر په ارامه او ښه فضا کې ولمانځل شي.

  • انیس

انیس بلې دولتي ورځپاڼې هم خپله سرلیکنه د افغان حکومت او طالبانو له‌خوا پر اعلان شوي اوربند بحث کړی دی او لیکلي یې دي چې باید هڅه وشي، څو دغه لنډ مهالی اوربند په تل‌پاتي اوربند بدل شي.

ورځپاڼې لیکلي دي چې د اوربند د اعلان په درشل کې که څه هم ځان وژونکو حملو زور اخيستی دی چې د اکثرو پړه‌یې داعش منلې ده، خو د ورځپاڼې په وینا، خلک له خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو غواړي چې د اختر په ورځو کې دې د ممکنه حملو د مخنیوي لپاره له مخکې تدابیر ونيسي.

ورځپاڼه لیکي چې شته ځینې کړۍ چې د خپلو بادارانو په اشاره په هېواد کې د سولې بهیر زیانمن کړی او دا ځکه چې د سیمې ځیني هېوادونه چې ورځپاڼې یې نوم نه‌دی اخيستی، په افغانستان کې روانه جګړه د ځان په ګټه بولي.

XS
SM
MD
LG