د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۰ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۹

افغانستان کې داعش کوم کسان دي؟


د نړۍ یو شمېر چاپي خپرونو د افغانستان د امنیتي وضعیت او مؤقت اوربند په اړه لیکنې خپرې کړې دي.

  • واشنګټن پوسټ

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه لیکي، د اوربند په درشل کې د کابل په ګډون د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې بریدونه وشول.

د ورځپاڼې په وینا په‎دې جګړو کې افغان ځواکونو او طالبانو ته درانه تلفات اوښتي دي، خو بل لور ته له ۲۰۰۱ میلادي کال راپه‎دې خوا په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره اوربند اعلان شوی.

واشنګټن پوسټ لیکي:

په تېرو کلونو کې یو لوری هم ونه‌توانېد چې بلې خوا ته بشپړه ماتې ورکړي، خو یاغیانو د افغانستان ځینې برخې د جګړې په ترڅ کې لاندې کړي.

واشنګټن پوسټ د امریکا د پوځ په وینا لیکلي دي چې د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ به د اوربند دقیقه څارنه کوي او پر نړیوالو ځواکونو او افغان ځواکونو به د هر برید دفاع وکړي.

  • لانګ وار ژورنال

لانګ وار ژورنال ورځپاڼې بیا د اوربند او په مجموع کې په افغانستان کې د بریدونو د زیاتېدو په اړه لیکلي دي چې ترهګرو ډلو له کلونو راهیسې د پلازمېنې کابل شااوخوا حملې زیاتې کړي دي او په‎دغو بریدونو کې اکثر حقاني ډلې لاس لرلی دی.

ورځپاڼې په کابل کې د کلیو پراختیا پر وزارت د دوشنبې د ورځې حملې ته هم اشاره کړې ده چې مسؤلیت‌یې داعش منلی.

ورځپاڼه لیکي:

داعش له دوو کلونو راهیسې دغسې څو خونړۍ حملې په کابل کې ترسره کړې دي.

ورځپاڼه بیا پوښتنه کوي، په افغانستان کې داعش کوم کسان دي؟

لانګ وار ژورنال لیکي چې دغه ډله له پخوانیو وسله‎والو جوړه شوې ده او ښایي هڅې کوي چې نور کسان خپلو لیکو ته جذب کړي.

  • ډېلي مېل

د افغانستان د حکومت له لوري له طالبانو سره د اوربند په لومړۍ ورځ د سې شنبې په ورځ د ډېلي مېل ورځپاڼې په باور په فاریاب او سرپل کې جګړې شوې دي.

ورځپاڼې د چارواکو په وینا دا جګړې سختې بللي او دواړو لورو ته‌یې د درنې مرګ ژوبلې د اوښتو خبر ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG