د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۲

امریکا پر ۶ ایرانیانو او دغه هېواد کې پر ۳ مؤسسو تازه بندیزونه ولګول


د امریکا خزانې وزارت پر شپږو ایرانیانو او په دغه هېواد کې پر درېیو مؤسسو تازه بندیزونه ولګول.

په دې بندیزونو کې د اوین زندان د دې لپاره شامل شوی چې په‎کې له ایرانیانو سره ناوړه بشري چلند کېږي.

د امریکا د خزانې وزارت د شتمنیو د کنټرول ادارې پرون چهارشنبه «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۰۹» وویل، د انصار حزب‎الله پر سازمان او د هانیستا په نوم د کمپیوټري پروګرامونو پر ډلې یې بندیزونه لګولي دي.

د امریکا د خزانې وزارت په وینا دا بندیزونه د دې لپاره لګېدلي دي چې اسلامي رژیم خلک ځپي، د بیان د ازادیو او د خلکو د سوله‎ییزو غونډو مخه‌یې نیولې ده.

د امریکا خزانې وزارت پخوا هم د ایران د زندانونو پر سیستم او د زندان د یوه چارواکي په ګډون په اوین زندان کې له بشري حقونو څخه د سرغړونې لپاره بندیزونه لګولي وو.

د خزانې وزارت په نوې اعلامیه کې راغلي دي، کوم بندیان چې په اوین کې ساتل کېږي هغوی د مسؤلو کسانو له لوري وهل کېږي او حتی جنسي تېری پرې کېږي.

پر درې تنو ایرانیانو هم له بشري حقونو څخه د سرغړونې لپاره، همداراز د حزب‎الله چې د انصار حزب‎الله په نوم هم یادېږي، د ملاتړ په خاطر بندیزونه لګېدلي دي.

د اعلامیې له مخې انصار حزب‎الله ډلې د ایران د خلکو په ځپلو کې لاس لرلی، د بسیج له ملېشه‎وو سره‌یې په ګډه پر چاقو، اوښکې بهوونکي ګاز او برقي ډنډو پر ایراني محصلانو حملې کړې دي.

دا ډله په اصفهان کې پر ښځو د تېزابو په واسطه په بریدونو هم تورنه شوې ده.

د امریکا خزانې وزارت د دې ډلې پر یوه مؤسس او مهم مشر ایت‎الله محتشم هم بندیز لګولی دی.

دا بندیزونه درې اوونۍ وروسته تر دې لګېدلي دي چې د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ د ایران او د نړۍ د پیاوړو هېوادو ترمنځ د ۲۰۱۵ میلادي کال له اټمي تړونه ووت او ویې‌ویل چې پر ایران به سخت بندیزونه ولګوي.

د مې په ۲۴مه د امریکا خزانې وزارت ویلي و چې پر ۹ ایرانیانو او ایراني مؤسسو به د دې لپاره بندیزونه ولګوي چې د منع شویو پرزو په صادراتو کې لاس لري.

تر دې دوه ورځې مخکې د امریکا خزانې وزارت د ایران د توغندیو د سیستم په ارتباط د دغه هېواد پر یو شمېر امنیتي چارواکو بندیزونه ولګول.

د دغو کسانو او مؤسسو شتمنۍ په امریکا کې کنګل شوې دي او هر بنسټ، مؤسسې یا کس که له دوی سره راکړه ورکړه وکړه، هغوی به هم د بندیزونو په لېست کې داخل شي او محکمې ته به معرفي شي.

XS
SM
MD
LG