د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۸

هند له ایران او ونزوئلا سره خپلې سوداګرۍ ته دوام ورکوي


هند ویلي، له ایران او ونزوئلا سره خپلې سوداګرۍ ته دوام ورکوي.

د هند د بهرنیو چارو وزیرې سوشما سواراج وویل چې هېواد یې له ایران او ونزوئلا سره سوداګرۍ ته دوام ورکوي او یوازې د ملګرو ملتونو بندیزونه رعایتوي، نه د کوم مشخص هېواد.

هغې دا خبره پرون دوشنبه په نوې ډهلي کې له خپل ایراني سیال محمد جواد ظریف سره تر لیدنې وروسته په یوه خبري کنفرانس کې وکړه.

سوشما سواراج
سوشما سواراج

هند پر ایران او ونزوئلا د امریکا د بندیزونو د تر پښو لاندې کولو له خطر سره سره، دا اعلان کړی دی.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د مې په اتمه اعلان وکړ چې هېواد یې له ایران سره له اټمي تړونه ووت او په دغه هېواد بندیزونه له سره پیلوي.

ایران د پنځه جمع یو قدرتونو سره د ۲۰۱۵ کال د اټمي تړون په خاطر له بندیزونو معافیت ترلاسه کړی و.

اخوا امریکا د ونزوئلا د ولسمشر په توګه د نیکلاس مادورو تر بیا ټاکل کېدو وروسته، په دغه هېواد بندیزونه زیات کړل.

د هند د بهرنیو چارو وزیرې سوشما سواراج په دې برخه کې ویلي چې هند د نورو هېوادونو په خاطر خپله بهرنۍ تګلاره تر فشار لاندې نه‌راولي.

د هند د حکومت په یوه بیان کې راغلي چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف له اغلې سواراج سره په لیدنه کې اروپايي ټولنې، روسیې او چین ته د اټمي تړون د خوندي ساتلو په هدف د خپلو وروستیو سفرونو په اړه معلومات ورکړل.

هند، د اټمي تړون او اروپايي هېوادونه له ایران سره د خپلو شرکتونو د سوداګریو د خوندي ساتلو په هڅه کې دي.

د هند له‌خوا د اوسني دریځ غوره کول مخینه لري، ځکه پر ایران د امریکا د تېرو وختونو د بندیزونو پر مهال هم د دوی سوداګري روانه وه.

یوازې کله چې په ۲۰۰۶ کال کې پر ایران د ملګرو ملتونو بندیزونه ولګېدل او د تېلو د ټانکرونو پر سر پیسې او بیمه بنده شوه، هند ورسره سوداګري بنده کړه.

هند د ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷ کال په منځ کې له ایرانه د لس نیم میلیارده ډالرو په ارزښت تېل وارد کړي او په بدل کې یې ایران ته د ۲،۴ میلیارده ډالرو په ارزښت، بېلابېل تجارتي مواد لېږلي دي.

جمعاً د دوی سوداګري ۱۲،۹ میلیارده ډالرو ته رسېږي.

چابهار بندر
چابهار بندر

هند او ایران تر دې هم په پراخه کچه ګډې ګټې لټوي.

هند به د عمان په خلیج کې د چابهار بندر جوړ کړي، څو د سوداګرۍ لارې پرانیزي او تر ډېره داسې فکر کېږي چې دا کار د پاکستان له پامه د غورځولو په خاطر کوي.

رسنیو راپور ورکړی چې د امریکا له بندیزونو د سوداګریو د خوندي ساتلو لپاره هند د روپۍ-ریال د پیسو د تبادلې سیستم جوړوي.

له دې اقدامه هدف دا دی چې له ایران سره په سوداګرۍ کې د امریکايي ډالرو او د پیسو د حوالې په برخه کې د امریکايي سیستم د کارولو مخه ونیول شي.

د امریکا متحده ایالاتو چې مخکې ایران په سیمه کې د ترهګرۍ په تمویل تورن کړی، تازه د هند او ایران د سوداګریو د دوام په اړه څه غبرګون نه‌دی ښودلی.

راپور: صفي‌الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG