د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۰

امریکا حوثي یاغیانو ته پر ۵ وسله ورکوونکو ایرانیانو بندیز لګولی


د امریکا متحده ایالاتو پر هغو پنځو ایرانیانو د بندیزونو اعلان کړی دی چې وايي، په یمن کې یې حوثي یاغیانو ته وسلې او روزنه ورکړې، څو په سعودي عربستان توغندي وتوغوي.

د امریکا د خزانې وزات په یوه اعلامیه کې ویلي، مهدي اذرپېشه، محمد جعفري، محمود کاظم اباد، جواد شیرامین او سید محمد تهراني هغه ایراني اتباع دي چې دا بندیزونه پرې لګېدلي دي.

د خزانې وزارت اعلامیه وايي، لومړنیو څلورو کسانو د ایران د سپاه پاسداران یا انقلاب ساتونکي ځواک له لارې په یمن کې حوثي یاغیانو ته هغه تخصص او معلومات ورکړي چې د توغندیو د ویشتلو لپاره په‎کار دي او همدارنګه‎یې دوی ته هغه وسلې انتقال کړي چې په یمن کې تر اوسني کړکېچ مخکې نه‎وې موجودې.

پر تهران بیا له‎دې کبله بندیزونه لګېدلي چې د ایران له سپاه پاسداران ځواک سره‌یې په مالي مسئلو کې مرسته کړې ده.

دا نوي بندیزونه د ولسمشر ټرمپ د ادارې د هغې ژمنې برخه ده چې ویلي یې دي پر ایران به نوي اقتصادي بندیزونه ولګوي.

په یمن کې یو حوثي جنګیالی
په یمن کې یو حوثي جنګیالی

د امریکا د خزانې وزارت دا اعلان یوه ورځ وروسته له هغې کوي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو وویل، امریکا به ډېر ژر په یمن کې د حوثي یاغیانو سره د ایران ملاتړ پای ته ورسوي.

د یمن حکومت له ۲۰۱۵ میلادي کال څخه د ایران د ملاتړ لرونکو حوثي یاغیانو پر ضد جګړه کوي.

په‎دې جګړه کې تر اوسه زرګونه کسان وژل شوي او یمن‌یې د لوږې او قحطۍ تر درشله رسولی.

بل‎خوا سعودي عربستان پر حوثي یاغیانو تور پورې کوي چې د دې هېواد پر ښارونو او د تېلو پر تأسیساتو توغندي ولي.

امریکا پر هغو ۵ ایرانیانو بندیز اعلان کړ چې په یمن کې یې حوثي یاغیانو ته وسلې ورکړي.

په‎دې لړ کې وروستی توغندی د مې په ۹مه نېټه پر سعودي توغول شوی و.

د سعودي عربستان چارواکو ویلي چې هغه توغندي چې حوثي یاغیان د سعودي پر ښارونو توغوي، د ایران له‎خوا دې وسله‎والې ډلې ته ورکړل شوي دي.

پر یادو ایرانیانو د دې بندیزونو له لګېدو وروسته په امریکا کې د دوی شتمنۍ کنګل کېږي او د امریکا هېڅ وګړی او یا حقوقي بنسټ ورسره راکړه ورکړه نه‎شي کولای.

XS
SM
MD
LG