د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۴

ګوترس: یمن ته دې د هوا او اوبو له لارې د مرستو رسولو اجازه ورکړل شي


د ملګروملتونو عمومي منشي په یمن کې د جګړې په ښکېلو خواوو غږ وکړ چې د اوبو او هوا له لارې دې اجازه ورکړي چې جګړه ځپلو سیمو ته بشري مرستې ورسول شي.

د ملګروملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترس په یمن کې د جګړې له ښکېلو اړخونو وغوښتل چې اجازه ورکړي چې بشري مرستې دې هېواد ته چې له سیاسي په ټپه درېدلي حالت سره مخامخ دی او صنعا هره ورځ د شخړو شاهده ده، ورسېږي.

د ملګروملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترس
د ملګروملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترس

ګوترس چې له کوېټي چارواکو سره له خبرو وروسته په کوېټ کې خبرې کولې، په دې ټینګار وکړ چې موږ تر خپله وسه کوښښ کوو چې د دغه په ټپه درېدلي حالت د له منځه وړلو لپاره شرایط برابر کړو.

کوېټ په اوس وخت کې په منځني ختیځ کې د شخړو د هواري لپاره منځګړیتوب کوي.

د ملګروملتونو عمومي منشي دغه څرګندونې وروسته له هغې کوي چې پرون شنبه د یمن د پخواني ولسمشر علي عبدالله صالح او د هغه ملاتړي عبدالمالک الحوثي چې پر صنعا کنټرول لري، تر منځ لانجه په وسله واله نښته بدله شوه چې په نتیجه کې یې دوه حوثي یاغیان او د صالح ملاتړی یو ډګروال ووژل شول.

له ۲۰۱۴ کال راهیسې د صالح حوثي ائتلاف د عبدربو منصورهادي د حکومت په وړاندې چې نړیوالې ټولنې په رسمیت پېژندلی، جګړه مخ ته وړې ده.

د فرانس پرس خبري اژانس د راپور له مخې، عیني شاهدانو ویلي چې د پخواني ولسمشر ځواکونه د صنعا په جنوبي برخه کې د ولسمشرۍ دفترونو ته نېږدې ځای پرځای شوي وو، هغه ځای چې په ۲۰۱۲ کال کې له استعفا وروسته صالح تر اوسه پرې کنټرول لري.

د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف چې د هادي د حکومت ملاتړ کوي، د ۲۰۱۵ کال د مارچ د میاشتې راهیسې د حوثي یاغیانو تر کنټرول لاندې په ټولو سیمو د اوبو او هوا لارې بندې کړې دي.

سعودي عربستان د محاصرې دغه کړۍ د تېر کال په اګست کې لا تنګه کړه او ویې ویل چې دا یوازنۍ لاره ده چې د وسلو د قاچاق مخه ونیول شي.

د ملګروملتونو عمومي منشي ښاغلي ګوترس وویل، ملګري ملتونه هڅه کوي چې په صنعا کې نړیوال هوايي ډګر بېرته پرانېستل شي او هم د حدیده بندر چې د یاغیانو تر کنټرول لاندې سیمو ته د مرستو اساسي لاره ده، پرانېستل شي.

هغه زیاته کړه چې دوی به له ټولو لورو سره له نېږدې کار وکړي، تر څو وویني چې کله او په څه ډول د یوه پیاوړي نوښت امکان برابرېدلی شي.

د روغتیا د نړیوال سازمان د احصایې له مخې، له کله چې د سعودي عربستان په مشرۍ د عربو ائتلاف له ۲۰۱۵ کال راهیسې د یمن په جګړه کې ښکېل شوی، له ۸۴۰۰ زیات ملکیان وژل شوي او ۴۷ زره ۸۰۰ نور ټپیان شوي دي.

۲۰۰۰ کسان هم د کولرا وژونکې ناروغۍ له امله چې د اپرېل له میاشتې راهیسې په یمن کې خپره شوې، مړه شوي دي.

ملګروملتونو ویلي، یمن چې په سیمه کې تر ټولو بې وزله عربي هېواد و، په ميلیونونه وګړي یې نن ورځ د نابودۍ له خطر سره مخامخ دي.

XS
SM
MD
LG