د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۲

جرمني: د ایران د اټمي موافقې په اړه د امریکا او اروپايي ټولنې ترمنځ ډېر واټن دی


د جرمني د بهرنیو چارو وزیر د ایران د اټمي تړون په برخه کې د اروپا او امریکا ترمنځ د ډېر واټن خبره کړې ده.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر وایي، لاهم د ایران د اټمي تړون په اړه د جوړجاړي په برخه کې د امریکا متحده ایالاتو او اروپایي ټولنې ترمنځ ډېر واټن دی.

هایکو ماس د مې پر ۲۳مه نېټه له خپل امریکایي ساري مایک پامپیو سره تر ۷۵ دقیقه‌یي خبرو اترو وروسته په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل:

"زه فکر کوم موږ او تاسې اوس هم د جوړ جاړي لپاره ډېر واټن په مخ کې لرو، موږ او د امریکا متحده ایالاتو کاملاً بېلې لارې غوره کړې دي، هغه څه چې موږ له فرانسې او بریتانیا سره توافق پرې کړی هغه لاره ده چې په اروپا کې به‌یې تعقیبوو."

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس
د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د مې په ۲۱مه خبرداری ورکړی وو چې که ایران خپل اټمي فعالیتونه محدود نه‌کړي، د بالیستیک توغندیو پروګرام ونه‌دروي او په سوریې او یمن کې مداخله پای ته ونه‌رسوي، نو امریکا به پر ایران د تاریخ تر ټولو سخت بندیزونه ولګوي.

بل‌خوا د ایران مذهبي مشر د امریکا د متحده ایالاتو غوښتنې رد کړي او وایي، اروپایي هېوادونه چې له ایران سره‌یې اټمي تړون لاسلیک کړی، باید د یوه نوي تړون په اړه له واشنګټن سره بحثونه رد کړي.

ایت‌الله علي خامنه‌اي په یوې اعلامیه کې ویلي چې اروپایي هېوادونه باید د امریکا له لوري پر ایران د نویو بندیزونو پر وړاندې ودرېږي.

دغه بندیزونه وروسته له هغه ولګول شول چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د ایران له اټمي تړونه د امریکا د وتلو اعلان وکړ.

ایت‌الله علي خامنه‌اي دغه‌راز خبرداری ورکړ چې که اروپایي هېوادونه د هغه غوښتنه ونه‌مني، ایران به د یورانیمو د بډاینې پروسه له سره پیل کړي.

د ایران د اټمي پروګرام په اړه د ۲۰۱۵ کال د تړون له مخې د ایران د یورانیمو د بډاینې پروګرام درول شوی څو د دغه هېواد له‌خوا د اټمي وسلې جوړولو د پرمختګ خطر کم شي.

ایات‌الله علي خامنه‌اي
ایات‌الله علي خامنه‌اي

د خامنه‌اي په اعلامیه کې د دې لپاره چې ایران د ۲۰۱۵ کال تړون ته ژمن پاتې شي، ۷ غوښتنې مطرح شوي دي چې یوه‌یې له ایران سره د اروپایي بانکونو د سوداګرۍ خوندیتوب دی.

ایت‌الله علي خامنه‌اي دغه‌راز ویلي اوس چې ولسمشر ټرمپ په ډېره آسانۍ له دغه تړونه ووت، ایران به بیا له متحده ایالاتو سره مذاکره ونه‌کړي.

XS
SM
MD
LG