د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۱

دفاع وزارت: په لسو ولایتونو کې پراخ پوځي عملیات جریان لري


د افغانستان د ملي دفاع وزارت د فراه، ارزګان او غزني په ګډون په یوشمېر ولایتونو کې چې په وروستیو کې په کې جګړو زور اخیستی، د پراخو پوځي عملیاتو د پیل خبر ورکوي.

د ملي دفاع وزارت سرپرست ویاند، محمد رادمنش بېګا ازادي راډیو ته وویل چې د عملیاتو هدف د فراه ښار، د ارزګان ولایت د خاص ارزګان ولسوالي، د ارزګان د مرکز ترینکوټ او په غزني کې تر تهدید لاندې ولسوالیو امنیت ټینګول دي.

محمد رادمنش زیاته کړه:

محمد رادمنش
محمد رادمنش

​"اوسمهال، په ارزګان، بادغیس، جوزجان، کندز، بغلان، بدخشان، هلمند او غزني کې پوځي عملیات روان دي، په وروستیو څلروېشت ساعتونو کې، ۳۶ وسله وال په پوځي عملیاتو کې وژل شوي دي."

محمد رادمنش وویل چې په پوځي عملیاتو کې د امنیتي ځواکونو دوه غړي يوازې سر-سري زخمیان دي.

خو یو شمېر ولایتي چارواکي وايي، په پوځي عملیاتو او وسله والو حملو کې د ملي او دفاعي ځواکونو ۱۴ غړي وژل شوي دي.

د غزني د پولیسو مرستیال، رمضان علي محسني غربي رسنیو ته ویلي چې وسله والو طالبانو پر اجرستان ولسوالۍ په حمله کې د امنیتي ځواکونو نهه غړي ووژل.

د کندهار د پولیسو ویاند، ضیا دراني ویلي چې په معروف ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو په حمله کې پنځه پولیس پرون ووژل شول او شپږ تنه زخمیان شول.

د دراني په وینا، پرون په کندهار کې دولس وسله وال طالبان هم وژل شوي او اتلس تنه یې ټپیان دي.

د کندهارد امنیتي وضعیت په اړه اندېښنې تر هغه وروسته زیاتې شوې چې په ارزګان کې وسله والو طالبانو حملو ته زور ورکړ.

په وروستیو کې د ارزګان ولایت د خاص ارزګان ولسوالۍ د سقوط خبر هم خپور شوی وو خو د ملي دفاع وزارت سرپرست ویاند، رد کړ او ویې ویل چې پر سیمه واکمني لري.

محمد رادمنش زیاته کړه:

رادمنش: خاص ارزګان ولسوالي د دولت تر واکمنۍ لاندې ده
رادمنش: خاص ارزګان ولسوالي د دولت تر واکمنۍ لاندې ده

"خاص ارزګان ولسوالي د دولت تر واکمنۍ لاندې ده، هلته ګواښونه تر ډېره حده کم شوي دي، نورو ولسوالیو لکه چوره او دهراود او د ترینکوټ ښار ځیني برخو ته چې اړتیا وه، اکمالات شوي دي."

وسله والو طالبانو د تېرې سې شنبې په ورځ، د فراه ښار زیاتې برخې د لنډې مودې لپاره ونیولې خو سیمې ته د کومانډو ځواکونو او سپېشل فورس «خاصو قواوو» تر ور رسېدو وروسته، بېرته وتښتېدل.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت سرپرست ویاند، بېګا ازادي راډیو ته وویل چې د فراه ښار امنیتي کمربند يې ټینګ کړی دی.

محمد رادمنش زیاته کړه:

"د فراه ښار امنیت ټینګ شوی دی، موږ د ښار امنیتي کمربند په اساسي ډول رغولی دی او د کمربند څخه بهر، په شااوخوا سیمو کې عملیات روان دي."

محمد رادمنش په شمالي ولایتونو کې هم د پوځي عملیاتو خبره وکړه او ویې ویل چې د بغلان تاله او برفک ولسوالۍ د امنیتي ځواکونو په لاس کې ده، د ولسوالۍ په منځ کې د ماینونو د پاکولو کار پاي ته رسېدلی او په شااوخوا درو کې چې د ولسوالۍ لپاره خطر پېښولائ شي، عملیات روان دي.

وسله والو طالبانو د غويي میاشتې پر پنځمه نېټه د پسرلنیو عملیاتو پېل اعلان کړ او له هغه راهیسې یې په بېلابېلو ولایتونو کې حملو ته زور ورکړی دی.

وسله والو طالبانو په بدخشان کې د کوهستان ولسوالي هم د لنډې وخت لپاره نېولې وه.

XS
SM
MD
LG