د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۱ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۹

بریتانيا په افغانستان کې د خپلو سرتېرو د شمېر په زیاتولو غور کوي


د بریتانيې حکومت په افغانستان کې د خپلو سرتېرو د شمېر په زیاتولو غور کوي.

بریتانوي رسنۍ وايي، د دې هېواد د دفاع وزیر ګوین ویلیامسون له صدراعظمې ټرزا مې غوښتي دي چې افغانستان ته د ۴۰۰ او ۴۵۰ ترمنځ اضافي سرتېري واستوي.

که څه هم د بریتانيې حکومت تراوسه افغانستان ته د اضافي سرتېرو د استولو په هکله پریکړه نه‎ده کړې، خو د امریکا جمهور رئیس او ناټو تړون پر لندن فشار راوستی دی چې په افغانستان کې خپل ځواکونه زیات کړي.

د بریتانیا د دفاع وزیر ګوین ویلیامسون
د بریتانیا د دفاع وزیر ګوین ویلیامسون

بریتانیا دا مهال په افغانستان کې شاوخوا ۶۰۰ سرتيري لري چې د ناټو د غوڅ ملاتړ د ماموریت په چوکاټ کې فعالیت کوي.

بریتانوي رسنیو د چارواکو په حواله ویلي چې په افغانستان کې د سرتېرو د زیاتولو هدف د افغان دولت وسله‎والو مخالفینو د فعالیتونو مخنیوی او د القاعده او داعش ډلو پر ضد مبارزه پراخول دي.

په افغانستان کې د بریتانوي ځواکونو محارب ماموریت په ۲۰۱۴ میلادي کال کې پای ته ورسېد.

د افغانستان د دفاع وزارت وايي، د بریتانوي سرتېرو زیاتېدل د هغو موافقو او ژمنو برخه ده چې افغانستان، امریکا او ناټو تړون مخکې کړي دي.

د دفاع وزارت د ویاند د دفتر سرپرست جنرال محمد رادمنش د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، که څه هم لا دقیقه نه‎ده معلومه چې څومره نور بریتانوي سرتېري افغانستان ته استول کېږي؟ خو دا عسکر به په څلورو برخو کې دنده ترسره کړي.

جنرال محمد رادمنش
جنرال محمد رادمنش

نوموړي زیاته کړه:

"د تعلیم او تربیې، مشوره ورکولو، مالي ملاتړ او د دښمن د ځپلو لپاره د هوايي عملیاتو د هم‎غږۍ لپاره به له دې سرتېرو کار اخېستل کېږي. دا مسؤلیتونه په پخوانیو موافقو او تفاهم‎نامو کې موجود دي."

د افغانستان د دفاع وزارت وايي، د جګړې د ډګر لپاره کافي سرتېري لري، خو د موډرنو پوځي ټګنالوژیو، عصري تجهیزاتو او لازمو مشورو لپاره د نړیوالو ځواکونو مرستې او همکارۍ ته اړتیا لري.

د افغانستان او جنوبي اسیا په اړه د امریکا د ولسمشر د ستراتیژۍ تراعلان وروسته امریکا افغانستان ته ۴ زره اضافي سرتیري واستول او امریکايي مقاماتو او د ناټو سرمنشي په مکرر ډول د دې تړون له غړو وغوښتل چې افغانستان ته د غوڅ ملاتړ د ماموریت په چوکاټ کې نور سرتیري واستوي.

XS
SM
MD
LG